آیا تاسو د دنيا ژوند ته د آخرت په ژوند ترجیح ورکوئ؟ جهاد

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ    (۳۸)

ژباړه : ای مؤمنانو ! څه دې تاسولره ؟چې کله تاسوته ویل کيږي :چې درځئ چې ولاړشو جهاد ته نو تاسو ځمکي [پاته کیدو] ته زورکوئ ! آیا تاسو د دنيا په ژوند باندي خوښ یاست د آخرت دژوند په بدله کې؟ نو د دنيا د ژوند خوند او نفعه خو د آخرت په بدله کي ډير لږ دی.

لنډ تفسیر :دغه آيتونه د تبوک د غزا په مهال نازل شوي ،رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبر ورسیدچې دشام بادشاه “غسان ” غواړي چې دروم د”قیصر” په مرسته په مدینه منوره یرغل وکړي ؛ پیغمبر صلی الله علیه وسلم له مشوري وروسته مناسب وګڼله چې وړاندي ورشي او دکفارو دیرغل مخه دهغوئ دسیمي په حدودو کې ونیسي ،څرنګه چې دیوسخت دښمن سره دهغوئ په سیمه کې مخ کیدل و نورسول الله صلی الله علیه وسلم ټولو مسلمانانو ته جهاد ته دتلو امر وکړ ،

مګر دغه مهال مسلمانان دڅو ډولونوسترو ستونزو سره مخ وو :

۱= سخته ګرمي وه ،

۲= په دغه سخته ګرمي کې دليري واټن دریګ ستونزمن سفر وو .

۳= دمسلمانانو داهل عیال نفقي او خرچي ختمي شوي وي .

۴= نیستي اوداړینوموادو سخت قلت و .

۵= دمديني دانصار و کښتونه اوباغونه پخیدو ته نږدي شوي وو.

۶= دشام ديوه زورورځواک سره دهغوئ په سیمه کې مخامخ کیدل و،په داسې حال کې چې دروم امپراطور هم دشام دځواکمنوکفارو سره دهرډول مرستي وعدي کړي وي .

۷= دمسلمانانو دسلاح اوجهادي تجهیزاتو هم سخت کمی وو ……اوداسې نور …

په دغه ټولو ستونزو کي ديوه قوي دښمن سره مخامخ جګړيېزه مبارزه کول اسان کار نه وو ،بس دغه مهال درښتونو مؤمنانو اوپه دين باندي دپوره باور نه لرونکومنافقانو دامتیاز اوبیلتون وخت وو ،مؤمنانو درسول الله صلی الله علیه وسلم امر ته لبیک وویل .اوتروسه یې دجهاد لپاره خپله تیاري پیل کړه ،منافقانو عذرونه شروع کړل اوغوښتل يې چې په ډول ډول بهانو اوپلموسره ځانونه له دي تشکیل څخه ګوښه کړي ، ځينو مخلصومؤمنان هم له دوئ څخه په تقلید سره ځان آخوا اوديخوا کول ، په دې مهال دغه آیتونه نازل شول ، اومومنانوته وویل شول : څه شوي دي په تاسو ؟چې کله   درسول الله [ صلی الله علیه وسلم ] جهاد ته دتلو امر وکړ ، نوتاسو دپاته کيدولپاره په حیلو اوپلموپیل وکړ ، اونه غواړئ چې جهادته ولاړشئ ، آياتاسو ددنيا ژوند دآخرت په ژوند اونعمتونوباندي غوره ګڼئ ، تاسوداخرت دتلپاتی اومنعم ژوند په بدله کې ددنیا ژوند خوښوئ ! ددنیا نعمتونه اوژوند خو دآخرت دحسینو اوتلپاتو نعمتونو په مقابل کې ډير لیږ شی دی .

ددغه آيتونو دنزول څخه وروسته دمسلمانانو حوصلي لوړي شوي اودغه ټولو ستونزو ته يې اوږي ورکړي اودمنافقانو پرته نور ټول مسلمانان درسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملګري شول (پرته دڅومخلصومؤمنانو) اودرسول الله صلی الله علیه وسلم ددغه تشکیل ټول ملګري نږدي ۳۰۰۰۰ تنوته رسید، رسول الله صلی الله علیه وسلم دتبو ک په سیمه کې سنګرونه   ونیول ،دروم قیصرته يې یولیک واستول اوپه هغه کې يې داسلام دعوت ورکړل ،کله چې دغه لیک دروم قیصر ته ورسید ډیرورځيني متاثره شو، اسلام ته يې زړه مائل شو مګر قوم يې ورسره موافقه ونه کړه ،خو دشام له بادشاه غسان سره يې دکړي مرستي وعده بیرته واخسته ، چې ورسره دشام دغسان اودهغوئ دلښکرو په زړونو کې درسول الله صلی الله علیه وسلم اودهغه دملګرو ویره نوره هم زیاته شوه اوله جنګ څخه بي زړه شول . فتح اوبری دمسلمانانو په برخه شول .

الحاصل : په دي اوورپسي نوروآيتونو کې مسلمانانو ته جهاد ته دتلو دعوت اوترغیب دی ، چې ددنیا دلیږ عیش اوژوند لپاره جهاد ایله کول یاپه پلمواوبهانو ځان یوي خواته کول درښتوني مسلمان کار نه دی ،بلکه دمؤمنانو لپاره دآخرت تلپاتي ژوند اونعمتونه ډیراهمیت لري .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب