ابوذر رضي الله عنه ته د رسول اللهﷺ (۷) نصيحتونه

رسول كريم ﷺ څخه داسې ارزښتناك او ګټور وصيتونه او نصيحتونه را نقل شوي دي چې هر مسلمان او مومن وګړی ورته، په خپل ورځني ژوند او بيلابيلو خاصو او عامو حالتونو كې خورا زياته اړتيا لري. دا دى مونږ د دغه وصيتونو څخه يو څه په دې لنډه ليكنه كې تاسو ته وړاندې كوو، ترڅو زمونږ او ستاسو د دنیا و آخرت د كاميابۍ، سرلوړۍ او نيكمرغۍ لامل وګرځي او الله تعالي دې مونږ او تاسې ته د عمل توفيق راپه برخه كړي.

۱. ابوذر رضي الله عنه ته د رسول اللهﷺ (۷) نصيحتونه:
عن ابی ذر رضي الله عنه قال: امرني خليلي بسبع:
ابوذر رضي الله عنه فرمايي چې ماته مې خپل دوست د اوو شيانو امر كړی دى:
۱- أمرني بحب المساكين و الدنو منهم.
ماته يې د مسكينانو سره د محبت او هغوی ته د نژدې كيدو امر كړيدى.
۲- و أمرني ان انظر الى من هو دوني و لا أنظر الى من هو فوقي.
ماته يې امر كړى دى چې په دنيوي چارو كې به له ځان څخه لاندې خلكو ته ګورم او له ځان څخه پورته خلکو ته به نه ګورم.
3- و أمرنی أن أصل الرحم و إن أدبرت
ماته يې امر كړى دى چې زه به د خپلوانو سره خپلولي پالم كه څه هم هغوی له ماسره خپلولي نه پالي.

4- و أمرنی أن لا أسال أحداً شیاً
ماته يې د دې خبرې امر كړی دى چې له چا څخه به د هيڅ شي سوال نكوم.
5- و أمرنی أن أقول الحق و لو کان مُراً
او دا چې زه به حقه خبره كوم كه څه هم هغه ډيره ترخه وي.
6- و أمرنی أن لا أخاف فی الله لومة لا ئم.
او دا چې د الله په لار كې به د چا له ملامتۍ څخه ويره نه كوم.
7- و أمرنی أن أکثر من قول “لا حول و لا قوة إلا بّالله فإنهن من کنز تحت العرش”
او د دې خبرې  امر یې كړى دى چې لا حول و لا قوة الا بالله په كثرت سره وايه ځكه چې دا له هغې خزانې څخه ده چې له عرش عظيم څخه لاندي ده.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب