آیا پوهیدئ؟ ساینسي معلومات ۸

  1. چې کاتولیک کلیسا ایله په ۱۹۹۲ کې ومنله چې ځمکه د لمر په شا او خوا را څرخیږئ.
  2. چې بریښنالیک په لمړي ځل په ۱۹۷۱ کې ولیکل شو چې ټول توري یې غټ ول.
  3. چې ستاسو له کمپیوټر څخه را وتونکې رڼا د 30km/sec په چټکتیا ستاسو سترګو ته رسیږئ.
  4. چې په DNA کې مالومات د ۱۰۰۰ ټوکه دایره المعارف نه زیات دي.
  5. چې د امیندوارۍ په وخت کې په نس باندې کوچ او کاکاؤ موښل، په نس باندې له زوکړې وروسته کرښو مخنیوی کوئ.
  6. چې په چینایي ژبه کې تر ۴۰۰۰۰ ډیرې تورې او کرکټرونه شته.
  7. چې تاسو د زوکړې په وخت کې رنګونه نشوای بیلولای.
  8. چې د فیل بچی په ورځ کې ۸۰ لیټره شیدې ځښلای شئ.
  9. چې ګړندی (مادر کیک یا ککروچ) د ټولو موجوداتو په پرتله د شعاع په مقابل کې زیات مقاومت لرئ.
  10. چې یو میږي تر دوو ورځو پورې د اوبو لاندې هم پاتې کیدای شئ.
  11. چې میږی خوب نه کوئ.
  12. چې له کیلې او مڼې څخه را وتونکی ګاز د لیمو او یا هم د مالټې د پخوالي لامل ګرځیدای شئ.
  13. چې آسټرالیا په نړۍ کې د اوښانو تر ټولو ستر درلودونکی هیواد دی.
  14. چې متوسط آمریکایان خپل شپږ میاشتې عمر ټرافیکي اشارو ته په دریدلو تروئ.
  15. چې د انسان د رانه هډوکی تر کانکریټ کلک دی.
  16. چې د وینې سر کرویات په ۲۰ثانیې کې د ټول اوجود دوره بشپړوي.
  17. چې په خپله د خپلې سا په نیولو سره هیڅکله هم ځان وژنه نشئ کولای.
  18. چې د شاتوم مچی د بنفش ماوار وړانګې هم لیدلای شئ.
  19. چې ستاسو په خوله کې د آمریکې او کاناډا د نفوس په پرتله زیاتې باکتریاوې شته.
  20. چې یو ماشوم د ورځې ۲۰۰ مټره خاپوړې کولای شئ.
  21. چې په لوبیا کې د انسان په پرتله ډیر DNA شته.
  22. چې د سهار چای خوړل ستاسو ۲۰٪ اضافی کالوري په ورځ کې سوځوي.
  23. چې هندی نلوونه (نی) په ورځ کې ۳۶ اینچه اوږدیدلای شئ.
  24. چې غواوې په کال کې ۵۰ ملیونه مټریک ټنه میتان ګاز تولیدوئ.
  25. چې د کوپړې په مینځ کې اوبه د وینې پلازما په بڼه کاریدلای شئ.
  26. چې په نړۍ کې ۸۰٪ مجرمین نارینه دی.
  27. چې د کاڼاډا کلمې مانا یو کلی دی (کاناډا پخوا د لوی کلی په مامه یادیده).
  28. چې په متوسط ډول یو انسان په کال کې شا اوخوا ۱۵۰۰ بیلابیل خوبونه وینئ.
  29. چې ډولفین د خوب په وخت کې یوه سترګه پټوئ.
  30. چې په ورستیو ۴۰۰۰ کلونو کې یو ژوی هم ندی اهلی شوی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب