اتل افغانستان یم -شعر

خــــاوره د غیرت یــم زه     چـیـــــغه د همــــــــت یم زه

غږ د صداقــــت یـــم زه     رمـــز د شرافــت یــــــــم زه

عزم  فــولادي لـــــرم زه     تـــوره عمـــري لــــــــرم زه

مینـــــه الهــــي لــرم زه     مېـــنه ایمـــانـــــي لــــــرم زه

اوږد تاریخ لـرم ویاړلی       ډاګیز دریځ لـــــــرم ټاکـــلـی

ښـه نوم لـرم وتــــــلـی        لـوړ نښـــــان لــرم ستایــلی

ما کې به ایمان اوسـي       ما کــــــې به قـــرآن اوســـي

ما کـې فدایان اوســــي       ما کــــــې باتــــوران اوســـي

نه مې دي وهلي څــوک      نه مــې دي رټلـــي څـــــوک

نه مې دي کنځلي څوک      نه مـې ځورولــــــي څــــوک

نه کوم ګـوزار پــه چــا       نه منـــــــم ګوزار د چــــا

نه لرمه کـــار پــه چــا       نه منمــــــــــه کار د چــــا

نه کوم ناتــــار پـه چـا       نه منـــــــم ناتار د چــــــــا

نـه وړمه زه بار دچـا        نه وړمه خپـــــل بار په چا

خپله خپلواکي غواړم        خــپلــــــه آزادي غــــــواړم

خپله سرلوړي غواړم       حـــــق مــې لازمـي غـواړم

زه افـغـــانستان یـــــم       کــــور د مــــــــــسلمان یـم

بل ته تور زندان یـــم       خپل ته ســـــــپین امان یــم

                اتل افغانستان یم

                اتل افغانستان یم

ن. ف. وردګ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب