آيا ګروي جواز لري؟

پوښتنه:
غواړم وپوهیږم چه ګروی په اسلام کی جوازلری او که نه؟
که چیری یوڅوک په خپله دهغه جنس څخه استفاده وکړی اوپه کرایه یا ګرو يي ورنه کړی.
په درناوی

ځواب:
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أما بعد:
قال الله تعالى: وَإِن كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلَى مَيْسَرَةٍ وَأَن تَصَدَّقُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ {البقرة:280}
ژباړه: او که چیرې (قرضدار) تنګ لاسی وي، نو (تر هغه دې ورته انتظار وشي چې مال پیدا کړي) وخت دې ورکړل شي تر پراخي، (او که چیرې دقرض د اداء کولو توان نه لري) نو دقرض بښل ستاسو لپاره غوره دې که وپوهیږئ.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: « كل قرض جر نفعا فهو ربا » الترمذي (2951), أحمد (1/233)
ژباړه: هر قرض چې ګټه ترې  ترلاسه شي هغو (حرام) سود دی.
امام ابن قدامه وايي : امام احمد رحمه الله  دهغو کورونو په اړه (چې ګرو شوي او بیا ګرو کونکی ترینه ګټه اخلي) وايي: دا کار په هر اړخیزه توګه سود دی.
همدا رنګه رسول الله صلى الله عليه وسلم: “لا يغلق الرهن من صاحبه له غنمه وعليه غرمه”. [رواه ابن ماجه ومالك وحسنه السيوطي]
ژباړه: په ګرو ورکړل شوی مال دهغه دڅښتن نه نه جلاکیږي، او ګټه او تاوان به یې دواړه په څښتن پورې اړه لري.

نو دا رنګه ګروي چې له هغې نه ګرو کونکی ګټه پورته کړي دجمهور علماوو په نزد حرام کار دی، ځکه چې دا پیسې چې هغه دکور یا زمکې څښتن ته ورکړي دقرض معنا لري، او ګروکونکي (دپیسو خاوند) خپلې پیسې په آخر کې بیرته پوره تر لاسه کوي، او داضافي ګټه چې دې په کور کې اوسیږي او یاهم زمکه کري او دهغې حاصل خوري، دهغو پیسو سود شو چې دا کار په هر اړخیزه توګه حرام دی.

قال ابن عبد البر : وكل زيادة في سلف أو منفعة ينتفع بها المسلف فهي ربا، ولو كانت قبضة من علف.
ابن عبد البر وایي: هر زیاتوالی په قرض باندې او یا دا چې (دهغه قرض ورکړلو شو پیسو نه په بل رنګ) له هغې بل ګټه تر لاسه کړي دا سود دی، ولو که د وښو یوه دسته یا قبضه هم وي.

وقال الإمام الطحاوي في شرح معاني الآثار 4/100: ثم حرم الربا بعد ذلك، وحرم كل قرض جر نفعاً، وأجمع أهل العلم أن نفقة الرهن على الراهن لا على المرتهن، وأنه ليس للمرتهن استعمال الرهن.
او امام الطحاوي په شرح معاني الآثار کي راوړي چې: نو وروسته له دې سود حرام شو، او هر هغه قرض چې په هغه ګټه تر لاسه شي هغه هم حرام دی، او ټول علماء پر دې متفق دي چې د ګرو شوي شي مصرف په ګرو ورکونکي (دکور یازمکې پر څښتن) دی، او ګرو کونکی باید ګرو شوی شي استعمال نه کړي.

نتیجه:
نو ستاسې دپوښتنې په رڼا کې چې کومه طریقه تاسې ښودلي د ګروي دا حرامه ده او سود شمیرل کیږي، نو مسلمان باید له داسې حرامو معاملو ځان وژغوري. خو که یو څوک یا یو بانک دپیسو په مقابل کې کور، زمکه او یا بل شي دضمانت په توګه ګرو واخلي خو له هغه هیڅ استفاده نه کوي او دضمانت په ډول یې له ځانه سره ساتي نو علماء دې کارته جائز وايي.
والله اعلم

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب