آیا په مقدسو ځایونو کې د روژو نیول زمونږ اجر زیاتوي؟

د پورتنۍ پوښتنې په اړه علماؤو ویلي دي چې:
مخکې له دې چې د پورتنۍ پوښتنې ځواب ته راشو؛ نو لومړی به په مقدسو ځایونو کې د لمانځه د اجرونو د زیاتوالي مسئلې ته اشاره وکړو؛

او هغه دا چې: د لمانځه د فضلیت په اړه په اسلامي شریعت کې په خورا صراحت سره دا خبره ذکر شوې ده چې په یو لړ مقدسو او غوره ځایونو کې لمونځ ترسره کول خورا لوی اجرونه لري او د مسلمان ثواب پکې څو چنده کېږي؛ او په دې اړه صحیح حدیث هم شون لري؛ چې مفهوم یې دی: په مسجد حرام او د مکې په حرم کې یو لمونځ په نورو ځایونو کې د لمانځه په پرتله د یو لک لمونځونو څخه بهتره دی.

که چېرې د نیکیو د دوه چنده او یا هم د څو چنده کېدلو اصلي فلسفي ته راوګرځو؛ نو جوته به شي چې د زیات اجر د ترلاسه کولو مسئله په اصل کې د هغه ځای د غوره والي سره تړاو لري، په کوم ځای کې چې دا عبادت ترسره کېږي؛ نو پر همدې اساس په یو لړ غوره او مقدسو ځایونو کې؛ لکه بیت الله شریف (ورپسې مسجد نبوي او بیا په درېیم قدم کې په مسجد أقصی) کې د عبادت ترسره کول معلومه خبره ده چې د یو عبادت کوونکي انسان اجرونه زیاتوي. د همدې زیاتو اجورو (اجرونو) د غوښتلو لپاره هر کال مونږ وینو چې زیات مسلمانان هڅه کوي تر څو د روژې مبارکه میاشت (ټوله روژه او یا یو څه برخه یې) په مکې مکرمې کې تېره کړي او په دې توګه سره د زیاتو اجرونو څخه خپل ځانونه برخمن کړي؛ او حتی د یو لک روژو په اندازه ثوابونه او اجرونه تر لاسه کړي.

په دې اړه د فقهاؤو کرامو نظر:
اوس به د پورتنۍ پوښتنې سره سم راشو دې مسئلې ته چې: په مقدسو ځایونو کې د روژو نیول آیا زمونږ اجرونه زیاتوي او کنه؟ په دې اړه فقهاؤو کرامو داخبره کړې ده چې: په مقدسو ځایونو کې د روژو د اجر په اړه کوم صحیح حدیث نه دی راغلی؛ او په کوم حدیث شریف کې چې د زیاتو اجرونو خبره ذکر شوې ده، هغه د لمانځه په اړه ده (نه د روژو په اړه)؛ او دا خبره هم شاید ګرانو لوستونکو ته معلومه وي چې د روژې مبارکه میاشت په اصل کې یوه لنډه موده ده او همداراز ټاکلې شپې او ورځې لري؛ او له بل لوري په اسلام کې د روژو د نیولو لپاره کوم مشخص ځای نه دې په نښه شوی، بلکې هر مسلمان چې په هره سیمه او هر ځای کې اوسیږي؛ نو هماغلته کولی شي چې خپلې روژې ونیسي.

په پای کې یو ځل بیا ددې خبرې یادونه کوو چې: که څه هم د روژو د اجرونو د زیاتوالي او یا هم د څو چندوالي په اړه کوم صحیح حدیث نه دی راغلی چې حتماً دې یو مسلمان په مکه مکرمه کې د رمضان مبارکه میاشت تېره کړي؛ خو په دې اړه یوازې دومره ویلی شو چې: هغه مسلمانان چې په مکې معظمې کې د روژې مبارکه میاشت تېروي؛ نو بې له شکه چې ددې خلکو د روژو اجرونه به د هغو مسلمانانو په پرتله چې په نورو ځایونو کې یې خپله روژه نیولي وي؛ زیات وي او دا هم ددې له کبله چې په مقدسو ځایونو کې د روژو نیول او لمونځ تر سره کول د نورو ځایونو په پرتله په اجر کې سره خورا تفاوت لري.

لیکنه: فضل الله (ممتاز)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب