آیا مینه ګناه ده؟

هیڅوک نشي کولی د زړه میلان ته حرام ووایي، مګر په هغه صورت کې چې دا د لوبو کولو یوه پلمه وګرځي،

پوښتنه:

غواړم د تحصيل له پاى ته رسولو وروسته د خپلې زړه د خوښې نجلى  سره واده وکړم. نو د ښځو سره مخکې له مخکې مینه کول څه حکم لري؟ مباح دي که حرام؟

ځواب:

بسم الله و الحمدلله، و الصلاة و السلام علی رسول الله،

و بعد:

هیڅ داسې شرعي دلیل نشته چې د ښځو سره مینه کول پرې حرام وګڼل شي، ځکه دغه مینه یو طبیعي کار دی، انسان یې په تړاو هڅه او کوښښ نه کوي، بلکې په طبیعي ډول یې زړه هغې ته میلان لري، نو ویلی شو، چې دا رنګه طبیعي مینه مباح کار دی هیڅ ګناه پکې نشته، خو یاده دې وي چې، د دغه مینې ترعنوان لاندې د پیغامونو استول، د ټلیفوني خبرو او راکړه ورکړه، شرعا ناروا دی او جواز نلري.

هغه ځوان چې طبیعي مینه یې د چا په تړاو په زړه کې شته باید هغې ته د کوزدې وړاندیز وکړي، که چیرې یې په هکله هوکړه وشوه نو دا به د خدای یو لوی نعمت او غټ فضل وي، او که چیرې موافقه تر سره نشوه، نو باید زلمۍ او پیغله خپل شرعي آداب مراعات کړي، یو د بله تړاو سره وشلوي، او د خدای ارادې ته ځانونه تسلیم کړي. نه باید د محبت او مینې تر نامه لاندې نامحرم کسان(نارینه او ښځینه) په دې دلیل سره ناسته پاسته وکړي، چې ګواکي دوی په راتلونکي کې د واده کولو هوډ لري، ځکه د غیبو علم یوازې د خدای سره دی او بل هیڅوک نه پرې پوهیږي، که یې زړه وي، سم دواره دې د کوزدې کولو تابیا وکړي، که نه نو بیا دې هسې په نامه ناسته پاسته نه کوي ځکه دا کار شرعا حرام دی، او ډیرې ناوړه اغیزې درلودلی شي په ځانګړې توګه د پیغلې په تړاو.

د ازهر د پوهنتون د اصول الدین د پوهنځي رییس دوکتور محمدالبهي رحمة الله علیه وايي:

هیڅوک نشي کولی د زړه میلان ته حرام ووایي، مګر په هغه صورت کې چې دا د لوبو کولو یوه پلمه وګرځي، چې په ترڅ کې یې د ښځو انساني کرامت د نرانو په وړاندې کمیږي، او د نرانو د مسؤولیت بار سپک ګڼل کیږي.

د ازهرپوهنتون استاذ ښاغلۍ عبدالرازق فضل وایي:

که چیرې د خبرو کولو محکمة جوړه شي، نو انصاف لرونکې ښځه به د ځان د کتلو په تړاو د مینې د ټکي پریکړه وغواړي، ځکه په دي ټکي ټول خلک روږدي شوي، تر دې چې د ضعیف نفس څښتنان یې په تړاو هر څه جایز بولي، محرماتو ته کتل، ورسره خبرې کول، ناسته پاسته ورته هیڅ ګناه نه ښکاري، چې دا په ډیره زړه ورتیا د خدای له امرونو ښکاره سرغړونه ده، ځکه پاک خدای امرکوي چې محرماتو ته مه ګورئ، د فرجونو ساتنه وکړئ، او همدایې د فرد او ټولنې د بریالیتوب شرط ګرځولی.

لکه څرنګه چې د ښځې او نر فطري تړاو شته، خو دا هم باید په یاد ولرو چې نارینه د ښځو لپاره فتنه بلل کیږي، او ښځینه د نرو لپاره، چې د دې فتنې د ورکولو یوازنۍ لاره د شرعې سره سم په مینه محبت واده کول دي اوبس،

ځواني د احساساتو دور دی

د ازهر پوهنتون لوی عالم عطیة صقر وايي:

پرته له شرعي لارو څخه د نرو او ښځو مینه کول ډیر خطرناک بریښي، په ځانګړې توګه د ځوانۍ په حساس وخت کې، ځکه په دې خطرناک وخت کې عقل د احساساتو تر اغیزې لاندې راځي، او کله چې عقل د احساساتو په وړاندې مات شي نو بیا لویې لویې ستونزې رامنځته کیږي، چې د بيلګې په توګه د شرف سپکاوۍ یادولی شو، کوم چې هرعاقل انسان یې د ټینګ ساتلو هڅه کوي.

څرکنده ده چې، د ځوانۍ دور د احساساتو دور دی، ریښتینې ملګري په کې ډیره کمه لیدله کیږي، هر وخت یې دریځ اوړي راوړي، تصمیم نشي نیولی، نن یوه سبا بله، او په همدې سره د انسان شته شرف او کرامت له منځه ځي او ټولنیزې ستونزې رامنځته کوي، نو د دې لپاره د ځوانانو په بازاري مینه زړه بایلل د عقل کمزوري بلله کیږي، بله دا چې په اسلام کې د ضررمنل او د ضرر رسول دواړه ناروا دي

(لاضرر ولاضرار فی الاسلام)

چې په بازاري مینې سره یوه لوري ته ضرر حتمي دی، د اسلامي لوړو آدابوڅخه دا هم دي چې باید د ټولو شکمنو ځایونوڅخه ځان لرې وساتو، تر څو دا شکمن ځایونه د ګناهونو لامل ونه ګرځي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک حدیث په زغرده موږ ته دغه ټولنیز واقعیت بیانوي او وایي

( ماترکت بعدي فتنة أضر من النساء) رواه بخاري ومسلم

زما نه وروسته ډیره خطرناکه فتنه د ښځو ده.

دا په دې معنا نه چې خپله د ښځو موجودیت فتنه ده، بلکې په دې معنا چې د ښځو په تړاو د نارینه وو زیاته لیوالتیا د فتنې سبب ګرځي، دغه لیوالتیا باید کنترول شي، چې د کنترول چوکاټ یې هم د اسلام سپیڅلي دین بیان کړی، لارښوونه کوي چې ځوانان باید د نکاح کولو هڅه وکړي.
و الله اعلم

سرچينه: اسلام آنلاين

ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب