اختر د مسلمانانو لپاره

خداى (ج) د مسلماناو لپاره هر کال دوه اخترونه ور په برخه کړى دى. چې يوه يې کوچنى اختر چې دمبارکي روژي د مياشتې وروسته راځي او بله يې لوي اختر دى چې حاجيان حج کوي او مسلمانانو باندې قرباني واجب کېږي، البته هغه کسان چې توان يې ولري. خداى (ج) دا شپږ ورځې د مسلمانانو لپاره د خوښۍ او نيکمرغۍ ورځې  ياد کړى دى او د مسلمانانو د يوالى او وحدت ورځې دي. څوک چې د خپل ورور، پلار، خور، مور، کاکا، ماما، تربور او نورو مسلمانانو ورونو څخه خوابدى وي او ورسره خبرې اترې او راکړه ورکړه نه لري، بايد په دې شپږو ورځو کې ورسره پخلا شي. هېڅوک بايد په دې ورځو کې خپګان ونه کړي او د خداى (ج) شکر دې پرځاې کړي چې د خوښۍ ورځې يې ور په برخه کړى دى. خو موږ مسلمانان په ځانګړې توګه افغانان او بيا پښتانه په ډېرو مصيبتونو او رنځونو کې ګير يو او تل مو غمونه او مصيبتونه په برخو مو کېږي. د درې لسيزو راهيسې زموږ کور کلى ، ټولنه او بيا وګړي له منځه تللي دي او د پرديو په لاسونو کې سوځي. خو موږ خپل دښمن ونه پيژندله او دا زموږ ګاونډيان دي چې زموږ په خاور کې لاسوهنه کوي. او موږ يو بل سره په جنگ اچوي او د نفرقه اور يې زموږ په ټولنه کې بل کړى دى.

موږ نه اختر لرو او نه د اختر څخه ښه لمانځنه کوو. او تل په غمونو او بدمرغيو کې ګير يو. د اختر په شپو او ورځو کې زموږ ګڼ شمېر هېوادوال شهيدان کېږي، کورنه له منځه ځي، ماشومان مو يتيمان کېږي، ښځو مو کونډې کېږي او هېواد مو د کړکيچونو سره مخ کېږي. او زموږ ګران هېوادوال د اختر د لمانځنې پر ځاى د بدمرغيو اوښکي تويوي. اى خدايه پر موږ رحم وکړه او زموږ هېواد د ظالم د شر څخه خلاص کړه او زموږ د دښمنانو لاسونه زموږ د هېواد څخه لېري وساته. او موږ ته يوالى را په برخه  کړه او نفاق او تفرقه زموږ له منځه نه لېري کړه.

زه د ټولو افغانانو څخه غواړم چې د اختر په شپو او ورځو کې د خپلو هغو ورونو او دوستانو سره پخلا شي چې ورسره خبرې نه کوي او يا د هغوي کورونو ته نه ځي. دوي بايد د يو بل کورونو ته ولاړ شي او د اختر لمانځنه دي وکړي. او د هغوي په خوښيو کې دې برخه واخلي .
و من الله توفيق

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب