ابن حزم؛ د وتلي سیاسي مفکر ژوند او اند

 

د امام ابن حزم بشپړ نوم ابو محمد علي بن احمد بن سعید ابن حزم دی. دی د ۳۸۴هـ په رمضان میاشت کې چې د ۹۹۴م کال د نومبر په ۷ نېټه قرطبه کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې.

مهم تالیفونه او اثار یې:

د امام ابن حزم د لیکنو او کتابونو شمېر څه باندې ۴۰۰ ته رسیږي. خو مشهور او مهم یې پکې دا دي :
* طوق الحمامة فی الائفة و الالاف.
* رسالة فی فضل الاندلس .
* نقط لعروس فی تواریخ الخلفاء.
* جمهرة الانساب.
* ابطال القیاس وائرای و لاستحسان و التقلید و التعلیل.
* کتاب الاحکام فی اصول الاحکام.
* المحلی بالاثار فی شرح المجلی بالاقتصار.
* کتاب الفصل فی الملل و الاهواء و النحل.
* کتاب الناسخ و المنسوخ.

د ابن حزم پلار په خپل وخت کې وزیر تیر شوی و.ځکه نو ده هم د پلار تر مړینې وروسته د هغه لاره تعقیب او په سیاست او ټولنه کې رول لوبولو ته زړه ښه کړ.

نوموړی په مذهبي لحاظ  په لومړیو کې د شافعي مذهب اتباع کوله ؛ خو وروسته يې تقلید ته شا کړه .

ابن حزم د اندلس په کچه وتلی عالم، مؤرخ ، د ځانګړي سبک څښتن لیکوال او د رنګینو اشعارو شاعر ګڼل کېږي. په مذهبي افکارو کې يې هم ځان ته بېله لار غوره کړې وه . ابن حزم (رح) په کفري او غیر اسلامي عقایدو او نظریاتو هم ژوره کره کتنه کوله او تل به یې د مسیحيت او یهودیت په جعلي نصوصو او کتابونو ټینګې نیوکې او اعتراضونه کول. همداراز هڅه يې کوله چې په دې منسوخو عقایدو کې شته تضادونه او ټکرونه په ګوته کړي. ده به ویل چې ګوندې له همدې لارې په مقدسو متونو کې د تحریفاتو او لاسوهنو  په اړه خلک پوه کړای شي.

ابن حزم په عقایدو او علم الکلام کې د خپل استاذ محمد بن الحسن المذحجي ستاینه کوله او د هغه فلسفه او افکار به یې بیانول.

نوموړي به همیشه مناظرو کې برخه اخسته او کوښښ يې کاوه چې د علمي مناقشو له لارې د خپل استدلال او منطق په مټ مقابل لوري ته قناعت ورکړي او خپله خبره پرې ومني. د ده ډېرو علمي سیالانو او حریفانو به ویل چې د ابن حزم سره مناظرې ته حاضریدل ګنې «له غره سره سر  وهل» دي.

همداشان په لیکوالي کې د ابن حزم قلم دومره تیز او پوخ و، چې د خپل عصر ډېری ادیبان او لیکوال ورته ګوته په غاښ پاته وو. د نوموړي د اثارو په اړه ویل کېږي، چې آن د اسلامي نړۍ نوموتی مفکر او علمي شخصیت ابن تیمیه (رح) هم ترې اغېزمن او متاثره و.

وتلی سیاسي مفکر ، لیکوال او عالم ابن حزم بالاخره د ۴۵۶هـ کال د شعبان په ۲۸ نېټه چې د  ۱۰۶۴م د اګست د میاشتې له ۱۵ نیټې سره سمون خوري له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د محمد الله احساس ژباړه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب