اخلاقي فساد او افغاني ټولنه د سورت نور په تله كې

د نور سورت په نولسم اّيت كې الله (ج) فرمايي “ان الذين يحبون ان تشيع الفاحشة فى الذين آمنوا لهم عذاب اليم في الدنيا والآخرة، والله يعلم وانتم لا تعلمون”
ژباړه: (هغه كسان چې د موْمنانو ترمينځ د فساد له خپرولو سره مينه لري نو په دنيا كې به هم د هغوى لپاره دردناك عذاب وي او په قيامت كې به هم ، يقينا الله(ج) پوهيږي او تاسې نه پوهيږئ).

كه د فساد خپرونې سره تشه علاقه او مينه لرل د قراّن په اند دومره ستر جرم وي چې په بدل كې به يې په دغه جرم كې لتاړ خلك په دنيا او اّخرت كې سخت عذاب او درنه سزا ويني، نو دهغه كسانو به څه انجام وي چې له خوښې او مينې نه يوګام وړاندې ځي او د بداخلاقۍ، بې حيايۍ او فساد خپرولو ته يې مټې رانغښتې وي ، دغه ناوړه كار ته يې كار ويلى وي او له دغې لارې نه مرداره او حرامه روزي لاسته راوړي، فحشاء ته دروازې پرانيزي، خبرونه او راپورونه يې خپروي، دټولنې بيلابيل لوري ورسره بلدوي او پدې توګه ددوى په هڅو په ټولنه كې داسې ستر ستر جرمونه عادي شي چې لومړى يې په كولو څه چې په يادولو هم انسان شرميږي خو ددوى د فساد خورونې له امله يو عام دود وګرځي او بيا يې چې هرڅوك سرته رسوي نو دليل يې داوي چې (( ديموكراسي ده څه پروا لري)) يا دا چې (( ټول خلك پرې اخته دي نو څه؟)).

فساد خپرول ستر جرم دى:

دتفهيم القراّن معاصر تفسير د دغه اّيت په اړه ليكي چې : كه لدې اّيت نه وروسته او وړاندې ذكر شويو نورو اّيتونو ته وګورو نو اصلي موضوع يې په پاكو او عفيفو مسلمانانو پورې د تورونو تړلو او تهمت پورې كولو ده چې قراّن ترې نه د فحشاء او فساد خپرولو تعبير كړى دى او دغه درنه سزا يې ورته ټاكلې ده خو دغه حكم د فساد خپرولو او فحشاء ټولو ډولونو ته شامل ده ، كه څوك د فساد اډې او مركزونه پرانيزي، يا هم په شعر، قصو، سندرو، اوازونو، عكسونو او ګډاګانو كې بداخلاقي ته كار كوي او دخلكو شهوتونه پاروي او يا داسې هوټلونه، كلوپونه او ادارې جوړوي چې هلته د نرو او ښځو ګډې نڅاګانې او محفلونه دايريږي نو قراّن كريم په ډاګه دغو ټولو ته مجرمان ويلي دي او نه يوازې په اّخرت كې بلكې په دنيا كې هم بايد سزا وويني، نو د اسلامي دولت دنده ده چې د فساد او فحشاء خپرولو ټولو لارو چارو او وسايلو باندې بنديز ولګوي او دتعزيراتو دقانون له مخې هغه ټول كارونه چې قراّن ورته ټولنيز جرمونه ويلي دتحقيق او څيړنې لاندې ونيسي او عاملان يې په درنه سزا ورسوي.

له بده مرغه افغانستان د څوارلس كلن جهاد نه وروسته داخلي شخړو او كشمكشونو دغه ناوړه او نامطلوب حالت ته ورټيل واهه چې اوس پكې په ډاګه د الله (ج) او دهغه د راليږلي قانون خلاف جګړه روانه ده او بده يې داده چې مونږ افغانان چې تل مو داسلام لپاره قربانۍ وركړې دي هم په دغه جګړه كې ورګډ يو او په يو نه يو ډول مو له شريعت سره د مخالفت صف او ليكه مزبوته كړې ده ، قراّن كريم سود ته حرام ويلي دي او له سود خورو سره يې د جګړې اعلان كړى دى خو زمونږ د ملت ستره برخه په همدغه سودي بانكونو كې خپله پانګه او سرمايه ږدو او ګټه يې اخلو او يا خو په عامه راكړه وركړه او تجارت كې سود كوو ، قراّن د فساد خپرولو ته جرم وايي خو مونږ ورته ترقي، پرمختګ، تمدن، ديموكراسي، ازادي، كلتور او ثقافت ته خدمت وايو! منو چې له ټولنې نه د فساد ګيلم او ټغر يو مخ ټولول ممكن ندي او نه خو پخوا داسې شوي دي ځكه چې ددې دنيا نظام داسې راغلى دى چې باطل به وي څو حق ورسره مقابله وكړي، فساد به وي چې د په مقابل كې يې داصلاح پروسه روانه اوسي او تركومه چې قيامت قايم نشي نو شيطان به خپلو هڅو ته دوام وركوي او په وړاندې به يې د اهل حق او مصلحينو برنامې هم دوام لري، اسلام دفردى ګناه سره هم مخالف دى كه په پټه هم وي خو داجتماعي ګناه په اړه بيا ډير جديت لري اسلامي شريعت چې حدود او سزاګانې ټاكلې دي موخه يې داده چې دغه ناوړه پديده ټولنيزه او ډاګيزه نشي له همدې امله خو يې دهغه كسانو په اړه هم سخته سزا اورولې ده چې هغوى په ډاګيزه توګه كناه كوي حديث شريف دى چې (كل امتى معافى الاالمجاهرون) ژباړه: ( زما ټول امت به وبښل شي خو يوازې هغه كسان د معاف كيدو ندي چې په ډاګه او دخلكو په وړاندې ګناه كوي).

ددغو كسانو جرم ځكه دروند او سخت دى چې دوى نه يوازې خپله ګناه كوي بلكې نور هم ګناه ته تشويقوي او د حرامو بلنه وركوي، دغه خلك فساد ټولنيز كوي او دټولنې په ابرو، عزت، شرافت، حياء او كرامت تيرى كوي او ټولنيز ارزښتونه ترپښو لاندې كوي.

your ads

زمونږ دټولنې غټه بدمرغي هم دا ده چې دينداري پكې فردي او بې ديني پكې اجتماعي ده كه يو څوك دخير كار كوي نو په يوازې ځان يې كوي اوبل هيچا ته هم دعوت نه وركوي خو كه د ګناه، نڅا او شراب او رباب مجلس وي نو بيا هرڅوك دخپل ځان لپاره ملګري ګوري او به ډلييزه توګه ورځي ، او بيلګه يې داده چې كه په يو ځاى كې دقراّن درس كيږي نو دګوتو په شمار خلك او هغه هم سپين ږيري ورته ناست وي اما كه د مستۍ او نشو تماشو محفل وي نو دځوانانو پكې زمزمې وي، بدې بايد سر خلاص كړو چې دغه چلند ديوه نيك او په سمه لار روان ولس چلند ندى بايد بدل يې كړو او د ټولنيزې بدۍ په وړاندې منظمه او ټولنيزه اصلاحي پروسه ايجاد او پياوړې كړو.

د نور سورت د اخلاقي فساد پر ضد الهي فرمان!

الله(ج) په قراّن كې په وار وار پدې خبره ټينګار كوي چې قراّن ستاسې د عمل تګلاره او دژوند نظام دى چې بايد په ژوند كې پلى شي ، څوك چې د قراّن د حكم له مخې پريكړې نه كوي كافران، ظالمان او فاسقان دي او پيغمبرصلى الله عليه وسلم ته هم خطاب كوي چې ددوى ترمينځ په هغه څه پريكړه وكړه چې الله (ج) درليږلى دى خو د نور سورت په لومړي اّيت كې الله(ج) بيا ځانګړى ټينګار او تاكيد لري چې دغه تاكيد وروستي پيغام ته ځانګړى ارزښت وربښلى دى، فرمايي: ( سورة انزلناها و فرضناها و انزلنا فيها اّيت بينات لعلكم تذكرون) ژباړه: ( دا سورت مونږ نازل كړى او هغه مو فرض كړى دى او څرګند او روښانه دلايل مو پكې استولي دي ښايي تاسې پند ترې واخلئ).

شهيد سيد قطب په خپل تفسير فى ظلال القراّن كې ددغه اّيت په اړه ليكي: دغه نا اشنا او ارزښتناك پيل ددې ښكارندويي كوي چې قراّن اخلاقو ته په كومه كچه توجه لري او اخلاق په اسلامي عقيده كې څومره هسك مقام لري او اسلام ورته په انساني ژوند كې په څومره ارزښت قايل دى ، دغه سورت الله (ج) په نور سره نومولى دى ځكه چې ټول هغه اصول، اّداب او اخلاقي مظاهر پكې راغلي دي چې هغه د انسان نفس، كورنۍ، ټولنه او ټول ژوند روښانه كوي، دا د روح او ځان ، زړه او ضمير او دټول انساني ژوند هراړخيزه رڼا ده .

د تفهيم القراّن تفسير مولف ددغه اّيت په اړه ليكي: الله(ج) په (انزلناها، فرضناها ،انزلنا فيها ) كې ضمير ځان ته راجع كړى دى دا پدې معنا ده چې انسانان وپوهوي څو په دغه سورت كې راغلي ارشادات د يوه ناتوانه واعظ او ناصح نصيحت ونه ګڼي بلكې پدې پوه شي چې دا د داسې يوه ذات ارشادات او لارښوونې دي چې د انسانانو ژوند اومرګ دهغه په واك كې دى او له مرګ نه وروسته هم له هغه نه خلاصيداى نشي، هغوى بايد دغه احكام تش وړانديزونه او پيشنهادات ونه ګڼي چې كه په طبيعيت يې جوړ راغلل وبه يې مني او كه نه نو پراته به وي،نه! بلكې دا داسې قطعي احكام دي چې متابعت يې واجب دى او هرڅوك چې د اسلام او ايمان دعوه لري نو بايد هغه په خپل ژوند كې عملي كړي، او داچې ويې فرمايل چې واضح دلايل دي نو مطلب يې دادى چې بيا څوك پلمه ونكړي چې مونږ پرې پوه نشو نو ځكه مو پرې عمل ونكړاى شو نو لنډه دا چې دا د الله (ج) ديوه مبارك فرمان سريزه او مقدمه ده چې متصل ورپسې احكام ذكر شوي دي.

الهي فرمان او افغاني ټولنه !

غواړو دلته دنور په سورت كې ذكر شويو ځينو احكامو باندې چې د الله(ج) لخوا يې په اړه دومره ټينګار شوى ځغلند نظر واچوو او وګورو چې زمونږ په ټولنه او هيواد كې ورسره څه ډول چلند روان دى:
* ښځو ته امر شوى چې په كورونو كې په ډير درنښت او وقار سره كينئ ، او په اّرايش او سينګار كې بهر ته مه وزئ او كه له نامحرمو او پرديو سړيو سره د خبرو اړتيا پيښه شوه نو په نرم او پاسته اواز مه ورسره غږيږئ هسې نه چې په زړه كې يې غلطه هيله پيدا نشي(32_33) اّيتونه ).

خو زمونږ بيا حالت دادى چې په كور كې زنانه د اّشپزي جامې اغوندي او چې بهر ته وزي نو عطر او خوشبويي استعمالوي او په داسې تنګ، لنډ، نري او نازك لباس كې وزي چې دبدن غړي يې ترې ښكاري او چې خبرې كوي نو په داسې الفاظو او كلماتو چې د زمانې بزرګ هم ورته له تقوا وزي او دا لا څه چې كله راديوګانو او تلويزيونونو ته تليفون كوي او د سندرو فرمايشونه وركوي، لومړى يې په خپل غږ زمزمه كوي او بيا يې د راديو نطاق او يا يوه بل انډيوال ته ډالۍ هم كړي).
* ښځو ته امر شوى چې كه د اړ تيا له مخې له كوره وزي نو په ټيكري كې دې ځان ښه ونغاړي او په غاړه او سينې دې هم ټيكرى وغوړوي(59 اّيت).
(له بده مرغه چې نن سبا ښځې لوڅ ويښتان او خلاص ګريوانونه ګرځي او په خاصه توګه چې د واده محفل ته بلل شوې وي).
* زنا چې پخوا په سورت نساء كې اجتماعي جرم بلل شوى او حرام ګرځول شوې وه دلته يو پوځي جنايت وګرځول شو چې مرتكب به يې كه محصن وي سنګسار شي او كه غيرمحصن وي سل درې ووهل شي.(3 اّيت).

(زمونږ په هيواد كې كه په پټه توګه زنا شتون درلود خو دغربي ډيموكراسۍ له بركته دغه ناولې پديده هم زياته او علني شوه، كه په ګيسټ هاوسونو څيړنه وشي نو شمير يې سلګونو ته رسيږي چې له بهر نه ورته فاحشې او بدلمنې ښځې راوړل شوې دي، څو ځلې امنيتي او قضايي ارګانونو په دغو مركزونو باندې ناڅاپي څيړنې كړې او په لسګونو چينايي ښځې يې ددغه جرم په حالت كې نيولې او له هيواد نه شړلې دي،دغه ناوړه جرم په افغانستان كې د ايډز په خپراوي كې مهم اغيز لرلى دى، له بده مرغه تلويزيوني بهرنيو سريالونو، سي ډيانو او كيبل چينلونو او انترنيټ هم د هيواد په ځوان نسل كې دغه انحراف زيات كړى دى او بيا چې د دولت او نورو ادارو لخوا څارنه هم نشته او په انجوګانو، پوهنتونونو ، دفترونو او كورسونو كې د پيغلو او ځوانانو ترمينځ د ناستې پاستې، ليدلو كتلو، ټوكو ټكالو، مجلسونو، خنداګانو او چكرونو زمينه هم برابره ده او تردې لا ډيره بده داده چې نن سبا د هرځوان او پيغلې سره دوه او درې تليفونونه او سيم كارتونه موجود دي چې هر ډول اړيكو جوړولو زمينه يې اسانه كړې ده او راديوګانو هم د امحرمو نجونو او هلكانو لپاره ګډ ګروپونه جوړ كړي دي چې وخت په وخت سره تماس نيسي او يوبل ته سندرې ډالۍ كوي).
* هغه خلك چې په پاك لمنو او عفيفو ښځو تور لګوي او ثبوت نلري بايد اتيا درې ووهل شي، څوك چې غلطې اوازې او تورونه خپروي او پدې ترتيب سره په ټولنه كې دفساد او فحشا خپرولو هڅه كوي نو د سخت عذاب او سزا مورد بايد وګرځي.(4_19 ) اّيتونه).

(پدې اړه هم زمونږ رسنۍ درنه پړه په غاړه لري، تلويزيوني چينلونه مو داسې سندرې او صحنې خپروي چې هرڅوك يې په ليدلو شرميږي ، نن سبا زياتره سندرغاړي د لوڅو او بربنډو ښځو دنڅاګانو سره سندرې وايي چې دغه حرام او دغيرت او ننګ سره مخالف او منافي كار دى او هغه تلويزيونونه چې دغه صحنې خپروي هغوى هم د فحشا او اخلاقي فساد په خپرولو كې لتاړ دي هغوى بايد وپوهيږي چې ددوى خپرونې په هيڅ صورت د افغاني كلتور، ايمان او ارزښتونو سره سر نه لګوي او ددې ناوړه جرم او بدعمل سزا به په دنيا او اّخرت كې ويني، دا سمه ده چې كه دوى دغه ناوړه برنامې او خپرونې ونلري نو امريكا او اروپا بوديجه نه وركوي مګر د الله (ج) له رحمت او دهغه له فضل او احسان نه به محروم وي او زمونږ د ځوان نسل د بې لاريتوب ټول مسئوليت به د همدغو خلكو په غاړه وي چې ځانونو ته د افغاني كلتور ساتندويان وايي خو په حقيقت كې همدوى اخلاقي ترورستان او مجرمان دي).
* هيڅوك هم بايد پردي كور ته د پيژندګلوۍ او اجازې پرته په ازاده توګه داخل نشي.(27 ) اّيت.
(زمونږ تلويزيونونو خو لويديځوال او هندي ډمان او سندرغاړي بې اجازې دخلكو كورونو ته ننويستلي دي).
* ښځو او سړيو ته امر شوى دى چې كله له نامحرمو سره مخ كيږي نو سترګې دې ښكته اچوي او يو بل ته دې نه ګوري.(31 اّيت).

(اما چې كله ښځې او پيغلې د ډالري معاش په بدل كې په دفتر او انجو كې مقرره وي او دنده يې دا وي چې د ميلمنو ښه استقبال او تود هركلى وكړي هلته خو بيا ( غض بصر ) په ځاى پاتې وي، د ناز او كرشمو تبادله وي، هلته خو كاميابه سكرتره هغه ده چې دوه سترګې له پرديو سره څلور كړي، په غربي ډيموكراسۍ كې ( غض بصر ) كله كيداى شي هلته چې په پارلمان كې هم پردۍ ښځه د پردي سړي سره اوږه په اوږه ناسته وي ، مكتب او پوهنتون كې هم او په دفتر او اداره كې هم دښځو او نرو ګډ نظام وي).

څه به كيږي؟

طبيعي خبره ده چې په ځمكه هماغه څه را زرغونيږي چې پرې وكرل شي، كه ګل پرې وكرل شي نو ګلان او كه ازغي پرې وكرل شي نو ازغي به ترې راوزي، نو په دې حساب كه مونږ خپل پټي، ځمكې او كروندې ته توجه نه كوو او په اړه يې هيڅ پلان نه لرو او ګلان پكې نه كرو نو زمونږ دښمن خو ورته پريمانه پلانونه لري هغه كه په خپله ګټه ترې كار اخلي نو مونږ بيا ولې ترې د ښو تمه ولرو كه زمونږ لپاره بكې ازغي كري نو دا به ډيره ناپوهي وي چې مونږ ترې د ګلانو تمه ولرو.
دا څرګنده خبره ده چې په افغانستان كې اخلاقي فساد خپرول يوه بهرنۍ ستراتيژي او پلان دى چې ډيره ستره پانګونه او بوديجه ورته چمتو شوې او په دې لاره كې ډير پرمختګ هم شوى دى ، څومره رسنۍ چې دلته په كار لګيا دي يوه يې هم خپله ملي او وطني بوديجه او سرمايه نلري بلكې د نورو په پيسو چليږي او دهماغو تمويلوونكو او پانګوالو د دين او كلتور د خپراوي لپاره كار كوي.

نن سبا د مفكورو څښتنان په وسلييزه جګړه هومره لګښت نه كوي څومره چې د كلتور، ارزښتونو، فكر او ذهن جوړونې په ميدان كې كوي ځكه چې په نظامي جګړه كې خو دمالي ترڅنګ ځاني زيان هم ور اوړي او بې شميره عسكر يې وژل كيږي اما په دغه ډګر كې هغوى په كم لګښت ډيره لاسته راوړنه لري كله چې زمونږ د راتلونكي نسل ذهن د خپل ځان په ګټه واړوي او يا له هغوى نه عياش ، سريله او له التزام او اخلاقو نه وتلي انسانان جوړ كړي هغه بيا نه زمونږ د دين په ګټه دي او نه دخپل هيواد او ولس په درد لګيږي ، چا چې څومره مال او پيسې وركولې په هغوى به ځان، ايمان، وطن او غيرت پلوري.
څه بايد وكړو؟

نو پدې اساس بايد ديوې عملي ستراتيژۍ او پلان له مخې له ټولنې څخه د اخلاقي فساد د ريښو ويستلو په موخه كار وكړو او هغه په داسې توګه چې:
* په جوماتونو، ادارو او كورونو كې د قراّني درسونو اهتمام وكړو او لدې لارې په ولس كې د اسلام اصيل پوهاوى خپور كړو.
* د موجوده لويديځ پالې ميډيا او رسنيو د ناوړه اغيز او ضرر په اړه ولس ته پوهاوى وركړو.
* ددغو رسنيو له مسئولينو سره تماس او اړيكې ونيسو او د فساد خپرولو له حكم او دنيوي او اخروي عذاب نه يې خبر كړو.
* په دولت فشار واچوو څو د فساد په مخنيوي كې خپل رول اداء كړي.
* دخپل ولس په هراړخيزه مرسته خپلواكې او دپرديو له اغيز نه ازادې رسنۍ رامينځته كړو هغه چې په خپلو ټولو خپرونو كې اسلامي او اخلاقي التزام ولري.
* په ولس كې ددعوت الى الله روحيه پياوړې كړو ، پداسې توګه چې نارينه و ته نارينه او ښځينه وو ته ښځينه بلونكي او داعيان وروزو.
* په خپل كورني چاپيريال كې د شريعت حكمونو ته جدي التزام ولرو.

عبدالفتاح جواد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب