آیا غواړئ چې پیاوړي واوسئ او د ژوند له ستونزو سره مبارزه وکړی شئ؟

په ټولګي کې استاذ د درس په پیل کې د اوبو ډک ګیلاس راپورته کړ، تر څو ټول شاګردان ېې وویني، بیا ېې له خپلو محصلینو څخه وپوښتل: ستاسې له نظره به د دې ګیلاس وزن څومره وي ؟

محصلینو ځواب ورکړ: 50 گرامه یا شاید 100 گرامه یا هم 150 گرامه.
استاذ وویل: زه نشم کولی چې له وزن کولو څخه پرته د دې ګیلاس وزن تاسې ته ووایم، خو زما اصلي
پوښتنه دا ده چې: که چېرې زه د یو څو دقیقو لپاره دا ګیلاس په لاس کې همداسې ځوړند ونیسم، څه به راپېښ شي ؟محصلينو ځواب ورکړ: هیڅ هم نه کیږي.
استاذ بیا وپوښتل: که چېرې زه د یو ساعت لپاره دا ګیلاس همداسې ځوړند ونیسم، نو بیا به څه پېښ شي؟
له محصلینو یو تن ځواب ورکړ، ښايي ستاسې لاس لږ لږدرد پيل کړي.
استاذ ورته وویل: ډېر ښه! سمه خبره دې وکړه.
او بیا ېې له دوي څخه وپوښتل: اوس ېې که چېرې زه ټوله ورځ ونیسم، نو څه به پېښ شي ؟
بل محصل راغږ کړ او ويې ویل: ستاسې لاس به بې حسه او د لاس عضلې به مو تر فشار لاندې راشي، او کېدی شي فلج شي، او آن ستاسې خبره تر روغتون پورې ورسیږي.
د دې خبرې په اورېدوټولو محصلینو یوه شېبه وخندل، بیا استاذ ورته وویل: ډېر ښه ځواب او بیا ېې له دوي څخه بله پوښتنه وکړه.
په دې وخت کې چې زما لاس به هم فلج شوی وي، آیا د ګیلاس په وزن کې به څه تغیر راغلی وي؟ ټولو محصلینو ځواب ورکړ: نه، هیڅ تغیر به پکې نه وي راغلی.
استاذ وویل: اوس تاسې ما ته دا ځواب راکړئ چې: بالآخره هغه کوم څیز دې چې زما د لاس عضلې ېې تر فشار لاندې راوستلی دي؟ او دا هم را ته ووایاست چې د فلج څخه د خلاصون آسانه لاره څه ده؟
د دې پوښتنې په اورېدلو سره ټول شاگردان لږ حېران شول، او څو شېبې په ټولګي کې خاموشي خپره شوه، بیا د صنف له کونج څخه یو تن را غږ کړاو ويې ویل: قدرمن استاذه! زما په فکر شاید د حل غوره لاره دا وي چې ګیلاس باید پر ځمکه کېږدو. استاذ ورته وویل: ډېر ښه! د ژوند ستونزې هم په همدې ډول دي.
اوس به اصلي خبرې ته راشو، او هغه دا چې د ژوندانه ستونزې هم باید د ذهن پر ځای پر ځمکه کېږدو.
ګرانو محصلینو:
د ژوند ستونزې په خپل ذهن کې د اوږدې مودې لپاره مه ساتئ، او که چېرې ېې تاسې په اړه د اوږدې مودې لپاره فکر وکړئ، نو ماغزه به مو په درد کړي او که له دې څخه مو لا هم زیاته توجه ورته وکړه، نو تاسې به فلج شئ، او فلج د ناتوانۍ ستره علامه ده، نو بیا به تاسې هیڅ کار نشۍ کولی.
د یو عاقل انسان په توګه، که څه هم مونږ باید د ژوندانه د ستونزو او د ټولو هغو مشکلاتو پر وړاندې چې زمونږ ژوند ګواښي، په اړه فکر وکړو، تر څو ورته د حل مناسبې لارې پیدا کړو، خو دا هیڅ کله هم د دې معنا نلري چې دا ستونزې دې مونږ تر خپل روحي فشار لاندې راولي، او یا دې مونږ د هغو پر وړاندې تسلیم شو، بلکې ښايي چې د هرې ورځې په پاې او له خوب څخه څو شېبې وړاندې هڅه وکړو، تر څو دا ټولې ستونزې هیرې کړو، په دې توګه سره به وتوانیږو چې د روحي فشارونو څخه خلاصون ومومو او که چېرې داسې ونکړو، نو نه یواځې دا چې آرام خوب به ونه کړو، بلکې زمونږ ستونزې به هم نه وي راکمی شوي.
د شپې مهال د ستونزو هېرولو یوه ګټه دا ده چې وبه کولی شو سهار د یوې نوې جذبې سره له خوبه راپاڅو، په نوې ورځ کې د نویو فکرونو په مټ د ستونزو سره مبارزه وکړو، او په پوره ډاډ، پیاوړې ارادې او ځواکمنو تصامیمو سره د ژوند هر ډول ستونزو څخه د خلاصون لپاره د حل مناسبې لارې چارې ومومو.
اخلاقي درسونه :
• دا یو تریخ حقیقت دی چې که ژوند کې وغواړو یا ونه غواړو له یو ډول ستونزو سره به خامخا مخ کیږو.
• په خپل ژوندکې د ستونزو پر ځای باید د حل په مناسبو لارو چارو فکر وکړو.
• د ژوندانه ستونزو په اړه فکر له حده زیات فکر کول د ځان د وژلو په معنا دي، چې کېدلای شي زمونږ فکر فلج او صحت مو له ګواښونو سره مخامخ کړي.
• د ستونزو پر مهال له صبر او زغم څخه کار اخستل زمونږ د ګناهونو د رژېدو سبب ګرځي.
• د ستونزو پر مهال د غصې او خشونت پر ځای د عقلانیت څخه کار اخستل د کامیابۍ ستر راز دی.
• کله کله ستونزې یو لړ ګټې هم لري، او هغه دا چې دا ستونزې مونږ هغو څېزونو ته متوجه کوي چې پخوا ترې ناخبره وو.
• ستونزې د ژوند تجربې زیاتوي او زمونږ په بېدارولو کې مهم نقش لري.
• دا ستونزې د آلارم زنګ (alarm clock) په څېر دي، چې که څه هم مونږ په لوړ آواز راويښوي، خو باید
د دې زنګ د ماتولو پر ځای له هغه څخه مننه وکړو.
• هره ستونزه یو درد لري، باید دا درد هېر کړو، او په نوي فکر سره ېې پر وړاندې ېې کلکه مبارزه وکړو.

سرچینه: د سلام مجله
ترجمه: م. خ. ملکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب