آیا پیام تبریکی سال جدید جائز است؟

سوال:
با عرض سلام به شما و تمام دست اندر کاران سایت مفید و پر محتوای اصلاح آنلاین
آرزو دارم در پناه یزدان بی همتا جل جلاله بوده و امورات زندگی را زیر سایه لطف و مرحمت خدای بی نیاز جل جلاله سپری کنید.
از آنجایی که موضوع نوروز(سال نو) است حرام بودن تجلیل و تهنیت گویی آن نظر به حدیث شریف ثابت هست اما تهنیت آن از یک سایت اسلامی دور از توقع است
من در مقاله (پیام جمعیت اصلاح به مناسبت آغاز سال تعلیمی جدید) پیام مبارکی سال نو را خواندم که دور از توقع بود اگر شما دلیلی برای مباح بودن این مراسم دارید لطف کرده ما را در روشنی قرار دهید.
با احترام
جواب:
دکتور مصباح الله عبدالباقی
الحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی خیر خلقه محمد وعلی آله وصحبه اجمعین، وبعد:
د کال د نوي کیدو په مناسبت دمبارکۍ په اړه درسته او صحیح خبره هغه ده چې امام سیوطي په خپل کتاب الحاوی للفتاوی د یو فصل په پای کې کړې ده، امام سیوطی چې یو شافعی عالم دی هغه په خپل دې کتاب کې یو عنوان دا ایښی دی (وصول الأمانی بأصول التهاني) او په هغه کې یې په بیلا بیلو مناسبتونو د مبارکیو ویلو یادونه کړې ده، او په پای کې یې یو عام حدیث ذکر کړی دی چې دا ګونډې په یو مسلمان باندې دبل مسلمان حق دی چی که خیر ورته ورسیږي چې هغه ته مبارکي ووایي، خو روغه خبره هماغه ده چی د ابو الحسن مقدسي نه یې نقل کړی ده چې دا د عباداتو له جملی څخه نه دی بلکې یو ښه عادت دی که چا وکړ دې ته بدعت نشي ویل کیدلی او که چا پریښوده هغه کومه ګناه نه ده کړی، بناء داسی کار د مباحاتو په دائره کې راځي په دې باب تشدد نه دی پکار، همدا ډول خبره د امام أحمد بن حنبل څخه هم نقل شوې ده هغه ته به چې چا مبارکي ورکړه هغه به هم ورته په ښه الفاظو ځواب وایه، مګر په دې کې به یې پیل نه کاوه. مګر یو شمیر شافعی فقهاء دا مستحب ګڼي په حاشیة الجمل علی المنهج لشیخ الاسلام زکریا الانصاری ج ۳ ص ۵۳۵ کی وایی: (والتهنئة بالأعياد والشهور والأعوام مستحبة ويستأنس لها بطلب سجود الشكر عند حدوث نعمة وبقصة كعب وصاحبيه حين بشر بقبول توبته لما تخلف عن غزوة تبوك وتهنئة أبي طلحة له وتسن الإجابة فيها بنحو تقبل الله منكم أحياكم الله لأمثاله كل عام وأنتم بخير) والله تعالی اعلم، د امام سیوطی د کتاب عبارت په لاندی ډول دی.

[خاتمة]: روى الطبراني في مسند الشاميين والخرائطي في مكارم الأخلاق عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال (أتدرون ما حق الجار إن استعان بك أعنته وإن استقرضك أقرضته وإن أصابه خير هنأته وإن أصابته مصيبة عزيته – الحديث) وله شاهد من حديث معاذ بن جبل أخرجه أبو الشيخ في الثواب ومن حديث معاوية بن حيدة أخرجه الطبراني في الكبير.

طبراني په مسند شامیین کې او خرایطي به مکارم الاخلاق کې له عمرو بن شعیب نه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: آیا پوهیږئ د ګاونډي حق څه شی دی؟ کله چې له تانه مرسته وغواړي نو مرسته به ورسره کوې، او کله چې قرض وغواړي ورکوې به يې او کله چې کوم خیر ورته ورسیږي نو مبارکي به ورته وایې او کله چې غم او مصیبت ورته ورسیږي نو غمرازي به ورسره کوې.
والله اعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب