أيا حنفي مذهب دبخارى شريف د احاديثو څه خلاف عمل کوي؟

أيا حنفي مذهب دبخارى شريف د احاديثو څه خلاف عمل کوي؟

سوال : بعضي مخالفين او مبتدعين او د مذهب ضد کسان په خلقو کي تبليغات کوي او وايي چه د حنفي مذهب مسائل او احکام د احاديثو مبارکانو څخه خلاف دي او دوى دليل د بخارى شريف په احاديثو سره وايي او يو څو مسائل يي را وړاندي کړي دي لکه د  مقتدي لپاره قراءة ويل، او آمين په زوره ويل، او د رکوع  او سجدې څخه د راپور ته کيدو په وخت کي لاسونه پورته کول، او لاسونه پر ځيگر باندي نيول او همدا راز  نور  مسائل چه په دې هکله حنفي مذهب د بخاري ‌شريف د احاديثو څخه خلاف عمل کوي نو أيا واقعاً حنفي مذهب د احاديثومبارکانوڅخه خلاف عمل کوي او فقط د امام صاحب مبارک تقليدکوي او که حقيقت بل څه دى؟

جواب : د حنفي مذهب تقريباً ټوله اصولي مسائل او احکام چه د حضرت امام صاحب مبارکG  څه رانقل سوي دي خصوصاً  هغه مسائل چه په سوال کي ذکر سوي دي نوهغه يا د معتمدو او صحيح احاديثو څخه را اخيستل سوي دي لکن هغه احاديث شريف که په بخارى شريف کي نه وي ذکر سوي نو په نورو کتابوکي حتماً ذکر سوي دي يا داسي مسائل دي چه د هيڅ صحيح حديث سره په ټکر او تضاد کي نه دي واقع سوي نو اوس دلته څو  پوښتني را پورته کيږي .

اوله پوښتنه : ايا صحيح احاديث شريف ټوله په بخاري شريف کي راجمعه سوي دي؟
جواب : په بخار ي شريف کي ډيره کمه حصه د صحيح احاديثو شريفو را جمعه سوې ده  ولي ډير داسي احاديث شريف سته چه په بخارى شريف کى نسته د مثال په ډول ډير داسي احاديث سته چه په مسلم شريف ابو داود شريف ترمذى شريف او نورو کتابونوکي راغلي دي لکن په بخارى شريف کي نه دي راغلي او همدا راز امام بخاري صاحبG  پخپله ويلى دي چه ما په بخارى شريف کى صحيح احاديث را جمعه کړى دي خو هغه صحيح احاديث چه ما پري ايښي دي او نه مى دي رانقل کړى هغه اکثر دي يعنى د دي څخه ډير زيات دي(( مقدمه فتح البارى صـ٥ .))

او امام بخارى صاحب مبارکG فرمايلي دي چه زما سل زره صحيح حديثونه په ياد دي . او دوه سوه زره مي غيرصحيح حديثونه پياد دي(( مقدمه فتح البارى صـ ٢٨٨))
نو اوس پوښتنه دا ده چه په بخارى شريف کي خو تقريباً ٧٠٠٠  حديثونه راغلى دي هغه هم مکرر  ډير پکښي زيات دي نو هغه (٩٣)  زره حديثونه چيري دي ؟ او آيا که يو څوک په هغه نورو احاديثو شريفو عمل وکړي چه په بخاري شريف کي نه دى ذکر سوي آيا هغه مخالفت بلل کيږي د ټولو صحيح حديثونو سره ؟ دا بيان ما په مختصر ډول وليکی خو که يو څوک د أحاديثو شريفو په اصطلاحاتو خبر وي او دا ور ته معلومه وي چه د محدثينو په اصطلاح کي حافظ ، حاکم ,  اوحجة , څه ته ويل کيږي نو هغه ته به دا يقيني معلومه وي چه د صحيح احاديثو شريفو تعداد په لکونو دى نو دا معلومه سوه چه بخارى شريف د ټولو صحيح احاديثو مجموعه نه ده بلکه د صحيح احاديثو يو کوچني حصه ده ،

دوهمه پوښتنه : حنفى مذهب ولي په هغه احاديثو عمل نه دى کړى چه په بخارى شريف کي ذکر سوي دي؟  د دې څه وجه ده چه هغه داسي احاديث مبارکان انتخاب کړي دي چه په بخارى شريف كي نه دي ذکرسوي آيا د بخاري شريف سره څه تضاد موجود دي د مذهب اوكه څنگه ؟
جواب :  اصلاً دا پوښتنه د مخالفينو څه بايد وسي نه د مذهب د خلګو څه  ولي چه حضرت امام ابوحنيفة G  ډير تر مخه دى د امام بخارى صاحب G  څخه , او د حضرت امام صاحب مبارک G  په وخت کي نه بخارى شريف جوړ سوی وو او نه نور کتابونه د احاديثو ليکل سوي وه بلکه دا امام صاحب مبارکG  وو چه صحيح احاديث يې را جمعه کړل او خپل د مذهب احکام يې د هغو څه را واخيستل نو اوس د مخالفينو څه او د هغه کسانو څه چه يوازى او يوازى بخاري شريف پيژني او پر نورو اعتراضونه کوي د هغو څه دا سوال بايد وسي چه ولي امام بخارى G  په خپل کتاب کى هغه احاديث نه دي رانقل کړى چه امام صاحب مبارکG او د هغه په سلگونو شاگردانو په هغو باندي عمل کاوه او ولي يې هغه احاديث نه دي رانقل کړي چه پخپله امام صاحب مبارکG  د صحابه مبارکانو يا د تابعينو څه اورېدلي دي او هيڅ يوه شبهه او وسوسه د صحت په لحاظ نسته پکښى .

دريمه پوښتنه : بخارى شريف خو اصح الکتب دى يعنى د قرآن شريف څخه وروسته هغه صحيح ترين د کتابو بلل سوى دى او احاديث د بخارى شريف د صحت په لحاظ ډير کامل دى نو ولي مذهب په دغه احاديثو باندي عمل نه کوي چه ډير زيات صحيح دى ،
جواب : اول خو دا وايو چه د حنفى مذهب امام چه کله خپل مذهب ترتيباوه  نو په هغه وخت کي بخارى شريف نه وو جوړ سوى چه څوک ووايي چه ولي يې دا حديث پريښوی او ولي يې دا حديث را واخيستى بلکه هغه احاديث مبارکان چه حضرت امام صاحب مبارک G  ته رسيدلى وه په هغو کي يې خپل د طاقت مطابق هغه صحيح احاديث راجمعه کړه او خپل مذهب يې د هغو مطابق ترتيب کړى او بله خبره دا ده چه په احاديثو شريفوکي دوې خبري ضرورى دي يو صحت د احاديثو دى يو پوهنه د احاديثو ده چه  (فقه الاحاديث)  ورته ويل کيږى ولي احاديث شريف لکه څونه چه صحت ته د اسناد ضرورت لري په هغه اندازه پوهيدل په احاديثو هم يوه ضروري خبره ده , د مثال په ډول يو قسم آيتونه د قرآن شريف دي چه متواتر دي او په صحت کي ئى هيڅ اشتباه نسته بل پوهه ده په مطلب د آيتونو چه په ډيرو آيتونوکي په مطلب او معنى کي د هغوأيتونو  علماء کرامو اختلاف کړى دى نو د حنفى مذهب علماءکرام هيڅکله د بخاري شريف د احاديثو د صحت په مقابل کي خبره نه کوي او نه دهغه د عملي کولو پر خلاف دى بلکه هغه نور احاديث شريف چه په صحت کي د دوى هم مثله دى يا د هغوڅه بالا دى او حکم ئى د بخاري شريف د بعضى احاديثو څخه خلاف دى او د فقهى پوهني پر بناء هغه احاديث د عمل کولو لپاره انتخاب سوى دى او د بخارى شريف احاديث پريښوول سوي دي نو د دي څخه دا مطلب نسو اخستلاى چه حنفي مذهب د احاديثو څخه خلاف دى يا د بخارى شريف پر خلاف دى يابخارى شريف اصح الکتب نه بولي  .

څلورمه پوښتنه : يوازى بخاري شريف نه بلکه صحاح سته يعنى د  احاديثو مبارکانو شپږ سره کتابونه او همدا رنگه مشکاة شريف چه زموږ درسي کتابونه دي په هغو ټولو کي د حنفى مذهب احاديث نه دي ذکرسوي ددي څه وجه ده او ولي حنفى مذهب داسى دى چه احاديث ئى په دغه معتمدو کتابو کى نه دي ذکر سوي ؟
جواب : دلته دوې نکتې د يادولو وړ دي اول دا چه محدثين مبارکان خصوصاً د صحاح سته مصنفين په داسى زمانه کي تيرسوي دي چه په هغه وخت کى ټوله توجه د محدثينو مبارکانو يوازي و صحت ته د حديث وه يعني محدثينو مبارکانو کوشش کاوه چه صحيح حديث پيداکړي او را نقل يې کړي او صحيح حديث د موضوعى حديث او ضعيف حديث څخه جلاکړى او دي ته يې توجه نه کول چه دا حديث د يو مذهب سره برابر دى او کنه فلهذا تاسى وگورۍ چه په يوه کتاب کي د احاديثو د مختلفو مذهبونو احاديث موجود دي بعضي احاديث د امام شافعى صاحبG  د مذهب سره برابر  وي او بعضى احاديث د امام مالک صاحبG  د مذهب سره برابروي او بعضى احاديث د امام احمدحنبل صاحبG  د مذهب سره برابروي او بعضى احاديث د امام صاحبG  د مذهب سره برابروي اصلاً بعضي محدثينو مبارکانو د يوه خاص مذهب پابندي نه کول  , بله نکته دا ده چه د امام صاحب مبارکG  د مذهب او د نورو مذهبونو تر مابين دا تفاوت سته چه نور مذهبونه اکثراً په ظاهر د احاديثو عمل کوي او د امام صاحب مبارکG  مذهب هم حديث شريف او هم پوهنه د حديث شريف مراعت کوي , داسى پوهنه نه چه د حديث شريف د ظاهرڅخه مخالفه وي بلکه که د يوه حديث څخه مخالفه وي نو د بل حديث شريف سره حتماً موافقه وي او اکثره وخت په ډيرو صحيح احاديثوکي داسي يو حديث شريف انتخابوي چه په هغه کي هغه شرائط پرځاى وي چه د هغه شرائطو پر ځاى کول امام صاحب ضروري بللي وي , او ښکاره خبره ده چه داسى احاديث چه هم د صحت په لحاظ او هم د شرائطو په لحاظ پوره وي لږ دي نسبت و هغه احاديثو ته چه شرائط يې نه وي پر ځاى او محدثين مبارکان اکثره فقط د حديث و صحت ته گوري کله چه د حديث د صحت څخه مطمئن سوه هغه را نقل کوي نور نو شرائطو ته نه گوري , او هم دا وجه ده چه کله ناکله دا حاديثو په کتابوکي داسى احاديث را نقل سوي وي چه د هغو حکم يو د بل سره په تضاد کي وي مثلا په ترمذى شريف كي ډير داسى بابونه سته چه په يو باب کي يې منعه کړې وي د يو شي څخه بيا يې بل باب د هغه کار د اجازى لپاره ذکرکړى وي نو هر څوک د‌ي ته مجبورکيږى چه په بعضى احاديثو عمل وکړي او بعضي پريږدي او د دغه انتخاب لپاره امام صاحب مبارک خپل ځان ته شرائط او قوانين لري او ودغه انتخاب ته هرڅوک ضرورت لري هيڅ څوک په دنياکى نه سي کولاى چه ټوله احاديث عملي کړي که څه هم ځان ته اهل حديث يا د مذهب ضد يا بل نوم ځان ته کښيږدي  او دغه قوانين عملي کول د انتخاب لپاره معنى د مذهب ده خلاصه دا چه مذهب بعضى احاديث د عملى کولو لپاره انتخابول او بعضى پريښوولوته وايي نه دا چه احاديث پريښوول او خپل فکر په کار اچول د مذهب مطلب دى لکه مخالفين چه تبليغات کوي .

پنځمه پوښتنه : د حنفى مذهب علماء ولي هغه کتابونه نه درسوي چه په هغوى کى د حنفى مذهب احاديث موجود وي پرځاى د دي چه صحاح سته او مشکاة شريف درسوي ،
جواب : د بخارى شريف، مسلم شريف او نورو احاديثو د کتابو ټوله احاديث معتمد او صحيح احاديث دي او په هغوکي يوازي احکام نه دي ذکرسوي بلکه احکام , اخلاق , اداب , تصوف , عقائد , مناقب , تفسير , او نور ډيرمضامين ذکر سوي دي نو د حنفى مذهب علماء د هغو درس ته په دي خاطرتوجه کوي چه انسانان د احکامو څه سوا په نورو ټولو مضامينو باندي د صحيح احاديثو د لاري خبر سي يوازي يوڅوحديثونه دي چه مذهب هغه پري ئيښي دي او د هغه په عوض کي يې په نورو حديثونو عمل کړى دى چه هغه ډيرکم او محدود دي , نو د هغو په جوابونو او د مذهب په دلائلو به هم خلګ خبرداره سي او دا عيناً علامه د دي ده چه د مذهب خلګ کامل احترام لري د احاديثو او د بخارى شريف او هيڅکله تضاد او مخالفت دامام بخارى صاحب G دکتاب سره نه لري البته پکار دا ده په نن زمانه کي چه هغه کتابونه هم بايد په درس کي شامل سي چه د مذهب احاديث پکښي را جمعه دي لکه مسند امام اعظم ابوحنيفهG  او موطا‌‌‌‌ امام محمدG  او داسي نور چه دا کار به ډير مفيد تمام سى او د مخالفينو اعتراضات او د مذهب د خلګو وسوسې به ختمي سي

شپږمه پوښتنه : مخالفين وايي چه حضرت امام صاحب مبارک  ويلي دي چه کله تاسى يو صحيح حديث  ووينى نو زما مذهب پريږدى او هغه مختاره کړى او همدا راز هغه مبارک ويلي دي چه کله يو صحيح حديث ووينى نو هغه زما مذهب دى هغه مختاره کړى او زما خبره د ديواله ووهى او همدا راز د نورو مجتهدينوڅخه دا غسى اقوال رانقل سوى دي لکن اوس موږ وينوچه په بخاري شريف کي او نورو صحاح سته وو کى صحيح حديثونه سته او د هغو په صحت کي هيڅ  اشتباه هم نسته لکن د حنفى مذهب خلګ او نور مقلدين د خپل مذهب پيروي کوي او د هغه حديث اتباع يې پري ايښى ده نو دا په حقيقت کي دوى د خپل امامانوخبره هم نه مني .
جواب : بى له شک او شبهى څخه امام صاحب مبارک  او نورو مجتهدينو رحمهم الله تعالى دا خبره کړى ده لکن ددي خبري څخه مخالفين غلطه استفاده کوي حقيقت خو دا دى چه دا خبره د مجتهدينو د مذهبونو خصوصاً د حضرت امام صاحب  د مذهب حقانيت ثابتوي ولي د دي خبرى څخه خو دا معلوميږى چه مجتهدينو او په خاص طور امام صاحب مبارک خپل مذهب د احاديثو څخه را اخيستى دى او هيڅ يوه داسى خبره نسته پکښى چه د صحيح حديث څخه خلاف وي او د پوره پوره اطمينان له وجهى يې دا ويلي دي چه که مو زما داسى خبره وليدل چه د صحيح حديث څخه مخالفه وه نوهغه خبره د ديواله ووهى او شايد داسى جزئياتى به وي چه د بخارى شريف د حديث څخه به مخالفه وي لکن دا د دي معنى نلري چه هغه خبره به د ټوله حديثونو څخه مخالفه وي ولى دا ترمخه تيره سوه چه نه ټوله صحيح حديثونه په بخارى شريف کى سته او نه داسى ده چه صحيح حديث به خامخا په بخاري شريف کي موجود وي بلکه په زرگونو داسى احاديث مبارکان سته چه پوره پوره صحت لري لکن په بخارى شريف کي نه دي راغلي نو مخالفين دي مهربانى وکړي او داسى جزئيه دي راپيش کړي چه په هغه کي مذهب يوازي خپله رأيه چلولى وي او د مذهب مطابق صحيح حديث نه وي موجود او په مقابل طرف کى يې صحيح حديث موجود وي لکن د مذهب خلقو هغه پري ايښى وي او د مذهب پر رايه باندي يې اعتمادکړى وي او که مخالفين وايى چه شايد بعضى احاديث موږ ته را رسيدلى وي لکن امام صاحب ته نه وي رسيدلي نو دا خبره هم د منلو وړ نه ده ولي حضرت امام صاحب مبارک تابعى وو او د هغه په وخت کي صحابه مبارکان موجود وه او د ډيرو زياتو تابعينو سره يې ملاقات سوى دى او خپله زندگى يې ټوله و دغه کار ته وقف کړى وه نو څنگه کيدلاى سي چه هغه مبارکان نه وي خبر او د اوس زماني يو څوک خبر وي؟ هغه هم په داسى مسائلو کي لکه لمونځ روژه حج او نور فرائض او واجبات ,  او بله خبره لا دا ده چه حضرت امام صاحب مبارک ويلي دي چه که تاسى صحيح حديث ولىدى نو زما خبره د ديواله ووهى او کله چه امام صاحب يوه خبره کړى وي او په هغه خبره کي صحيح حديث د امام صاحب سره موجود وي لکن په بخارى شريف کى د هغه څخه مخالف حديث موجود وي نو هغه خبره خو د امام صاحب خبره نه سوه بلکه د حديث خبره سوه نو هغه څنگه د ديواله ووهي .

 اوومه پوښتنه : دا څنگه کيدلاى سي چه يو صحيح حديث يو قسم حکم کوي او د هغه په مقابل کى بل صحيح حديث موجود وي او يو حديث په بخاري شريف کي يا په بل کتاب کي راغلي وي او هغه بل حديث بيا د مجتهد سره وي او دواړه هم د حضرت حبيب   مبارک قولونه وي آيا هغه مبارک   کله يوقسم او کله بل قسم خبري کولي او که څه وجه ده؟
جواب : دى ته تعارض د حديثو وايي يعني دغسى حديثونه چه حکمونه يې ظاهراً يو د بل په خلاف وي نو داسي حديثونه موجود دي خو هغه په حقيقت کي يو د بل په خلاف نه وى بلکه دا د احاديثو په مطلب او مقصد باندي پوهني ته ضرورت لري چه دغه پوهنه د احاديثو د مطلبونو يو ډير لوى او وسيع ( پراخه ) علم دى او سخت زيات معلومات ته اړتيا لري او په دي علم کي حضرت امام صاحب  ډير زيات ماهر وو او د دغه مهارت په اساس هغه مبارک بعضي صحيح حديثونه پرى ئيښى دي او د هغه سره په متعارض بل صحيح حديث يې عمل کړى دى نو ځکه پخوانيو علماوو دا اقرارکړى دى الناس عيال ابى حنيفة فى الفقه  يعني خلګ ټوله په فقه کى ابوحنيفة صاحب ته محتاج دي او داسي نه ده پيښه سوي چه صحيح حديث دي امام مبارک  پري ايښى وي او په مقابل کى دى يوازي په خپل نظر او  رايه باندي عمل کړى وي او که يو څوک لږ اندازه مطالعه ولري او د ترمذي شريف ،  ابو داود شريف , او بخارى شريف ,  احاديث مطالعه کړي نو داسي ډير زيات احاديث به وويني چه ټوله به صحيح وي خو په يوه حديث کي به د يوکار اجازه سوي وي او په بل کى به منعه سوى وي خو هغه احاديث په حقيقت کي سره مخالف نه وي بلکه د احاديثو په مقصدونو او حکمتونو او علتونو او تاريخونو باندي عميقي او ژوري پوهى ته ضرورت لري چه هغه پوهنه يوازى د مجتهدينو سره سته هرعالم او هر مصنف هغه کار نه سي کولاى , نو په دي لحاظ مذهب ته مسلمانان سخت ضرورت لري ولي هغه سعيه ، تلاش اوهغه کاميابيانى او هغه استعدادونه او هغه تقوى او احتياط چه ددي کار لپاره ضرورى دي هغه بغير له هغه پخوانيو مجتهدينو څخه بل څوک په دي آخرالزمان کي نه سى ترلاسه کولاى , تاسي فکر وکړى چه هغه مجتهدين ا وهغه امامان چه هغو د صحابه مبارکانو او د تابعينو سره د سر په سترگو ليدلي وه او د هغود مبارکو خْلو څخه يې احاديث اوريدلي وه هغه به د حديث په مطلب ، تاريخ ، حکمت او علت ښه پوهيدل او که به (١٤٠٠) کاله وروسته يو عالم چه د صحابه مبارکانو او د تابعينو د زندگى يو تصوير قدر په خپل خيال کي هم نه سى جوړولاى او اتباع د ټو لو سنتونو او د شريعت پوره عملي کول ورته محال معلوميږى او د کاملى تقوى داره نفقى پيداکول خو تقريباً ناممکن گرځيدلى دي  , او بل دا دى چه په نن زمانه کي د هيڅ چا سره پوره علم نسته بلکه نقلونه د کتابونو ورسره دي او هغه چا چه د فتاوى ، تفاسيرو او د احاديثو د کتابونو د مطالعى څخه يې شيان پيادکړى وي موږ هغه ته ستر او لوى عالم وايو او په حقيقت کي خو علم هغه څه ته وائى چه د ده د خپل ذهن محصول وي او چه فقط د نورو کتابونو او علماوو اقوال بيانوي هغه ته ناقل وائى نوآيا ناقل د يو مجتهد عالم وظيفه سرته رسولاى سي؟

دارالعلوم و دارالحفاظ فيض القران – هرات – افغانستان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب