آیا پل صراط حق دی؟ د هغه کیفیت څنګه دی؟

پوښتنه:

السلام علیکم و رحمه الله

آیا پل صراط حق دی؟ د هغه کیفیت څنګه دی؟

ځواب:

قدرمنه وروره! وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
روغتيا او خوشحالي مو غواړم، ستاسې د نيک احساس نه مننه چې د اسلام په اړه د معلوماتو په لټه کې ياست
د پل صراط په اړه د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه زيات احاديث را نقل شوي دى، چې د ثبوت لپاره يې دا يو حديث ستاسې مخې ته ږدم
فعن أبي هريرة – رضي الله عنه – عن النبي: “فيمر أولكم كالبرق، قال: قلت بأبي أنت وأمي، أي شيء كمر البرق ؟ قال: ألم تروا إلى البرق كيف يمر، ويرجع في طرفة عين ؟ ثم كمر الريح، ثم كمر الطير، وشد الرجال تجري بهم أعمالهم، ونبيكم قائم على الصراط، يقول: رب سلم سلم، حتى تعجز أعمال العباد، حتى يجيء الرجل فلا يستطيع السير إلا زحفا، قال: وفي حافتي الصراط كلاليب – جمع كَلُّوب حديدة معطوفة الرأس – معلقة مأمورة بأخذ من أمرت به فمخدوش ناج، ومكدوس في النار ” رواه مسلم
ترجمه
له ابي هريره رضي الله عنه نه روايت دى چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې فرمايي: لمړى ستاسې به په پل صراط لکه د بريښنا په شان تېريږي، ابوهريره وايي چې زما مور او پلار دې له تا څخه قربان وي، څه شى لکه د بريښنا په شان تللى شي، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل آيا تاسې بريښنا نه ده ليدلې چې څرنګه تيز ځي او بيا د سترګو په رپ کې بېرته راګرځي او دويم کس به د باد په شان ځي او بيا د مرغه په شان ځي او خلک به د خپلو اعمالو په اندازه په پل صراط باندې تېريږي او ستاسې پيغمبر به په پل صراط ولاړ وي او وايي به چې سالم يې وساتې سالم يې وساتې، تر دې پورې چې د بندګانو اعمال د تللو نه عاجز شي، تر دې پورې چې يو کس به راشي او تګ به نشي کولاى مګر دا چې په خيټه په ښويږي.
او په بل حديث شريف کې هم راغلي دي چې د پل صراط نازکوالى بيانوي
و روى البيهقي عن أنس رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: “إنّ على جهنم جسراً أدق من الشعر و أحدّ من السيف، أعلاه نحو الجنة،دحض مزلّة، بجنبيه كلاليب و حسك النار، يحشر الله به من يشاء من عباده،
ژباړه: په بيهقي کې له انس رضي الله عنه څخه روايت دى چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: په تحقيق سره په جهنم باندې يو پل دى چې له ويښته نه نازک دى او له تورې څخه تېره دى، پورته طرف يې د جنت خوا ته دى، ښوى او لړزيدونکى دى.
نو له دې احاديثو نه معلوميږي چې پل صراط ثابت او لکه څرنګه چې په احاديثو کې راغلى دى موجود دى.
والله اعلم

ځواب ورکونکی: مولوی مجیب الرحمن عاصم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب