آیا د وېښتانو کرل او د مخ سرجري روا ده ؟

زه دوه پوښتنی لرم:
اول داچی د زینت په خاطر د مخ پلاستک سرجری جواز لری کنه؟ مثلا د یو سړی مخ ډیر ګونځی لری او ډاکتر ورته ووایی چی دا د پلاستیک سرجری نه بغیر بل علاج نه لری . نو پدی صورت کی آیا پلاستک سرجری راو ده کنه؟
بله پوښتنه داده چی د ویښتانو لګول یا کرل جواز لری کنه؟

جواب :
مولوي امين الله ازره وال
بسم الله الرحمن الرحيم

په مقدماتې توګه بايد ووايو چې داډول جراحې عمليات په څو ډوله دي :
الف: ضروري جراحي عمليات :
اسلامي شريعت الله تعالى ددې لپاره راليږلى دى چې انسانانو ته مصالح راجلب کړل شي اومفاسد ترې دفع کړل شي بلکې اسلامي شريعت سر ترپايه پر مصالحوباندې مشتمل دى اومصالح ددين ضرورياتو پور ې تعلق لري اوضروريات ددين پنځه ګونو مقاصدو دساتنې لپاره رواشوي دي چې هغه دين،نفس،عقل،نسل اومال دى نو اسلام ددې شيانو ساتنه کوي په همدې اساس دا ډول جراحي عمليات هم دضرورياتو له جملې شول ځکه چې په دې سره دنفس ساتنه کيږي
داډول جراحي عمليات بيا په دوه ډوله ده :
1- ضروري عمليات چې له ظاهري بدن سره تعلق لري لکه داعضاوو پيوندکول په دې کې شک نشته چي له دې ډول جراحي عملياتو سره زينت اوجمال رامنځ ته کيږي البته دلته مقصود اصلي جمال او زينت ندى په ضمني توګه زينت اوجمال رامنځ ته کيږي اوکه په قصدي توګه وي بياهم باک نه لري .
هغه جراحي عمليات دى چې له ظاهري بدن سره تړاو نه لري
ب: هغه عمليات دى چې جراحت ته پکې ضرورت نه وي لکه په تمرين اود دوا په وسيله تجميل اوزينت حاصلول چې په دې ډول یعنې سپورت ښکلا حاصلول جواز لري.

د اسلامي شريعت له مخې ددې احکام .
هغه جراحې عملیات چې جواز لري :
اول : لکه دماشوم ختنه کول اوداسې نور دا ډول عمليات ددين د مکملاتواو محاسنو له جملې څخه شيمرل کيږي .
دويم : لکه دزنانه وو لپاره دغوږونو اوپوزې سوري کول داهم دښځو لپاره روادي دليل يې داحديث دى ( عن ابن عباس قال: “أمرهن النبي بالصدقة فرأيتهن يهوين إلى آذانهن وحلوقهن) رواه البخاري.
ژباړه : له ابن عباس رضي الله عنهما نه روايت دى هغه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ښځوته په صدقه اوخيرات کولو حکم وکړ دى وايې چې ما ليدل چې دوى به خپلو غوږو نو اوغاړو ته لاسونه غزول ( خپلې غوږوالۍ اوغاړکۍ يي صدقه کولې) داحديث امام بخاري روايت کړى دى

درییم : که دیوچا مخ اوسوزي او یاهم په تیزابو خراب شي ، یاهم دیو کس کوم غړی په جګړه یا په ترافیکي حوادثو کې ضایع شي، یا په پیدایشي ډول دیوچا دلاس شپږ ګوتې وي ، یا دچا غوږ نه وي ، یایې پوزه نه وي، او یاهم دومره بدرنګه وي چې هیڅ کتل ورته نه کیږي او مخ یې داسې خراب وي چې دنورو کرکه ترې کیږي ، نو کولای شي چې جراحي عملیات وکړي او خپله ستونزه حل کړي.
چې دا ډول عملیات روا او جائز دی .

دويم غيرمشروع اوناجائزه عمليات :

لکه وشم (په لاسونو يا دبدن په کومه بله برخه باندې شنه ياتورخالونه په مخصوصه طريقه جوړل لکه چې په ځيني خلکوکې رواج لري چې هغه بیا په وینځلو له مینځه نه ځي ) په دې اړه الله تعالى فرمايلي دي چې شيطان داسې ژمنه وکړه (ولأضلنهم ولأمنينهم ولآمرنهم فليبتكن آذان الأنعام ولآمرنهم فليغيرن خلق الله ومن يتخذ الشيطان ولياً من دون الله فقد خسر خسراناً مبيناً).عبدالله بن مسعود رضي الله عنه اوحسن بصري رحمه الله همدا معنا ترۍ اخلي .

په حديث شريف کې راغلي (عن ابن عمر عن رسول الله : “لعن الله الواشمات والمستوشمات، والنامصات والمتنمصات، والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله) رواه البخاری ومسلم
رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي چې : لعنت کړي الله جل جلاله هغه ښخې چې پر بدن نورو ته رسمونه وباسي او هغه ښځې چې له نورو غواړي چې پرهغې رسمونه ویستل شي ، او هغه ښځې چې دنورو ښځو دوروځو بڼو ویښته اخلي او هغه ښځې چې خپلې وروځې نرې کوي ، او هغه ښځې چې خپل غاښونه نری او یا لرې کوي ددې لپاره چې ښایسته شي او هغه کسان چې دالله په خلقت کې بدلون روالي .

دپورتني مقدماتې څیړنې په رڼاکې ويلى شو چې: دزينت اوجمال په خاطر په سرباندې ويښتان کرل اويا دمخ وغيره ګونجې لرې کول اويا د وروزو ويښتان نري کول لکه چې ځنې زنانه داکارترسره کوي اوداسې نور
چې دا ټول حرام دی او الله دهغه رسول پرداسې کسانو لعنت ویلی، همدارنګه که یوڅوک په عادي ډول بدرنګه وي (په داسې حال کې چې په انسان کې کوم غټ عیب نه وي نو هغه الله ښکلی خلق کړی) یایې پوزه لږ غټه وي یایې مخ لږ کونځې لري ، که چیرې دپوزې دنری کولو ، یاد خپل بدن یا مخ دښایسته کولو لپاره جراحي عملیات کوي ، چې دا کار دشیطان کار او حرام دی .
والله اعلم

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب