ابو القاسم الزهراوي د مسلمانانو لوی جراحي ډاکټر!

 

ابوالقاسم الزهراوي د اندلس(اوسنی اسپانيې) په زهراء منطقه کې زيږېدلی، دا يو لوی باتجربه ډاکټر وو، مختلفې دواګانې به يې جوړولې، ابوالقاسم د طب په ډګر کې ډېری ليکنې لري چې تر ټولو غوره کتاب يې (زهراوي) نوميږي.

ابوالقاسم پخپله جراحي تجربې کولې پرته له دې څخه چې کوم ډاکټر او يا استاذ ته کښيني او له هغه يې زده کړي، د جراحی په ډګر کې يې ډېری تجربې وکړې تر دې چې يو لوی جراح تر ووت، او په دې علم کې دومره مرتبې ته ورسېد چې د جراحی په هکله چې کوم کتاب ليکل کېده يا کوم درس ورکول کېده دده نوم به يې خامخا يادوه.

د الزهراوي په نوم کتاب چې د جراحی په هکله وو د مخکنيو ډاکټرانو په منځ کې ډېر اهميت درلود، دا کتاب په شپاړسمه ۱۶ پېړۍ کې د جراحی لپاره يوه اساسي مرجع وه، او دده افکار په طبي علاج کې يو اغېزمند نوښت منځ ته راوړی وو، ځکه ده چې د جراحی په هکله کوم آلات لاس ته راوړي وو له هغه څخه په هماغه عصر کې او له هغه څخه وروسته ډېره ګټه اخيستل کېده. او جراحی ډاکټرۍ ته يې قوت ورکړی وو. دغه آلات د ډاکټرۍ په ساحه کې اروپايې اختراع ګانو لپاره د بنسټ ډبره وه

ژباړه: عماد الدین سعید

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب