آیا پوهېږئ کلمه (لا اله الا الله) مونږ ته کوم ستر پيغام لري؟

( لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ )
دالله جل جلاله څخه پرته بل کوم معبود نشته (يعنې بل هيڅوک دعبادت او بندګۍ لايق نشته) اومحمد صلى الله عليه وسلم دالله رسول دی.

وروڼو! همدا کلمه داسلام دروازه او ددين اوايمان اساس اوبنسټ دى. ددې په منلو اوپه اخلاص سره ويلو دډير عمر کافر اومشرک هم مومن اومسلمان دژغورنې نجات مستحق او وړ ګرځي خو داشرط دى چې په دې کلمه کې دالله تعالى دتوحيد اودحضرت محمد صلى الله عليه وسلم درسالت کوم اقرار دى دايې په پوهه منلی اوقبول کړې وي،نوکه چيرې کوم انسان په توحيد اورسالت بيخي نه پوهيږي اوپرته له معنى او مطلب پوهيدلو هغه داکلمه ويلې وي نو هغه به دالله په وړاندې مومن اومسلمان نه وى،نوله دې کبله اړينه ده چې مونږددې کلمې په معنى او مطلب ځان ښه پوه کړو. ددې کلمې دوه برخې دي، لمړۍ برخه يې لااِله الاالله ده

په دې کې دالله تعالى دتوحيد اقرار دى اوددې مطلب دادى چې دالله تعالى څخه پرته بل کوم ذات اوهستي نشته چې هغه دې دعبادت اوبندګۍ لايق وى،يواځې يوالله هغه ستر ذات دى چې دعبادت اوبندګۍ لايق دى ځکه چې يواځې الله تعالى زمونږ اودټولوخالق پيداکوونکى اومالک دى، همغه پالونکې اوروزي ورکونکی دى، دمړه کولو اوژوندي کولو واکدار اوڅښتن دى، ناروغي او روغتيا، شتمني اوبيوزلي اوهر ډول جوړول او ورانول، ګټه اوتاوان يواځې دهغه په واک او قدرت کې دى، او له هغه پرته چې په ځمکې اواسمان کې کوم څوک دي که انسان وي يا ملايک داټول دهغه بنده ګان اودهغه پيدايښت دی، دهغه په خدايي کې هيڅوک ورسره برخه لرونکې اوشريک نشته اونه هم دهغه په حکمونوکې څوک دکمښت اوزياتوالي يابدلون توان او اختيار لري، اونه دهغه په کارونو کې څوک دمداخلې واک اوتوان لري، نو له دې کبله يواځې هغه اوپه کامله توګه ددې لايق دى چې دهغه عبادت اوبندګې وکړاى شي اوپه ستونځو، کړاوونو اوخپلو ټولوحاجتونو کې په ژړا اوزارۍ سره دهغه څخه دعا اوغوښتنه وشي،يواځې الله تعالى حقيقي مالک الملک اواحکم الحاکمين دى،يعنې دټولې دنيا نړۍ اوکايناتو پادشاه دى، اودټولو حاکمانو څخه ستر او لوى حاکم دى، نو له دې کبله اړين دي چې دهغه هر حکم ومنل شي اوپه کامله اوپوره وفادارۍ سره دهغه پرحکمونو تګ وشي اودهغه دحکم په مقابله کې دبل چا حکم هيڅکله ونه منل شي.

که هر څوک وي،خپل پلار وي، دوخت حاکم وي، يادقوم اوقبيلې مشر وي ياخپل خوږملګری اودوست وي يا خپله دخپل زړه غوښتنه اودخپل ځان خوښې اوهوس وي. لنډه دا چې مونږ پوه شو اوومومنله چې يوازې يو الله تعالى دعبادت اوبندګۍ لايق دى، اومونږ يواځې دهغه ذات بنده ګان يو نو لازمه ده چې زمونږ کړه وړه هم ددې سره سم وي چې د نړۍ وګړي زمونږپه ليدلو وانګيري چې دا ديوخداى بندګان دي، دالله تعالى پرحکمونو روان دي اودالله لپاره ژوندکوي اومړه کيږي.

لنډه داچې:
لااله الاالله محمد رسول الله زمونږ اقراراو اعلان وي
لااله الاالله محمد رسول الله زمونږ عقيده او ايمان وي
لااله الاالله محمد رسول الله زمونږ کړه وړه اوزمونږشان وي
وروڼو! (لااله الاالله) ددين دبنسټ لومړنۍ خښته اودټولو پيغمبرانوعليهم السلام تر ګردو زيات مهم اولومړنۍ بلنه اوسبق دى اود دين په ټولو خبروکې ددې درجه تر ټولو لوړه اوهسکه ده. د رسول الله صلى عليه وسلم مشهور حديث دى چې فرمايلې يې دي:

الْإِيمَانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ أَوْ بِضْعٌ وَسِتُّونَ شُعْبَةً فَأَفْضَلُهَا قَوْلُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ (بخاري)
(ايمان څه دپاسه اويا څانګې لري اوپه دې ټولو کې ترټولو زياته غوره او اعلى د لااِله اِلاالله ويل دي.
له دې کبله په ذکرونوکې هم تر ټولو زيات غوره ذکرلااله الاالله ذکرکول دي څنګه چې په يوبل حديث شريف کې دي .
أَفْضَلُ الذِّكْرِ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَفْضَلُ الدُّعَاءِ الْحَمْدُ لِلَّهِ (سنن النسايي)
په ټولو ذکرونوکې ترټولو غوره اولوړ دلااله الاالله ذکردى اوغوره دعاالحمدلله ده.
په يو حديث شريف کې راغلي دي :ِ

قَالَ : يَا مُوسَى لَوْ أَنَّ السَّمَوَاتِ السَّبْعَ وَعَامِرَهُنَّ غَيْرِي ، وَالأَرَضِينَ السَّبْعَ وُضِعْنَ فِي كِفَّةٍ ، وَلا إِلَهَ إِلا اللَّهُ فِي كِفَّةٍ ، لَمَالَتْ بِهِنَّ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ “. (شرح النسة)
الله تعالى دموسى عليه السلام ديوې پوښتنې په ځواب کې وفرمايل يا موسى: که چيرې اووه آسمانونه او اووه ځمکې اوڅه چې په دې کې دي دتلې په يوه پله کې کيښودل شي او لااله الاالله په بله پله کې نو د لااله الاالله پله به درنه شي.
وروڼو! دلااله الاالله داغوره والې اووزن له دې کبله دى چې په دې کې دالله تعالى دتوحيد ژمنه اواقرار دى يعنې يواځې دهغه دعبادت اوبندګۍ کولو اودهغه دحکمونو دپيروۍ اوهغه خپل هدف اومقصد ګرځولو او دهغه سره دخپل زړه تړون او پريکړه ده، اوهمدا د ايمان اواسلام روح دى، له همدې کبله رسول الله مسلمانانو ته حکم کړى دى چې دا کلمه دې پرلپسې واې اوخپل ايمان دې پرې تازه کوي.

ډيرمشهور حديث دی چې يوه ورځ نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
جَدِّدُوا إِيمَانَكُمْ قِيلَ يَا رَسُولَ اللَّهِ وَكَيْفَ نُجَدِّدُ إِيمَانَنَا قَالَ أَكْثِرُوا مِنْ قَوْلِ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ( مسنداحمد)
(اى خلکو! خپل ايمانونه تازه کوئ ځينواصحابوکراموپوښتنه وکړه!مونږ څنګه خپل ايمانونه تازه کړو؟ نبي عليه السلام وفرمايل: لااله الاالله ډيرډير (په کثرت سره) ووايي.

دلااله الاالله په ويلو سره دايمان دتازه کيدو لامل دادى چې په دې کې دالله تعالى توحيد يووالى يعنې يواځې دهغه دعبادت اوبندګۍ اوترټولو زيات د هغه سره دوفادارۍ، مينې اودهغه داطاعت ژمنه او اقرار دى اوڅنګه چې يادونه وشوه همدا د ايمان روح دى. په څومره غوراوتوجه سره چې مونږداکلمه ولولو په هماغه کچه به زموږ ايمان تازه اوزمونږ ژمنه به پخه وي اوانشاءالله تعالى چې بيابه دلااله الاالله سره سم عمل اوکړه وړه کوو. وروڼو! داپريکړه وکړئ چې درسول الله صلى الله عليه وسلم دحکم اولارښوونې سره سم به مونږ داکلمه په غوراوپوهې سره وايو ترڅو زمونږ ايمان تازه وي اوزمونږ ټول ژوند دلااله الاالله په قالب کې برابرشي..

تردې ځايه دکلمې شريفې يواځې دلمړنۍ برخې لااله الاالله بيان وشو.

دکلمې دوهمه برخه
(محمد رسول الله)
په دې کې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم درسالت اوپيغمبرۍ اقرار اواعلان دى. درسول الله  درسالت مطلب دادی چې الله تعالى هغه دنړۍ دلارښوونې اوهدايت لپاره راليږلی دی اوهغه چې کوم څه ښودلي او د کوم شي په هکله يې چې خبر ورکړى دى هغه ټول سم،صحيح اوپه کامل ډول حق دي.

دبيلګې په توګه قرآن مجيد دالله له لورې نازليدل، دملايکو شتون، دقيامت راتلل، له مرګه وروسته په دوهم ځل دمړو ژوندې کيدل اودخپلو خپلو کړو وړو سره سم جنت يا دوزخ ته تلل اوداسې نور.

لنډه داچې دنبي کريم صلى الله عليه وسلم درسول کيدو مطلب دادی چې هغه کومې خبرې په دې ډول خلکو ته ښودلي دي هغه ټولې په کامل ډول سمې اوحق دي چې هيڅ شک اوشبهه پکې نشته اوهمدارنګه نبي کريم صلى الله عليه وسلم چې وګړوته کومې لارښونې کړي دي اوکوم احکام يې ورکړي دي هغه ټول په اصل کې دخداى تعالى لارښوونې اوخدايي احکام دي چې دوحې په وسيله ورته ښودل شوي دي.

له دې څخه به تاسې پخپله پوه شوي ياست چې ديوانسان درسول په حيث له منلو څخه پخپله دالازميږې چې دهغه هره لارښوونه اوحکم بايد ومنل شي، ځکه چې الله تعالى يوغوره انسان له دې کبله دخپل رسول په توګه ټاکي چې دهغه په ذريعه خپلو بندګانو ته خپل هغه احکام ور ورسوي چې پرهغو باندې دبندګانوڅخه دتګ کولو غوښتنه کوي، الله تعالى په خپل مبارک کتاب کې فرمايلې دي :

وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُوا أَنفُسَهُمْ جَاءُوكَ فَاسْتَغْفَرُوا اللَّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُوا اللَّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًا [النساء: ٦٤] مونږ هيڅ رسول نه دی استولې مګر ددې لپاره چې دالله په حکم يې مننه وشي.

لنډه داچې په رسول الله صلى الله عليه وسلم دايمان راوړلو اوباور کولو موخه اومطلب دادى چې دهغه هره خبره په کامله توګه حق منل،دهغه په لارښوونو اوتعليم باندې ځان پوهول اودهغه په حکمونو دعمل کولو پريکړه کول. نوکه چيرې کوم انسان کلمه لولي خو دخپل ځان په هکله يې داهوډ اوعزم نه وي کړی چې زه به درسول الله صلى الله عليه وسلم هره خبره په کامل ډول حق اوددې پرخلاف به ټولې خبرې ناسمې، اودهغه دشريعت اوحکمونوسره سم به چلن نه کوم، نودغه انسان په اصل کې مومن اومسلمان نه دی اوکيداى شي چې هغه دمسلمان کيدو په مطلب نه وي پوهيدلی. داڅرګنده خبره ده کله چې مونږ کلمه وويله اورسول الله صلى الله عليه وسلم مو دالله تعالى برحق رسول ومنلو نودازمونږ لپاره اړين دي چې دهغه دحکمونو پيروي وکړو، دهغه ټولې خبرې ومنو اودهغه په راوړي شريعت باندې په کامل ډول عمل وکړو.

کلمه په اصل کې يوه ژمنه او اقرار دى
دکلمې شريفې ددواړو برخو (لااله الاالله محمدرسول الله) دمطلب تشريح او وضاحت پورته بيان شو. له دې څخه به تاسو پوهيدلې ياست چې کلمه په اصل کې ددې خبرى اقرار، ژمنه اوتعهد دى چې زه يواځې يو الله تعالى دعبادت اوبندګۍ لايق اومالک بولم اود دنيا او اخرت هرشى يواځې دهغه په واک اواختيار کې ګڼم نوله دې کبله به زه يواځې دهغه ذات عبادت اوبندګي کوم اوبنده چې څنګه دخپل مولا او اقا پر حکمونو چليږي نو زه به هم دهغه پرټولو حکمونو عمل کوم اودهر شي څخه زيات به له هغه سره مينه اومحبت لرم، او حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دخداى تعالى ريښتونې اوبرحق رسول منم، اوس به زه ديو امتي په توګه دهغه اطاعت اوپيروي کوم، اودهغه په راوړي شريعت باندې به عمل کوم، په اصل کې ايمان دهمدې ژمنې اواقرار نوم دی اودتوحيد او رسالت د شاهدۍ ورکولو مقصد اومطلب همدا دى، نو ځکه هرکلمه ويوونکي مسلمان ته پکار دي چې خپل ځان دغه ژمنې او شاهدۍ ته ژمن وګڼي اودهغه ژوند دهمدې اصولو سره سم تير شي ترڅو هغه دالله تعالى په وړاندې يو ريښتونی مومن اومسلمان اود ژغورنې نجات اوجنت حقدار وي.

د داسې نيکمرغه وګړولپاره ډير ستر زيري اوبشارتونه راغلي دي چې دپاکې کلمې دواړه اجزاء (توحيد او رسالت) په ريښتوني زړه اواخلاص مني اوپه زړه، ژبې اوعمل سره ددې ګواهې ورکړي. له حضرت انس رضى الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت معاذ رضى الله عنه ته وفرمايل:

مَا مِنْ أَحَدٍ يَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ صِدْقًا مِنْ قَلْبِهِ إِلَّا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّار ِ(بخاري)
(څوک چې په ريښتوني زړه سره د لااله الاالله محمدرسول الله شاهدي ورکړي نو الله تعالى د دوزخ په آورحرام کړى دى.

وروڼو! د (لااله الاالله محمدرسول الله) حقيقت اوددې په ارزښت باندې ځان ښه پوه کړئ، په زړه اوژبه ددې ګواهي ورکړئ اوداپريکړه وکړئ چې خپل ژوند به دهمدې شاهدۍ سره سم تيروئ.
ترڅوزمونږ شاهدي دروغ ونه خيژي، ځکه چې پرهمدې شاهدۍ زمونږ ايمان،اسلام اوزمونږ ژغورنه اونجات تړاو لري.
نوپکارده چې:

لااله الاالله محمد رسول الله زمونږ پوخ ايمان اويقين وي
لااله الاالله محمد رسول الله زمونږ اقرار او اعلان وي
لااله الاالله محمد رسول الله زمونږ دژوند اصول اوټولو نړيوالوته زمونږ پيغام وي، ددې دخپرولو اوپورته کولو لپاره مونږ ژوند وکړو اومړه شو.
ــــــــــــــــــــــــــــــ
(اسلام څه شی دی؟) کتاب څخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب