اتومي انرژي او انشقاق | قرآن علمي اعجاز

الله (ج) دانه او هسته بېلوی اوژوندی له مړی اومړی له ژوندی نه راباسی. (الانعام ۹۵).
د حب (دانه) بېلول یا سوری کول اود نوی (هسته) کیدای شی داتوم انشقاق ته اشاره وی. دنوی عربی کلمه دهستې مرکز اود اتوم دهستې په ماناده . برسېره پردې دغه موضوع له ژوندی نه دمړی راویستل او دهغه برعکس کیدای شی دې ته اشاره وی  چې الله (ج) انرژی له مادې نه او ماده له انرژۍ نه مینځ ته راوړی. له ژوندی منظور ماده ده او له مړی منظور انرژی ده ځکه دې مادې په مینځ کې اتومونه اواجزاوی یی دی ځکه په خوځښت کې وی اوانرژی خو خپله په خپل مېنځ کې خوځښت نه لری. پوهان انرژی دکارکولو دځواک په مانا پېژنی . ټول مواد له مالیکولونو جوړ دی اومالیکولونه له اتوم نه جوړشوی چې خوځښت یی کولای شو ترالکترونیکی میکروسکوب لاندې ووینو . دشلمې زیدیزې پېړۍ په لومړیو کې البرت اينيشتين نظر ورکړ چې ماده په انرژۍ بدلېدلی شی اووی ویل چې ماده اوانرژی داتوم په سطح یو له بل سره اړېکې لری . نو له مړی نه دژوندی  روایستل کیدای شی له مادې نه دانرژی راویستل وی.

اوس پوهان کولای شی چې اتوم اوهسته یی ماته کړی ، دانشتین له فرضېې څخه په الهام اخستلو پوهان وتوانیدل چې هسته شق کړی او له هغه نه ډیره انرژی آزاده کړی . دفالق کلمه دهستې  دشق کولوپه مانا ده چی له کبله یی ډیره انرژی لاسته راځی .
دالانعام دسورې د ۹۵ آیت ټاکنه ډیره په پوهې سره شوی اوکیدای شی دا به اتومی چاودونو اودانرژی نه ګټې اخستنې ته اشاره وی.  (و الله اعلم).

محمد شفیق حقپال

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب