اجتماعي تزکيه

د تزکيې مفهوم او معنا تر ډيره کچه په اسلامي ټولنو کې څرګنده ا و خپره دى، او ډيرى مسلمانان  په بيلابيلو تګلورو سره د خپل ځان په تزکيه او پاکولو بوخت دي، خو په دې اړه يوه ستره اشتباه او تيروتنه دا ده چې د تزکيې مفهوم يوازې په فردي تزکيه کې منحصر پاتې شي، او مسلمانان دا وانګيري چې  په فردي صلاح او تزکيه به  امت له کړاوونو او ربړو څخه  وژغوري.

په دې اړه يوازې افراد نه بلکې زيات شمير ډلې او د دين خدمتګاران هم په عملي توګه په دغه تيروتنه کې پريوتي دي. زيات شمير مسلمانان داسې هم شته چې د اسلامي دعوت  دستونزو او کړاوونو د ګاللو توان په ځان کې نه ګوري، په دې  لار کې خپل صبر او استقامت له لاسه ورکړي، او د تزکيې په نامه بيا د کار او مبارزې ډګر پريږدي، او په همدې نامه د عافيت کونج  دځان لپاره غنيمت وگڼي، دا ټولې بيلګې د اسلام څخه د نيمګړي تصور او فهم  پر بنسټ ولاړې دي، په اسلام کې که د (قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَكَّى) او د (قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا)  چاچې خپل نفس پاک کړ هماغه بريالى شو .

کلمات راغلي دي، خو بل لوري ته بيا د انبياوو عليهم السلام دنده دا ښودل شوې ده چې هغوى د نورو انسانانو د تزکيې لپاره رااستول شوي و، الله تعالى فرمايي: هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمْ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ )  الله تعالى هغه ذات دى چې په امي قوم کې يې يو رسول رااستولى دى تر څو پر هغوى د الله آيتونه ولولي، هغوى تزکيه کړي، او ورته د کتاب او حکمت ښودنه وکړي، په بل ځاى کې بيا هر مسلمان په دې مکلف شوى دى، چې خپل اهل او عيال د جهنم له اور څخه وژغوري، مسلمان  ته دا ويل شوي  دي، چې د ټولنې د تزکيې او پاکولو په لار کې په خپل مال او ځان جهاد او مبارزه وکړي، او هر څوک چې ټولنې ته زيان رسوي د هغې مخنيوى وکړي،  د رسول الله صلى الله عليه وسلم امت په ټوله کې د ټول انسانيت د تزکيې لپاره رااستول شوى دى، همدا د شهادت حق مفهوم دى، همدا د دغه امت اساسي دنده ده، او د اسلامي امت برم او عزت به د اجتماعي تزکيې له لارې بيرته راګرځي، له همدې کبله د مسلمان غاړه په فردي تزکيه نه بلکې د اجتماعي تزکيې لپاره په هلو ځلو له مسؤوليت څخه خلاصيداى شي، د دغه امت په اړه دا ويل شوي دي چې (كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنْ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ. تاسې غوره امت ياست د خلکو لپاره رااستول شوي ياست په نيکيو به امر کوئ او له بديو څخه به خلک منع کوئ او په الله به ايمان  راوړئ.

مولوي امين الله ازره وال

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب