ارتداد یا مرتد کیدل یعنې څه؟

ارتداد يا مرتد کيدل دې ته وايي چې سړی د اسلام څخه وروسته کافر شي ، هغه که قولي ،فعلي يا اعتقادي وي لکه د الله تعالی د ربوبيت او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له رسالت او د نورو پيغمبرانو او آسماني کتابونو څخه انکار کول ، يا د الله تعالی ، پيغمبر او قرآن په شان کې مسخري کول ، يا د داسې څه چې هغه په اجماع حرام وي حلال کڼل يا په شريعت کې د حلال څيز حرام ګڼل ، يا د اسلام د ارکانو څخه انکار کول ، يا د آخرت بعث بعد الموت څخه انکار کول او بت ، ستوري ، اور وغيره ته سجده کول او نور هغه که قولي وي يعني په ژبه د ارتداد وينا کول فعلي وي په عمل کې ارتداد تر سره کول يا اعتقادي وي د کفر او ارتداد عقيده لرل يا په الله تعالی ، رسولانو ، آسماني کتابونو او شريعت باندې ټوکې ، مسخرې او سپکاوی کول او داسې نور کفري اعتقاداتو ، افعالو او سپکاوي باندې مسلمان د اسلام له دايري څخه وځي .

وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُونَ 65 لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ (۶۴-۶۵ التوبه ) .

( او قسم دی که پوښتنه وکړی له دوی څخه چې تاسې ولې استهزا کوﺉ نو دوی به وايي چه يقيناً مونږ خو لوبې او ټوکې کولې ، ووايه (ای محمده ! دوی ته چه ) آيا پر الله او د الله په آيتونو او د الله په رسولانو باندې مو استهزا او مسخرې کولې ، عذرونه مه کوﺉ تاسې (مونږ ته په دروغو سره ) يقيناً کافران شوې يئ تاسې وروسته له ايمان راوړلو ) .

که صادقانه توبه و نه باسي او په همدې حالت کې مړ شي کافر به مري او د هغه ټول نيک اعمال عبث دي :

:« وَمَنْ يَرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ »[بقره:217]

(او له تاسې څخه چې څوک مرتد شي – له خپل دين څخه وګرځي او د کفر په حالت کې مړ شي نو د هغه اعمال په دنيا او آخرت کې باطل دي ) .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب