آیا د جنابت په حال کې مونځ کولی شم؟

سوال:
محترم مولوی صاحب السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
د اصلاح انلاین نه په مننه خوشحاله شوم چې تاسو دينې پوښتنو ته ځوابونه وایاست!
نو په دې هکله زه يوه پوښتنه لرم هغه دا چې:
که يو څوک جنوب شوی وي او د یوه عذر په سبب غسل ونه کړی او یا د غسل لپاره اوبه نه وي او سهار اودس وکړي او لمونځ اداء کړي آیا دغه لمونځ د جنابت به حال کې دغه ستړی اداء کولی شي او بيا د ماسبښین پر وخت غسل وکړي او ددغه لمونځ قضاء راوړی که نه؟
مننه
ځواب: مولوي مجيب الرحمن منصور

قدرمنه ورور!د جنابت په حالت کې لمونځ کول درست نه دي، مګر که څوک عذر ولري، بيا به د غسل پر ځان تيمم ووهي.

د مثال په توګه که څوک مريض وي که چېرې اوبه استعمال کړي نو مرض يې زياتيږي، يا په بدن کې زخم ولري او اوبه زخم ته ضرر رسوي، يا دا چې اوبه نه وي، يا دا چې اوبه ولري خو کمي وي که چېرې هغه اوبه استعمال کړي نو د څکلو لپاره اوبه ورسره نه پاتې کېږي او يا دا چې اوبه په داسې ځاى کې وي چې هلته د دښمن ويره وي او يا د وحشي ځناورو ويره وي.

نو په دې حالاتو کې د غسل او اوداسه پر ځاى تيمم وهل جائز دي او کله چې هم د اوبو په استعمال قادر شي نو تيمم يې له منځه ځي او له سره به غسل کوي او کوم لمونځونه يې چې په تيمم سره اداء کړي دي هغه صحيح دي.

او دلته تاسې خپل عذر نه دى مشخص کړى چې څه عذر دى، چې آيا له هغه سره تيمم وهل راوا کېږي او که نه؟

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب