آیا غربۍ ښځه آزاده او که مریۍ ده؟!!

 

په یوه خطرناک راپور کې چې  د (CNN) امریکايي خبري چينل خپور کړی، هغه دناروا جنسي خواهشاتو دپوره کولو لپاره پرښځو تجارت دی، راپور زياتوي چې دا فیصدي کال په کال زياتېږي، نوموړی راپور د (Johns ) پوهنتون چې په متحده آیالاتو کې دی؛ دڅیړنې په بنا دا برڅیره کوي:

په غربي نړۍ کې دوه میلونه ښځې او ماشومانې دیو کال په دننه دمريۍ په توګه پلورل کېږي.

۱۲۰ زره (یولک او شل زره) ښځې دختيځي اروپا (روسیه او نورو شاوخوا بې وسه دولتونو) څخه لویديځې اروپا ته دهمدې موخی لپاره آستول شوي.!

هغه ښځې چې د ښتيځي آسیا څخه دامریکا متحده آیالاتو ته درومي؛ په (۱۶) زره ډالر پلورل کېږي، چې بیا ترې په بدکارۍ او پلیتۍ کې استفاده کېږي.!

نږدې دوه لکه (۲۰۰۰۰۰) نېپالۍ ماشومانې دکال په دننه کې په هند کې دمریۍ په شکل پلورل کېږي!

نږدې لس زره (۱۰۰۰۰) روسۍ مېرمنې په اسراییلو کې په اجباري توګه بدکاري ورسره کېږي.

لس زره (۱۰۰۰۰) سریلانکۍ پیغلو باندې په اجباري ډول بد کاري کیږي.

او دبورما حالت ډېر خطرناک دی چې په کال کې دغه عدد (۲۰۰۰۰) شل زرو ته رسېږي.

– دارنګه خبر هغو ته چې دمسلمانو مېرمنو دحقوقو او ازادۍ نارې وهي ، د رد لپاره قوي دلیل دی، هغوی کوم حقوق مسلمانو مېرمنو ته ورکوي، کومه آزادي ورته غواړي، زما په اند هغوی داحقوق ددې لپاره ورته غواړي ترڅو د اسلام څخه يې آزاده کړي.

دغه دی مونږګورو چې غربي نړۍ دتمدن او ترقۍ خبرې کوي، مګر ټولنیز فساد ، جنسي شهوت او مادیت پرستي يې دېته اړ کوي چې شریفه او پتمنه مېرمن دخرڅلاو جوګه کړي، دیو څو انو لپاره هغه بې پته کوي، او مقابل کې ددغې پتمنې مېرمن اخیستونکي خپل جنسي شهوت پرې ترسره کوي او بیا يې په لارو او کوڅو کې غورځوي، چې دا زما په اند دځنګل دقانون څخه ورآخوا قانون دی.

همدارنګه دنړېوالي دبخښنېټولنې دښځو په اړه دیوې غونډې په ترڅ کې دېته اشاره وکړه چې دښځو حالات د ډېر خطر سره مخ دي، په دې غونډه کې یاد شول چې په میلیونونو ښځې دتعذیب ، اغتصاب او وهلو سره په ورځني ډول مخ دي.

نوموړې ټولنه زیاتوي چې په غربي نړۍ کې د پنځو مېرمنو څخه یوه مېرمن دجنسي تیري ښکار ګرځي، او په هر دولس ثانیو کې یوه مېرمن له وهلو سره مخ کېږي، او یواځې دامریکا په متحده آیالاتو کې اوه سوه مېرمنې دیو کال په دننه کې اغتصابېږي.

نوموړې ټولنه زیاتوي: په ځيني اسلامي دولتونو لکه مصر، عراق او پاکستان کې هم دا اجرامات زیات شوې. (او داځکه چې هغوی داسلام دسپېڅلي منهج څخه لري شوي دي)

نو په آخر کې اي مسلمانې مېرمنې دا دغربې نړۍ دښځو حالت دی، هغوی خپلو ښځو ته دا حقوق ورکړي نو تاته به يې کوم حقوق په نظر کې نیولي وي.

احمد سعید کاموال

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب