آیا پیریان رښتیا ښځې نیسي او زوروي یې؟ که رښتیا وي علاج یې څه شی دی؟

السلام علیکم مولوی صاحب مولوي صاحب زه څو پوښتنې لرم د پيريانو په اړه که یې ځواب راکړئ نو خوشحاله به شم.

آیا پيريان رښتيا شتون لري؟

ځکه ځیني ډاکټران وایی چې دا هسې رواني مشکل دی او پيریان نشته. آیا پيريان چا تر اوسه ليدلي دي؟

او د ليدلو په اړه يې کوم ديني نص او يا علمي دلیل شته؟

ځکه یوه کیسه مشهوره ده چې د يو عالم په کوم درس کې کوم پيري ناست و او ويلي يې وه زه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم صحابي يم. آیا پيريان انسان په تکليفوی؟ او بيا هغه بې حاله کېږي؟

your ads

لکه دا زمونږ په ټولنو کې مروج ځيني ښځې چې را وغورځېږي او بیا عجيبې خبرې کوي؟

آیا ملايان یا دا ځيني خلک چې وايي پيريان زما تابع دي او بيا یې په خلکو مسلطوي او هغوی تکليفوي دا حقيقت لري؟ که يو څوک رښتيا پيریان ونيسي څنګه يې د هغوی له شره خلاصولی شو؟

ځواب:

الله جل جلاله د مخلوقاتو مختلف عالمونه پیدا کړي دي او دا یوازې یو عالم نه دی، بلکې د انسانانو ځان‌ته عالم دی، د حیواناتو، د الوتونکو، نباتاتو، فضاء او بحرونه بیل بیل عالمونه دي.

همدا راز په ټولیز ډول عالمونه په دوه ډوله دي: یو لیدل‌کېدونکي او بل نه لېدل کېدونکي (ښکاره او پټ) چې ورنه په قرآن کې د [الغیب و الشهادة] په لفظونو یادونه شوې ده او د غیب له ډلې څخه یو هم پېریان (جن) دي چې د انسان په څېر مکلف او عاقل دی، لکه چې الله جل جلاله فرمايي: {ومَا خَلَقْتُ الجِنَّ والإنسَ إلاَّ لِيَعْبُدُونِ} [الذاريات/56] ژباړه: (او ما نه دي پیدا کړي پېریان او انسانان مګر د عبادت لپاره) او هغوی مونږ نه شو لیدلی او هغوی مونږ ويني.
الله جل جلاله فرمايي: {إنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لا تَرَوْنَهُمْ} [‏الأعراف‏:‏ 27‏]

ژباړه: بېشكه هغه او د هغه قبیله تاسو له هغه ځایه ویني چې تاسو يې نه وینئ، بېشكه مونږ شیطانان د هغو خلقو لپاره دوستان جوړ كړي دي چې ایمان نه راوړي

له قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له په احادیثو ثابته ده چې پېریان شتون لري او کوم کسان چې د پېریانو وجود نه مني، دا د هغوی کم‌علمي او ناپوهي ده، ځکه چې اکثره داسې کسان یوازې ظاهري شیانو باندې باور لري او د فکر ساحه یې دومره نه وي پراخه چې پر نه لیدونکو شیانو باور وکړي، په داسې حال کې چې نه لیدونکي شیان تر لیدونکو ډېر زیات دي، تر دې چې ډېری ساینس‌پوهان او نور علماء په دې باور دي چې مونږ یوازې د مخلوقاتو ۳فیصده وینو او ۹۷فیصده زمونږ له نظره پټ دي، همدا راز په پټو شیانو کې هم ځینې محسوسولی شو او ځینې یې نه‌شو محسوسولی، لکه اکسیجن، او نور غازات چې لیدلی یې نه شو خو احساسولی یې شو، همدا راز په پټو مخلوقاتو کې ملایک هم شامل دی.

د پېریانو په اړه په قرآن کریم کې ډېر آیاتونه شته دي چې د هغوی پر وجود دلالت کوي، همدا رنګه لکه په قرآن کریم چې یادونه شوې‌ده، د پېریانو یوې ډلې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرې واورېدلې او ایمان يې پرې راوړ او خپلو نورو ته یې په دې اړه خبر ورکړ. الله جل جلاله فرمايي: {قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا* يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ وَلَن نُّشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا} [سورة الجن: 1-2]

ژباړه: ته (دوى ته) ووایه چې ما ته وحي شوې ده چې بېشكه شان دا دى چې په پېریانو كې یو ټولي (ډلې) (زما قراءت) په غور سره واورېده، (نو كله چې خپل قوم ته لاړل)، نو دوى وویل: بېشكه مونږ یو عجیبه قرآن واورېده (1) چې نېغې لارې ته هدایت كوي، نو مونږ په ده ایمان راوړ، او مونږ به هیڅكله له خپل رب سره هیڅوك شریك نه كړو

همدا راز الله جل جلاله فرمايي: {وإذْ صَرَفْنَا إلَيْكَ نَفَراً مِّنَ الجِنِّ يَسْتَمِعُونَ القُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ ولَّوْا إلَى قَوْمِهِم مُّنذِرِينَ} [الاحقاف: 29] ژباړه: او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته د پېریانو یوه ډله راوګرځوله، چې قرآن به اوري، نو كله چې دوى ده (قرآن) ته حاضر شول، نو ويې ويل: چوپ شئ! نو كله چې (د قرآن تلاوت) تمام كړى شو (نو) دوى خپل قوم ته بېرته وګرځېدل، په داسې حال كې چې وېروونكي وو

نو د پېریانو (جنیاتو) شتون روښانه او ثابت دی، خو خبره داده چې آیا د پېریانو له وجود نه په انکار څوک کافر کېږي؟ علماء په دې اړه وایي چې پر پېریانو باور د ایمان له ارکانو څخه نه دی، خو په دې سره د قرآن د آیاتونو انکار رازي ځکه چې په قرآن کریم کې بې‌شمېره آیاتونه شتون لري چې د پریانو وجود په‌کې ثابت شوی دی.

دا چې پېریان چا لیدلي دي او که نه؟ که څه هم په دې اړه ځینې کیسې شته او په ځینو احادیثو کې هم ذکر راغلی دی، خو په دې اړه دا شرط نه ده چې پېریان دې چا لېدلي وي، ځکه چې دپېریانو اصل نه لېدل دی، نو په عام ډول چې د ځینو علماوو په درسونو کې د پېریانو د شرکت کیسې راغلي دي، کوم کره دلیل پرې نه شته، نو پر هغو استدلال صحیح نه دی او دروغ او رېښتیا یې کره نه دی.

خو اصل خبره د پېریانو د شتون ده چې وجود لري او دالله تعالی له مکلفو مخلوقاتو ځینې دي.

دا چې پېریان انسانانو ته زیان او ګټه رسولای شي او یا هم په عامه اصطلاح انسان پېریانی کېږي او که نه؟ په دې اړه هم مختلف نظریات شتون لري چې اکثره علماء په دې باور دی چې پېری کولای شي یو انسان په تکلیف کړي او یا یې په خپله واک کې واخلي، او په ځینو آیاتون استدلا کوي، لکه چې په قرآن کریم کې راغلي: {الَذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لا يَقُومُونَ إلاَّ كَمَا يَقُومُ الَذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ المَسِّ} [البقرة/275]

ژباړه: هغه كسان چې سود خوري؛ دوى به (له قبرونو نه) نه پاڅیږي مګر په شان د پاڅېدلو د هغه كس چې شیطان هغه په لېونتوب سره بدحواسه كړى وي،
همدا راز: {واذْكُرْ عَبْدَنَا أَيُّوبَ إذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الشَّيْطَانُ بِنُصْبٍ وعَذَابٍ} [ص/41]

ژباړه: و ته زمونږ بنده ایوب یاد كړه، كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ چې بېشكه ما ته شیطان ایذا او تكلیف رارسولى دى
خو یوه ډله علماء دا نه مني، ځکه چې وايي انسان اشرف المخلوقات دی او الله جل جلاله انسان پر زمکه خپل خلیفه ګرځولی دی، او هرڅه یې ورته مسخر کړي دي، نو څنګه کېدای شي چې پر انسان دی پېری غالب شي، په داسې حال کې چې پېریان سلیمان علیه السلام ته تابع وو او الله جل جلاله هغه ته مسخر کړي‌وو، لکه چې الله جل جلاله فرمايي: {وَمِنَ الجِنِّ مَن يَعْمَلُ بَيْنَ يَدَيْهِ بِإذْنِ رَبِّهِ وَمَن يَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِيرِ} [سبا/12] ژباړه: له پېرانو نه هغه څوك چې د ده په مخ كې به يې د ده د رب په حكم سره كار كاوه۔ (ورته ویل شوي وو چې) په دوى كې چې هر چا زمونږ له حكم نه سركشي وكړه (، نو) مونږ به په هغه د لمبې وهونكي اور د عذاب نه وڅَكوو

همدا راز په کوم آیت کې چې د ایوب علیه السلام په اړه اشاره شوې‌ده، علماء وايي چې په دې آیت کې اشاره دې ته ده چې ایوب علیه السلام ناروغ ؤ او شیطان ورته وسوسه کوله چې الله تعالی له تا نه خفه دی او ته یې په دې رنځ اخته کړی یې او داسې نورې وسوسې، چې وسوسه د شیطان کار دی، نو ایوب علیه السلام الله تعالی ته دعا کوي چې دا شیطان له مانه لرې کړه، او شیطان هم د جن له ذات څخه دی.

او زمونږ په ټولنه کې خو د ناپوهۍ په وجه دا عامه ده چې هره وړه او غټه کې د پېریانو ګډون ضروري ګڼي او هره ناروغي په پېریانو پورې تړي، ډېرې داسې ناروغۍ دي چې ځینې ډاکټران یې هم په درملنې نه پوهېږي نو هغه خلک چې بیا کوم ناپوهه کس ته ورشي، هغه ورته وايي چې دا پېریان دي او یا کوډې دي، چې په دې سره ځینې کوډګر او ساحران خپل بازار ګرم ساتي او بلخوا دخلکو د ګمراه کولو سبب ګرځي.

همدا راز له دې کار نه په ټولنه کې ډول ډول بدبختۍ او ناولي کارونه هم رامینځ ته کېږي، چې اکثره همدا تعویذګر او کوډګر د دم او پېریانو ویستلو په نامه ناروا کارونه کوي، د خلکو له عزت او عفت سره لوبې کوي او په کورنیو کې د بدګمانۍ تخم شیندي او شخړو ته لاره هواروي.

که وګورو زمونږ په ټولنو کې اکثره خلک او په ځانګړې توګه ښځې په داسې خبرو ډېره عقیده لري، نو مسلمان ته په‌کار دی چې په هرڅه کې پر الله تعالی پوره باور او ایمان ولري او د ناروغیو پر مهال ډاکټر ته مراجعه وکړي، ځکه چې ډېری رواني ناروغۍ، مېرګي او داسې نور خلک د پېریانو په نامه پېژني، همدا راز هغه څوک که رېښتیا هم د پېریانو له وسوسو کړېږي باید قرآن کریم زیات تلاوت کړي او په مسنونو دعاګانو او شرعي اذاکارو سره خپل علاج وکړي او یاهم داسې یو رېښتیني عالم سره په دې اړه مشوره وکړي چې په رېښتیا سره په دین پوهېږي او باتقوا انسان وي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب