ابوطالب ته بلنه | سیرت النبي

ابن عباس  رضي الله عنه وايي: د قريشو لوى-لوى ملکان، عتبه بن ربيعه، شيبه بن ربيعه، ابوجهل بن هشام، اميه بن خلف، ابوسفيان بن حرب او نور ډير، ابو طالب ته راغلل او ورته ويې ويل: اى ابو طالب! پوهيږې چې ته په مونږ کې کوم ځاى لرې؟ او کومه ناروغي چې تاته در پيښه ده هغه هم وينې، مونږ په تا ډاريږو ، ته خبر يې چې ستا له وراره سره زمونږ څه حال دى؟ ته هغه را وغواړه او ترمنځ مو سوله وکړه، له ځينو خبرو به مونږ تير شو او له ځينو دې دى تير شي، هغه دې زمونږ له دين سره کار نه لري او مونږ به د ده له دين سره کار نه لرو، ابو طالب سړى واستاوه پيغمبر صلی الله عليه وسلم  يې را وغوښت او ورته ويې ويل: اى وراره! داستا دقوم ملکان راغلي  غواړي تاسره په خولا شي او له ځينو خبرو ته تير شې، له ځينو به دوى تير شي، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل : سمه ده! دوى دې زما يواځې يوه خبره ومني نو د ټولو عربو واکمنان به شي او ټول عجم به يې پيروان شي! ابوجهل وويل: سمه ده!يوه نه، لس خبرې به دې هم ومنو، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: ټول وواياست چې له الله نه پرته بل خداى نشته او له هغه پرته موچې کوم خدايان نيولي دي ټول پريږدئ!

په دې خبره ټولو لاسونه ومروړل او ويې ويل: اى محمده!( صلی الله عليه وسلم ) ته غواړې چې مونږ له ډيرو خدايانو نه يو خداى جوړکړو؟ دا خو ډيره عجيبه خبره ده!

بيا يې يو بل ته وکتل او ويې ويل: په خداى چې دا سړى ستاسو هيڅ غوښتنه نه مني، ځئ ترڅو مو چې خداى ترمنځ پريکړه كوي دخپل پلار- نيکه دين کلک کړئ او ټول ووتل.

ابن عباس رضي الله عنه  وايي: هغوى چې ووتل ابوطالب پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  ته وويل: قسم دى تا خو له دوى نه هيڅ کومه بده غوښتنه ونه کړه، په دې خبره د پيغمبر صلی الله عليه وسلم  په زړه کې هيله پيدا شوه نو ورته ويې ويل: کاکا جانه! نو ته خو دا کلمه ووايه چې بيا دې د قيامت په ورځ زه شفاعت وکړم، ابو طالب ورته وويل: کاکا دې جارشي! که زه  له دې خبرې څخه نه ويريدلاى چې زما له مرګه وروسته به قريش تا او ستا کورنۍ ته بد وايي او وايي به چې ابو طالب د مرګ له ډاره مسلمان شو؛ نو هرو مرو به مې ستا د خوښۍ له پاره ويلې وه ([3]).

ابن المسيب رحمه الله  دخپل پلارله خولې روايت کوي چې کله د ابو طالب د مرګ وخت رانږدې شو پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  ورغى او ورته ويې ويل: کاکا جانه! لا اله الا الله ووايه چې زه الله پاک ته ستا دغه کلمه دليل کړم، ابوجهل او اميه -چې له وړاندې نه هلته ناست ول- ورته وويل: ابو طالب!د عبدالمطلب دين پريږدې؟ پام کوه چې دا کار ونه کړې! دوى دواړو بيا بيا همدا خبره تکراروله تر دې چې د ابوطالب له خولې اخيري خبره هم داوه چې: د عبدالمطلب په دين يم، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: ترڅو چې زه منع کړل شوى نه يم ستا له پاره به له خدايه بخښنه غواړم، الله پاک دا ايت نازل کړ:

مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَن يَسْتَغْفِرُواْ لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُواْ أُوْلِي قُرْبَى مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ [التوبه/ ١١٣]

[irp][irp][irp]

ژباړه: له پيغمبر صلی الله عليه وسلم  او هغو کسانو سره چې ايمان يې را وړى نه ښايي چې مشرکانو ته بخښنه وغواړي که څه هم خپلوان يې وي، وروسته له هغه چې ورته څرګنده شوې ده چې هغوى دوزخيان دي.   إِنَّكَ لاَ تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ  [القصص/ ٥٦]

ژباړه: ته هغه چاته هدايت نشې کولاى چې ستاخوښ وي([4]).

په يو بل روايت کې دي چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ابو طالب ته بيا بيا کلمه وړاندې کوله او  هغوى دواړو به ورته خپله خبره کوله تردې چې د ابو طالب وروستۍ خبره همدا وه چې : د عبدالمطلب په دين يم، او له لا اله الا الله څخه يې ډډه وکړه، پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: ته دې خبر يې! ترڅو پورې چې زه منع کړل شوى نه يم ستا له پاره به بخښنه غواړم، الله پاک همدا اياتونه را نازل کړل ([5]).

ابوهريره رضي الله عنه  وايي: د ابو طالب چې زنکدن و پيغمبر صلی الله عليه وسلم  د اسلام بلنه ورکړه او ورته ويې ويل: کاکا! لا اله الا الله ووايه چې زه دې د قيامت په ورځ خداى جل جلاله  ته شاهدي ووايم، هغه ورته وويل: که د قريشو دا پيغور نه واى چې: د مرګ له ډاره مسلمان شو، نو ما به دې هرو مرو سترګې يخې کړي وې او دا کار به مې يواځې ستا د خوښۍ له پاره کړى و، الله پاک دا ايات را نازل کړ:

إِنَّكَ لاَ تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاء وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ [القصص ٥٦]

ژباړه: ته هغه چا ته هدايت نشې کولاى چې ستا خوښ وي خو چاته چې الله وغواړي هدايت ورته کوي او هماغه په لار موندونکو ښه عالم دى([6]).

ليکنه: مولانا محمد يوسف کاندهلوي رحمه الله

ژباړه: مولوي عبدالحق حماد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب