آيا په نوي کور کې د پېريانو څخه د امان لپاره دعا شته؟

پوښتنه: زما یو پوښتنه ده هغه داچی مونږ سبا یا بل سیا نوی کورته کور وړو نو یو عالم راته وویل چی کله نوی کور ته کډه ځی اول باید دکور په هر کونج کی ایت کرسی تلاوت شی او اذان هم باید په نوی کور کی وشی چی د جنیاتو او پیریانو څخه په امان وی ایا داطریقه سمه ده او که نه ؟ او بل داذان کول خو په بیدعت کی نه راځی؟ د مهربانی له وجی که یو مسنونه طریقه راوښیی اوماته یی بغیر له تاخیره راایمیل کړی چی الله به اجر درکړی
وسلام

ځواب:

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
الحمد لله والصلاه والسلام على رسول الله، وبعد:
دا کومه طريقه چې تا ياده کړي په دې کوم دليل نه شته او دا يو بدعت دي دنوي کور کومه خاصه دعا نشته ولې يو عام حديث دي،
عن خولة بنت حكيم رضي الله عنهما قالت: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: (من نزل منزلاً ثم قال: أعوذ بكلمات الله التامات من شر ما خلق، لم يضره شيء حتى يرتحل من منزله ذلك) رواه مسلم
له خوله رضي الله عنها نه روايت دي چې هغې له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه اوريدلي چې هغه صلى الله عليه وسلم ويلي: څوک چې يو ځاى (منزل) ته لاړشي او ووايي: أعوذ بكلمات الله التامات من شر ما خلق، ترڅو چې په هغه ځاى کې وي نو هيڅ شي به هغه ته زيان ور ونه شي رسولاي.
نو دلته کور هم يو ځاى او منزل دي او ددې دعاء لوستل به ان شاء الله ښه وي
همدا رنګه د سورت بقرې لوستل هم سنت دي
نقل القرطبي وغيره أن في سورة البقرة ألف أمر وألف نهي وألف خبر.
وسورة البقرة لا تقرأ في بيت إلا ذهب منه الشيطان وطرد منه ودحر.
امام قرطبي او ځينو نورو نه روايت دي چې وايي: په سورت بقره کې زر امره او زر نهې او زر خبره دي او سوره بقره چې په کوم کور کې لوستل کيږي له هغه نه شيطان لرې اوشړل کيږي.
والله اعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب