آیا غواړې قائد او مشر شې؟ د رهبريت لپاره کوم صفات اړين دي؟

الف: شخصيت: مونږ د خپل شخصيت پيژندلو كوښښ كوو د دې سره سره بايد دهغه د تعمير جوړاوي او لوړوالي هم كوښښ وشي.
۱- موخې اوپلان : پدې لړۍ كې:
(۱)په خپله د خپلو موخو اومقاصدو يوه مسوده وټاكه بلكې هغه وليكه .
(۲) خپل شخصيت د هغو موخو اومقاصدو سره سم پلان جوړ كړه.
(۳) داسې وانګيره چې په تاكې كوم كوم ناوړه اوتخريبي عادتونه دي چې هغه پريښودل غواړي يو فهرست (لړليك) جوړ كړه.
(۴) په تاكې كوم كوم ښه او تعميري عادتونه شته چې هغه بايد غوره كړې دهغو به هم لړليك جوړ كړې.
(۵) د خپل شخصيت د جوړښت لپاره كومو كومو اوزارو ، كوم د (علم اوفن) سامان او كومو لارو چارو ته اړتيا ده چې هغه تاسې كاروئ.
۲- ته دخپل شخصيت د ښكاره كولو لپاره څو څيزونه پريږدې او څو خپلوې. كوم څيزونه چې پريښودل كيږي په لاندې ډول دي:
(۱) د شك حالت : دا ستاسې ارادې كمزورې كوي.
(۲) غير ضروري سوچونه: دغه د منفي ډول فكر لورته سړى بيائي د دې لامل كيږي چې شخصيت د زوال په لور روان شي ، ډول ډول ناروغي منځ ته راوړي او انسان په خپله خپل ځان ملامتوي او كوم حالات ، پيښې اوكارونه يې چې له اختيار نه بيرون دي په هغو كې دې فكر بالكل پريږدي.
(۳) خوف (ويره): دا نه ترقي وركولى شي او نه تيارى وركولى شي، دالله پر ذات پوره باور او بروسه لره.
(۴) د سستۍ ، تنبلۍ او د ټال مټول عادت او د نن كار سبا ته د پريښودلو رويه.
۳- هغه څيزونه چې خپلول يې په كار دي دا دي:
الف : يقين : د ټولو كارونو،مصرفيتونواو د شخصيت مركزي ټكى همدا دى د دغه يقين د ټينګولو كوښښ بايد وشي.
ب: اعتماد (باور): څه چې تاته راځي اوڅه چې تاسره دي او څه چې په راتلونكي كې كاروېد دغو څيزونو په اړه بايد اعتماد او باور ولرې او د دغه اعتماد د زياتوالي كوښښ دې وشي.
ج : همت : د مخكې تګ او پرمختګ كولو جذبه او د حالاتو سره د مقابلې كولو عزم پيداكيږي.
۴- د لاندنيو ذاتي ښيګڼو د زياتوالي كوښښ دې وشي:
۱-رويه ۲- ايجاد او نوښت ۳- مشاهده ۴-توجه (پاملرنه)
۵- تكميل ۶- تعميري او تخليقي خيالونه ۷-د فيصلې قوت
۸- د حالاتو سره سمون ۹- انتظامي وړتياوې۱۰- د نظر ښكاره كولو وړتيا او ۱۱- علم.
۵- دلاندنيو بديو اوخرابيو د ليرې كولو كوښښ دې وشي:
(۱)خپله ځان ملامتول (۲) حساسيت (۳) خپل غرضي (۴) بد سلوكي او چلن (۵) كمزوري (۶) نفرت او كركه (۷) بي قناعتي (۸)بي زړه توب (۹) رنج( ځوريدل) (۱۰)غصه (۱۱) رخه او بغض.
پورتني امور كم له كمه په شپږو اونيو كې پلان كړې او د هرې اونۍ لپاره دې وړې وړې موخې وويشي او تعقيبوې دي.
ب: په زړونو كې ځاى پيداكول:
د قائد جوړيدو لپاره اړينه ده چې هغه خلكو ته په ښه نظر وګوري چې كلهيې د هغوى سره ملاقات اومخ كيدل وي هغوى ترې خوښ وي هغوى دا احساس كړي چې هغوى يوه ښه فرد سره مخ شول ، دخلكو په زړونو كې د ځاى پيدا كولو لپاره پورهخوارۍ ، سختيو او سرښندونو ته اړتيا ده ، پدې لړ كې يو څو وړانديزونه كيږي:
۱- په يوې سروې كې چې وپوښتل شي چې په خلكو كې د كومو ښيګڼو په ليدو غوره كيږي نو د ډيرو ځواب په څلور نكتو كې خلاصه كيږي: (۱)ذهانت (زيركي) (۲)خوش طبعي (۳) مينه ناكه رويه او(۴)د مزاج يو والى.
۲-هر كار د الله لپاره كول په خپل شخصيت كې د رښتنولي، پاك زړي توب بي ريائي او صداقت خپلولو سره په خلكو خپل محبت او درنښت زياتولى شي.
۳- د خپل ژوند بنسټيزه او لارښوده فلسفه له ځانه سره ساته خلك ستا استقامت او پائښت ته ګوري او تا خوښوي.
۴- په معاملاتو او اړيكو كې بي پرې اوسه له خلكو اودوستانو نه ډيرې هيلې مه لره . د ښو اړيكو اوچاپيريال ساتلو لپاره له خلكو نه د هيلو كمول ډير اړين كار دى.
۵- دخلكو د ښو اوښيګڼو د كوښښ پله درنه ساته خلك د ستا په اړه هم ښه تصور كوي.
۶- خوښ او تازه اوسه ، مسكا كوه ، د مسكا لرونكي مخ لرل دحضور صلی الله علیه وسلم سنت او د هغه صلی الله علیه وسلم لارښوونه ده . د مسكا لرونكي مخ دوې ګټې دي: يوه دا چې مسكا په قدرتي ډول ذهانت او زيركي ښكاروي او بل د اچې خلك په تاسې د خپل ځان د دوست او ملګري خيال كوي.
۷- خپل احساسات بايد قابو كړې ، د غصې اوقهر دې نه ښكار كيږي اوپه غير عادي حالاتو كې هم د ويرې اوپريشاني نه بچ پاتې شې.
۸- دخپل ځان درنښت وكوې ، او خپل وقار لوړ وساتې ، د عمر ، چاپيريال اومسئوليتونو په نظر كې نيولو سره كار وكړې .
۹- خپل ظاهري شخصيت هم ښه جوړ كړې، خپلې خامۍ ليرې كړې ، ناوړه حركات پريږدې، دخلكو په وړاندې په پوزه اوغوږ كې ګوتې نه وهي ، غاښونه صفا ساتي، ويښته برابر جوړوي ، روغتيا ته پاملرنه كوي ، ساده او مناسبې جامې غوره كوي ، په كاليو زياتې پيسې نه لګوي خو په نامناسبو جامو په خپل شخصيت ناوړه اغيز هم نه پريږدي.
۱۰- په خپلې وينا اود خبرو په انداز كې ښه والى راولي ، په غږ كې خوږوالى پيدا كوي ، خپله مورنۍ ژبه يې درسته كړې او په خپله وينا كې د نورو ژبو آچار نه جوړوي.
۱۱- عامه اخلاق اود ډول طريقو د ( ايټي كيټ) منل شوي عام اصول او قواعد د قرآن او حديث په رڼا كې خپل كړي.
۱۲- چا ته به خامخا په يوه فن اوعلم كې كمال حاصل وي كنه په راتلونكي كې به تاسې د هغه كمى احساسوئ د راتلونكي پيړۍ د غوښتنو په اړه معلومات تر لاسه كړئ او پدې لړ كې خپله اوخپل ملګري او خپل نسل وروزئ.
۱۳- د اړتيا پيژندلو نازك احساس، پيداكول ، چې په اصطلاح كې ورته فراست ويل كيږي ، د راتلونكو معاملو لرليد د خطرونو او دسيسو د پيژندلو وړتيا پيداكول ، د فكر قوت پياوړى كول او د راتلونكي په اړه د خپلسوچ جوړولو كوښښ وشي.
۱۴- د نورو خلكو عزت نفس په پام كې نيول، دهغوى په ښيګڼو او كړو وړو كې د هغوى حوصله لوړول، دهغوى پسې شا د هغوى پر شخصيت ناروا تبصره نه كول ، كه هغه شخص دغه تبصره نه اوري نو الله جل جلاله يې اوري ، چې عزت اوذلت د هغه په واك كې دى.
۱۵- كه چيرې داسې خبرې اترې كيدې چې تاسې هم پكې برخوال وئ نو تاسې پكې دلچسپي مه اخلئ.
۱۶-دخپل ځان په اړه ډيرې خبرې مه كوئ.
۱۷- د اړتيا پر مهال د خپلو ملګرو څخه مشوره كوه ، پداسې ډول چې هغوى ته د خپل اهميت اندازه ولګيږي ، چې ته هغوى ته دقدر په سترګه ګورې او په ښه زړه له تاسره مرسته وكړي.
۱۸- د خلكو نومونه يادوه او هغوى ته په ښو نومونو آواز كوه.
۱۹- د نورو سره د مرستې لپاره هر وخت چمتو اوسه .
۲۰- خپل داخلي جوش او ولوله ثابته ساته او خپل ټول كارونه په توازن سرته رسوه.
۲۱- له خپل شخصيت نه د دغو خاميو د ليرې كولو پوره كوښښ دې وشي:
(۱)خپل غرضي (۲)په لباس اوظاهري حالت ته بي توجهي (۳)ځان خوښونه (۴) ناهيلي(۵)ځانله توب اوانزوايي توب (۶) د دروغو شيخي(۷)بي پروايي(۸)بي وفايي(۹)بد خلقي (۱۰)تشويشي او(۱۱) له كاره ويريدل .
۲۲- الله تعالىٰ ته دې داسې دعا وكړي : اى الله ! دخلكو په زړونو كې زما مينه او محبت پيدا كړې ، مونږ په خپلو سترګو كې واړه او د خلكو په نظر مو غټ جوړ كړې زما ظاهر ښه او ښائسته كړې او زما باطن زما له ظاهر نه هم ښه كړې.

سرچينه: د نن داعي د سبا قائد او رهبر دى – کتاب

ليكوال : محمد بشير جمعه

ژباړن: محمد امان “رسولي”

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب