اذان او اقامت – د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

اذان او اقامت

پوښتنه: پلار جانه داسې ويل کېږي چې د لمانځه نه مخکې اذان او اقامت شته که تاسو د هغې د حکمت او ځانګړتياوو په اړه څه ووايئ؟

ځواب: هو زويه! اذان اصلا د لمانځه د وخت د رارسېدو اعلان دی، چې یو مسلمان يې نورو ته کوي او ځانګړي کلمات لري. اذان د پنځو ګونو لمونځونو او د جُمعې د لمانځه لپاره سنت دی، څوک چې غواړي اذان ووايي، مخ قبلې ته اړوي او خپلې ګوتې د غوږ په نرمه برخه اېږدي او وايي:

اللهُ أكبرْ (څلور ځلې)

خدای متعال او تر هرڅه لوی ذات دی.

your ads

أَشْهَدُ أَنَّ لاَ إِلٰهَ إِلاَّ الله (دوه ځلې)

شهادت ورکوم چې خدا يي، یوازې د واحد خدای لپاره ده، بل چاته نه ده.

أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدا رَسُولُ اللّهِ (دوه ځلې)

شهادت ورکوم چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د الله جل جلاله را استول شوی پيغمبر دی.

حيِّ على الصلاة (دوه ځلې)

د لمانځه لوری ته راشئ.

حيِّ على الفلاح (دوه ځلې)

د ځان ژغورنې (رستګارۍ) لوري ته راشئ.

الله اکبر (دوه ځلې)

خدای متعال او تر هر څه لوی ذات دی.

لا إله إلا الله

بې له الله نه هيڅ خدای نشته.

مؤذن (اذان ويونکی) بايد د « حيِّ على الصلاة» په وخت کې مخ ښۍ‎ خواته او د «حيِّ على الفلاح» په وخت کې مخ کيڼې خوا ته واړوي.

د سهار په اذان کې وروسته له دوهم «حي على الفلاح» څخه «الصلاة خيرٌ من النوم» يعنې لمونځ له خوب نه ښه دی، دوه ځلې ویل کېږي وروسته پاتې اذان ويل کيږي.

د «حی علی الصلاة» او «حی علی الفلاح» په اورېدو سره اورېدونکی بايد په آرام غږ « لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّةَ إِلّا بِاللهِ» ووايي،. د سهار په لمانځه د «الصلاة خيرٌ من النوم» په ځواب کې «صَدَقْتَ وَ بَرَرْتَ» ووايي. د اذان په پای کې دغه مسنونه دعا‌ء ووايي:

«اللَّهُمَّ رَبَّ هذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ ، آتِ مُحَمَّداً الوَسِيلَةَ ، وَالفَضِيلَةَ والدرجة الرفيعة وَابْعَثْهُ مَقَامَاً مَحْمُوداً الَّذِي وَعَدْتَهُ وارزقنا شفاعته» (بخاري).

ژباړه: خدايه! د دغه کامل دعوت او ترسره شوي لمانځه په حق کې، محمد صلی الله عليه وسلم ته فضيلت او رفيع درجه ورکړې او هغه ته هغه د محمودۍ مقام ورکړې چې تا ورسره وعده کړې، د هغه شفاعت زمونږ په نصيب وګرځوې او ته هيڅ کله وعده خلافي نه کوې.

اقامه هم د لمانځه د پيل څخه وړاندې په جومات کې د حاضرو مقتدیانو لپاره ويل کېږي او الفاظ يې هماغه شان لکه اذان دي، مګر وروسته له «حی علی الفلاح» څخه «قد قامت الصلاة» دوه ځله ويل کېږي.

د اذان او اقامې ترمينځ باید زماني واټن شته وي، یوازې د ماښام په لمانځه کې وروسته له اذان څخه اقامه ویل کېږي، د اقامې او اذان ويل پرته له اوداسه مکروه دي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب