آیا په سینګار کولو سره اودس فاسدیږي؟

یوې خور پوښتنه کړې وه چې:
د سینګار(آرایش) په وخت کې کله کله زه له عطرو، سُرخي ، د مخ کریم او د یو لړ نورو داسې وسائلو څخه استفاده کوم؛ نو آیا زما په دې کار سره به خو زما اودس ته کوم زیان نه رسیږي؟

د محترمې خور ددې پوښتنې په ځواب کې په لنډه توګه سره باید دومره ووایو چې: هیڅکله هم اودس په لاندینیو څېزونو سره نه باطلیږي، لکه: د سر تیل، د مخ کریم، او نور داسې وسائل چې لاسونه، مخ او یا د وجود نورې برخې پرې غوړیږي.

که چېری له مرهمو او یا د مخ د تزئِین (ښائسته کولو) لپاره له یو ډول پوډرو(سپېده) او یو لړ نور وسائلو څخه استفاده وشي؛ نو اودس پرې هیڅ کله هم نه باطلیږي.

د شونډو د سرو کولو لپاره که چېرې له سُرخي(لب سیرین) یا لب چرب او داسې نورو شونډو مرطوبونکو (نرموونکو) موادو څخه کار واخستل شي او یا که چېری له عطرو څخه استفاده وکړاي شي؛ نو اودس پرې نه خرابیږي؛ ځکه چې په اسلامي شریعت کې د دې پورته شیانو په اړه څه نه دي ویل شوي او دا څېزونه د اودس ماتوونکو څېزونو له جملې څخه ندي شمارل شوي.

((البته دلته غواړو دې خبرې ته هم ستاسې پام راواړوو چې: په عامه توګه سره نن پخپله افغاني ټولنه کې وینو چې یو لړ مېرمنې د پردیو نارینه ؤ پر وړاندی په سینګار سره له خپل کوره راوځي؛ نو دا کار هیڅکله هم جواز نلري چې یوه مېرمن دې خپله ښکلا او سینګار داسې چا ته ښکاره کړي چې هغوي ته یې ښکاره کول جواز نلري ،پدې صورت کې خو لازمه داده چې زمونږ مسلمانې خوېندې د تقوی لاره غوره کړي او د لوي پروردګار څخه ووېریږي)) (2)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1): ددې مقالې اصلي عنوان: ((أثَرُ المِكياج ونحوهُ في الوضوءِ)).
(2): د لازیاتو معلوماتو لپاره دا مقاله ولولئ: ((حكم استعمال المكياج وأثره على الوضوء)).

لیکنه: فضل الله (ممتاز)

ژباړه: محمد خالد (ملکزی)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب