آیا مسلمان او کافر سره برابر دي؟

ځینی خلګ داسی فکر کوی چی مسلمان او کافر سره یو ډول دی او ټولو ته باید په یوه سترګه وکتل شی ، پدی خاطر دئ چی زمونږ په هیواد کی ځینی خلګ هر هغه چاته چی ددی هیواد تابعیت ونلری خارجی وایی ، فرق نکوی که امریکایی وی که عرب مسلمان وی او که دیوه بل اسلامی هیواد مسلمان تبعه وی ، خو دا ډیره غلطه مفکوره او غلطه عقیده ده ، مسلمان او کافر هیڅ وخت نشی سره برابریدلائ ځکه :

1.      مسلمان د الله پاک د مخلوقات تر ټولو بهترینه مخلوق دئ لکه په قرآن شریف کی چی راځی: إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ. [سورة البنیة 7] یعنی هغه خلګ چی ایمان یی راوړئ دئ او ښه کارونه یی کړیدی دوی بهترینه د مخلوقاتو دی. د

دی پرعکس خدای پاک دکافرانو  په باره کی فرمایی: إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أُولَئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ. [سورة البینة6] یعنی هغه خلګ چی کافران سوی دی د اهل کتابو (یهود او نصاری) او مشرکینو څخه دوی به تل په اور کی د جهنم وی ، او دوی بدترینه دمخلوقاتو دی.

اوس دا څنګه کیدلائ شی چی بهترینه د مخلوقاتو او بد ترینه د مخلوقاتو دی سره برابر شی؟؟؟

2.      دکافرانو په باره کی خدای پاک فرمایی: إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِنْدَ اللَّهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ. [سورة الانفال 22] یعنی بد ترینه د هغو ژویو چی پر مځکه باندی ځی د الله په نزد هغه خلګ دی چی کاڼه اوګونګیان دی هغه خلګ چی عقل نلری. (کافران) . او د مسلمانانو په باره کی فرمایی: إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتُ النَّعِيمِ. [سوره لقمان 8] یعنی هغه خلګ چی ایمان یی راوړئ دئ او ښه کارونه یی کړیدی ددوی لپاره دنعمتو څخه ډک جنتونه دی.

your ads

3.      په قرآن شریف کی په سوره بقره کی دحرمت د نکاح د کافر اوکافری په بحث کی ، الله پاک فرمایی: وَلَعَبْدٌ مُؤْمِنٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ.[سوره بقرة 221] یعنی مسلمان مریئ تر حر کافر بهتر دئ کڅه هم هغه تاسو ته خوند درکړی. په همدغه آیت کی فرمایی: وَلَأَمَةٌ مُؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ.[سوره بقره221] یعنی مسلمانه مینځه تر کافری حری ښځی بهتره ده کڅه هم هغه تاسو ته خوند درکړی.

  1. مسلمان خاوند دایمان ، ژوند اوروښنایۍ دئ ، او کافر خاوند دکفر، مرګ اوتاریکۍ دئ ، هیڅکله إیمان اوکفر ، روښنایی اوتاریکی ، ژوند اومرګ نشی سره برابر کیدلائ لکه په سورة الانعام کی چی راځی: أَوَمَنْ كَانَ

مَيْتًا فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُورًا يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ كَمَنْ مَثَلُهُ فِي الظُّلُمَاتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِنْهَا.[سورة الانعام122] یعنی آیا سره برابردی هغه څوک چی مړوی نومونږیی ژوندئ کړو اودهغه لپاره روښنایی جوړه کړو چی دئ دخلګومینځ کی پکی روان وی او هغه څوک چی په تاریکیو کی روان وی هیڅ نشی ځنی وتلائ؟. یعنی ندی سره برابر.

  1. مسلمان سترګی والادئ اوکافر ړوند دئ ، ایا سترګ داره اوړوند سره برابردی؟ ، هیڅکله نشی سره برابرکیدلائ. قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمَاتُ وَالنُّورُ.[سورة الرعد16] یعنی ووایه چی آیا سره برابردی ړوند اوسترګ داره؟ او آیا سره برابردی تاریکی اوروښنایی؟.یعنی ندی سره برابر.چی په سوره فاطر کی هم دیته ورته آیاتونه راځی: وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ * وَلَا الظُّلُمَاتُ وَلَا النُّورُ.[سوره فاطر19 – 20 ].

6.      مسلمان جنت ته ځی ، کافر ودوزخ ته ، نو لکه جنت او دوزخ چی سره برابر ندئ، دوی ته ورتلونکی انسانان هم سره برابر ندی. وَلَا الظِّلُّ وَلَا الْحَرُورُ. [سوره فاطر21] یعنی سایه (جنت) او ګرمی(دوزخ) سره برابر ندی. لکه په بل آیت کی چی صراحتا راځی: لَا يَسْتَوِي أَصْحَابُ النَّارِ وَأَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمُ الْفَائِزُونَ.[سوره

حشر20] یعنی خاوند د اور اوخاوند دجنت سره برابر ندی ، خاوندان دجنت کامیاب دی. اوخاوند د دوزخ ناکام

دمسلمان څخه الله پاک خوشحال دئ ، خو د کافر څخه خوابدئ ، نو څنګه کیدلائ شی دوی دوه دی سره برابر شی ، دمسلمان په حق کی الله پاک فرمایی: رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ.[سوره بینه 8] یعنی الله پاک ددوی څخه خوشحال دئ او دوی دالله پاک څخه خوشحال دی. او په باره کی دهغه کسانو فرمایی چی پر کفر باندی مړه شی: إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ.[سوره بقره161] یعنی هغه خلګ چی کافران شویدی او دوی پر کفر باندی مړه شی پر دوی دی الله ، ملائکو او ټولو خلګو لعنت وی.

خلاصه مسلمان د الله مرحوم دئ او کافر یی ملعون دئ نو څنګه کیدلائ چی مرحوم او ملعون دی سره برابر شی.

نو باید هر مسلمان په خپل اسلام باندی فخر وکړی او په قدر یی پوه شی ، او د الله پاک لپاره شکر آداء کړی چی مسلمان یی پیدا کړئ دئ او د کفر څخه یی ور ته نجات ورکړئ دئ، او دالله پاک ټوله آوامر پرځان باندی عملی کړی ، او دنواهی څخه یی ځان وژغوری.

هیڅکله مسلمان دکافر سره مقایسه نکړی ځکه مسلمان دکافر سره په هیڅ وخت کی برابر ندئ کڅه هم ګناهکار وی.

لیکوال: ابو محمد نور الحق مظهري

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب