آیا هلک کولاي شي چې یو شخص د نجلۍ د لیدلو لپاره د وکیل په توګه وګماري ؟

زه اوس مهال په فرانسه کې په کار بوخت یم او په همدې ښار کې یوې مېشتې جزائري انجلۍ سره غواړم واده تر سره کړم، آیا ما ته دا روا دي چې زه یو تن د هغې د لیدلو لپاره د وکیل په توګه واستوم تر څو هغه وویني او د عصري وسائلو د استعمال په نتیجه کې ما د هغې څخه خبر کړي؟
د ښاغلي ورور د دې پوښتنې په ځواب کې غواړو وایو چې :

فقهاء کرامو په دې اړه څرګنده کړیده چې که چیری د واده هلک د یوې انجلۍ د لیدلو لپاره یو وکیل وګماري؛ نو هغه ته دا روا نه دي چې دغې انجلۍ ته وګوري او دا کار ورته هیڅ جواز نلري.

البته که څوک وغواړي چې پخپلی نمایندګي او نیابت سره څوک واستوي تر څو هغه مخطوبه ( انجلۍ ) وګوري؛ نو د دې کار لپاره کولی شي چې خپله مور ، خپله خور او یا خاله د هغوي کور ته د لیدلو لپاره واستوي چې هغه به ورته ګوري او دا هڅه به کوي چې د هغې انجلۍ مواصفات [ عادت او سلوک ] ښه ځان ته په ډاګه کړي او دا خبره هم ځان ته معلومه کړي چې د دغه هلک له لوري ټاکل شوي شرطونه تر کومه حده پوری په دې انجلۍ کې موندل کیدلی شي ، بیا دې وغواړي [ البته له توافق او برابرښت وروسته دواړه کولی شي سره واده وکړي].

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب