آیا په افغانستان کې واقعاً اوس عیسائیت شته؟

ایا په ګران هیواد افغانستان کي واقعاً اوس عیسائیت شته؟

دا چي ګران هیواد افغانستان یو سوچه اسلامي هیواد دی نو تل کفري اشغالګر کوښښ کوي چې د فوځي یرغل سره سره مذهبي یرغل هم وکړي، په دې ټولو یرغلونو کي د عیسائیت یرغل ناوړه دی، او عیسایي مبشرین تل دا کوښښ کوي چي لومړی نوک ځای او بیا سوک ځای کړي د کلیسا په تاریخ (Church History) کي لیکلي دي:
((عیسایي مبشرین وایي موږ ډېر کوښښ وکړ چې په ټوله نړۍ کي صلیب روښانه کړو، خو دوه ځایه ناکامه شو یو په افغانستان کي او بل په سعودی عربستان کي او موږ به ډېر کوښښ وکړو چې په دې دوو ځایونو کي لومړی نوک ځای او بیا سوک ځای کړو.))

د امریکا او متحدینو د راتګ سره سره د امریکا او اروپا عیسایي مبشرینو و ګران هیواد افغانستان ته مخه کړه په دې مبشرینو کي کاتولیکان،ارتودوکس، انګلیکن، لوترن او داسی نور… شامل دي،دا ټوله مبشرین ددې لپاره راغلل تر څو ماهیان ونیسي خو الحمد لله ثم الحمد لله و افغانانو ته د اسلام د مبارک دین څخه پرته بل هیڅ دین د منلو وړ نه دی خو دا منو چي د ګوتو په شمېر کسانو به خپل ځانونه د پیسو، وظیفو،امتیاز، جایداد او یا نورو څه باندي خپل ایمانونه خرڅ کړي وي.

دا هم ولولئ  د شهید امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد (منصور) تقبله الله ژوندلیک

عیسایي نړۍ د افغانانو د مرتد کولو تکل له ډېره وخته لري ان د لوی برطانیې پر مهال دوی ډېر کوښښونه کړي وه دا چي دوی دوه ځلي ماته وخوړه نو ځکه یې مذهبي یرغل هم ناکامه شو.

لومړي پښتو او دری بایبلونه:

هغه بایبل چي زما ولاسته راغلی دی د (د الله کلام) په نامه سره یادیږي اوپه (۱۸۹۵) میلادي کال کی په لندن کی په لاس باندي لیکل شوی دی او بیا یې چاپ د لویې بر طانیې د امپراطورۍ پر مهال شویدی ما مخکي داسی فکر کاوه چي دغه به لومړی پښتو بایبل وي، خو کله چي زه په ۲۰۱۴ میلادي کال کي د لاهور په انار کلی کي و بایبل موزیم ته ورغلم هلته مي و کتل چي لومړی پښتو بایبل په ۱۸۱۸ میلادي کال کي لیکل شویدی او هغه هم د لویې برطانیې د امپراطورۍ پر مهال د لندن د بایبل سوسایټۍ (British & Foreign Bible Society) له لوري چاپ شوی او خپور شویدی، بیا په ۱۸۲۴ میلادي د دوهم ځل لپاره چاپ شویدی ،و بل لور ته کېدای شي په هغه وخت یو پښتون او یا هم یو افغان عیسایي نه وو خو دوی دا کلک هوډ درلودئ چې موږ باید دا کار وکړو، د څو لسیږو راهیسي عیسایي نړۍ کوښښ کوي چې په افغانستان کی رسمي کلیسا جوړه کړي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب