احمد حسن زويل- نوبل ګټونکي مسلمان پوهان

احمد حسن زويل

مصري سایسنپوه احمد حسن زویل د ۱۹۴۶م کال د فبروري په ۲۶مه نېټه د مصر په دامنهور کې نړۍ ته سترګې پرانستلې . ده ته د کېمیا په برخه کې د تر سره کړیو څېړنو او کارونو له امله د ۱۹۹۹م کال د نوبل د کېمیا جایزه ورکړل شوه. احمد حسن زویل د کلېفورنیا د ټیکنالوجۍ د ادارې د کېمیا او فزیک څانګو مشر پروفیسر پاته شوی دی.

احمد زویل لسانس او ماسټرۍ د مصر د سکندريې پوهنتون کې اخستې او پي ایچ ډي یې د امریکې د پنسلوانیا ایالت له پوهنتون څخه بشپړه کړې. د دې سره خوا کې يې دنده هم ترسره کوله او هداشان یې یوه بله دکتورا د کلیفورنیا پوهنتون کې واخستله.

د ښاغلي احمد حسن زویل تر ټولو ستره کارنامه دا وه، چې په (فیمټو کمسټري، FemtoChemistry) کې يې څيړنې وکړې. البته له ده وړاندې په دې موضوع کې چا کار نه و کړی، دا داسې موضوع ده، چې د کېمیاوي تعاملاتو څېړنه کوي.نوموړی درېیم مصری و، چې د نوبل جایزه یې وګټل.  په مخکنیو برخو کې  مو د دوو نورو مصریانو نجیب محفوظ او انور سادات په اړه ولوستل.

نوموړي د نوبل جایزې تر څنګ ګڼ نور نړیوال انعامونه هم ګټلي وو، چې په ۱۹۹۳م کې په کېمیا کې د «اولف جایزه» او په ۱۹۹۷م کې دوې نورې جایزې  «تولمن مډال» او د «رابرټ اې ویلچ ایوارډ» او همدارنګه په ۲۰۱۱م کال کې د امریکا د کېمیايي ټولنې له لورې د «پریستولي مډال/ Priestley Medal» د یادونې وړ دي.

your ads

سویډن پوهنتون په ۲۰۰۳م کال کې ښاغلي زویل پر افتخاري دوکتورا ونازاوه. په ۲۰۰۶م  ورته د کیمبرج پوهنتون په ساینس کې اعزازي دوکتورا ورکړه، د ۲۰۰۸م کال په می میاشت کې د ماډریډ کمپلویټنس پوهنتون افتخاري پي ایچ ډي ، په ۲۰۰۹م کې اردن پوهنتون په ساینس او هنر کې او د نړۍ یو بل معتبر پوهنتون هم ورته افتخاري دکتوراوې  ورکړې.

د امریکا ولسمشر د ۲۰۰۹م کال د جون په ۴مه نېټه د قاهرې په پوهنتون کې د وینا پر مهال د یو نوي پروګرام د پیلېدو اعلان وکړ، د نوموړي په وینا دا پروګرام به د امریکا او اسلامي نړۍ ترمنځ د ساینسي اړیکو یو نوی باب پرانیزي،چې دا کار به هر کال د یو ساینسي سفیر د غوره کولو له لارې پلي کېږي. په ۲۰۱۰م کې احمد زویل،الیاس زرهوني او بروس البرټس په امریکا کې د اسلامي نړۍ لپاره د ساینسي سفیرانو په توګه غوره شول.

ښاغلي احمد حسن زویل په مصر کې د ۲۰۱۱م د خونړیو لاریونونو او د پوځي دیکتاتور رژيم د واک ته رسېدو پر مهال مصر ته ستون شو او د دواړو جهتونو ترمنځ يې د جوړجاړي ناکامه هڅه هم وکړه.

د کېمیا په اړونده موضوعاتو باندې د ښاغلي احمد حسن زویل د چاپ شویو اثارو له جملې ځينې مشهور هغه یې دلته د ساري په توګه یادوو:

۱- د لیزر سپیکټروسکوپي پرمختګ    ۱۹۷۷م
۲- د لیزري کېمیا ارتقاء       ۱۹۷۸م
۳-فوټو کېمسټري ،لومړی او دوهم ټوک  ۱۹۸۳م
۴-کېمیاوي تعامل؛ جوړښت او ډاینامکس  ۱۹۹۲م

همدارنګه د نوموړي یو شمېر نور مهم او تلپاتې اثار هم شته دي، چې د کېمیا په تاریخ کې به تر ډېرو یاد وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب