ابن جماعه؛ نړیوال سیاسي مفکر

 

(۱۲۴۱م کې زوکړی- ۱۳۳۳م مړ)

ابن جماعه یو وتلی قانونپوهه، دیني عالم، مدرس او استاذ و.

نوموړی د ۱۲۸۸م- ۱۲۹۱م کلونو په منځ کې په بیت المقدس کې قاضي پاته شوی.
همدارنګه يې د قاهرې او دمشق د قاضي القضات په توګه هم کار کړی. خو د ژوند په وروستۍ موده کې یې بېرته درس او تدریس ته مخه کړه او په قاهره کې د فقهې د استاذ په نامه مشهوره شو.

اثر:
تحریر الاحکام فی تدبیر اهل الاسلام

your ads

ابن جماعه امامت ته یو اړین امر بولي، ځکه چې وايي ضرورت یې په قرآن کریم، نبوي احادیثو او د علماء کرامو په ویناوو کې ثابت شوی. هغه د امام د منصب او مسؤلیت پر مذهبي او قانوني اړخ زیات تاکید کوي.

د ابن جماعه له انده، دین ساتنه، مجرمانو ته جزا، د مظلومانو لاسنیوی، د رعایت خوندیتوب او ژغورنه او د فساد ختمول د امام عمده مسؤلیتونه دي.

نوموړی پر دې هم ټینګار کوي، چې امام باید د خرافاتو پر وړاندې ټینګه مبارزه او د دین اصلي فهم رسولو ته ملا وتړي. همداراز باید د اسلام د ارکانو لکه لمونځ، روژه ، زکات او حج مراقبت وکړي ، چې ایا رعایت یې پر خپل وخت ادا کوي او کنه او امام ته د دې ترڅنګ چې پر خپل رعایت او ماتحت د څار خبره کوي، مشوره ورکوي،چې باید په کال کې يو ځل ارومرو پخپله هم په جهاد کې عملاً برخه واخلي. د قانون یو شان تطبیق وکړي او په چارو کې له عالمانو او پوهو شخصیتونو سره مشوره وکړي.

د ابن جماعه په وینا د انسانانو ترمنځ راکړه ورکړه او معاملات هله سمېدلی شي،چې د حکومت مشر خپل قدرت د خلکو او رعایت د هوسایني او پرمختګ لپاره وقف کاندي.

هغه د حدیث د وینا مطابق رښتینی امام پر ځمکه باندې د الله تعالی سیوری ګڼي. دی زیاتوي، چې حکومت مشر ته د امام، سلطان ، خلیفه او پاچا هر نوم کاریدلی شي.

ابن جماعه پر هغو اوو خصوصیاتو چې الماوردي د یوه واکمن لپاره ټاکلي، درې نورې ځانګړنې هم ور زیاتوي،چې هغه نرینتوب، مسلماني او خپلواکي دي. دی وايي واکمن کولای شي، چې د انتخاباتو له لارې خپل ځایناستی وټاکي. انتخابات له بیعت وروسته اعتبار لري، ذاتي ضروري او د امام اطاعت دیني وجیبه بولي. ځکه د امام اطاعت د الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم او بیعت یې هم د الله او د رسول سره بیعت دی.

ابن جماعه د امت د اتحاد او یو موټي کیدا لپاره په زور د واک ترلاسه کول روا بولي او له دې لارې واک ته رسیدلی واکمن د قاضيانو او ولایانو د ټاکنې اهل بولي. همداراز لیکي، چې وزیر د امام نماینده او استازی دی، چې د یو شان مسؤلیت او صلاحیت څخه برخمن وي او وزارتونه بیا پر دوو ډولونو ویشي، یو یې تفویدي او بل یې تنفیذي وزارتونه دي؛ چې لومړی ډول وزارتونه په ټولو چارو کې خودمختاره او صلاحیت لرونکي وي او دوهم هغه یې بیا یوازې د امام د احکامو او فرمانونو د تطبیق او اجرأاتو مسؤلیت لري.

نوموړی امیران هم په مختلفو ډولونو ویشي. د ښې حکومتولۍ لپاره د قاضي، مفتي، پولیس، اوقاف او نورو ګمارنه مهمه او د حکومت مسؤلیت بولي.

محمد الله احساس

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب