ارمسټرانګ Armstrong
لومړنۍ امریکایي فضانورد دی چې د لومړي ځل له پاره یې د سپوږمۍ پر مخ قدم ایښی دی.
پوره نوم یې نیل ارمسټرانګ (Neil Armstrong ) دی. ارمسټرانګ د 1930م کال داګست په 5 نیټه دامریکې د ( اوهایو) په ایالت کې زیږیدلی او د دوو زامنو پلار دی اختصاصي زده کړې یې دفضایي انجینرۍ په څانګه کې دامریکې د پوردو ( Pordue) په پوهنتون کې بشپړې کړې دي او د ماسټرۍ دیپلوم یې د جنوبي کلیفورنیا له پو هنتون څخه تر لاسه کړی دی یو شمیر افتخاري او ویاړمنې دکتوراوې یې هم له بلا بیلو پوهنتونونو څخه اخیستي دي ، ارمسټرانګ دخپل ژوند په بهیرکې بلا بیل مډالونه او ویاړونه هم ترلاسه کړي دي لکه په 1969م کال کې د ( H. Goddard) یا دګاري انعام په 1969م کال کې د ( R. J. collier) انعام او په 1978م کال کې یې د کیهاني کنګرې ویاړمن مډال ترلاسه کړی دی .
ارمسټرانګ د 1969م کال دجولای په 16نیټه له ځمکې څخه د ( Apolo 11 ) په نامه کیهاني بیړۍ کې دسپوږمۍ په لور سفر پیل کړ ، دیوې بلې وړې بیړۍ په مرسته د یوولسمې اپولو څخه جلا او په همدې ورځ د سهار په لسوبجو د سپوږمۍ پر مخ را ښکته شو ،
ارمسټرانګ چې کله په سپوږمۍ کې خپل لومړی ګام کیښود نو په مخابره کې یې خپلې خبرې داسې پیل کړې : دا لومړی کوچنی ګام چې اوس ما دسپوږمۍ پرمخ ایښی په حقیقت کې هغه ستر ګام دی چې دانسانانو له خوا پورته شوی دی . ارمسټرانګ دوه نیم ساعته په سپوږمۍ کې پاتې شو او هلته یې لومړی یو یادګاري څلی او د امریکې د متحده ایالا تو ملي بیرغ ودراوه وروسته یې دسپوږمۍ دمخ دخاورو او ډبرونمونې راټولې اوبیایې له ځان سره ځمکې ته راوړې . همدارنګه ارمسټرانګ دسپوږمۍ پر مخ دعلمي څیړنو له پاره لابراتواري لیږدوونکي تجهیزات او وسایل هم ځای پرځای کړل.
دندې او وظیفې :
ارمسټرانګ د ( 1942 ــــ 1952م ) کلونوپه موده کې د امریکې د ملي اردو د پیلوټ په توګه دنده لرله چې د کوریا دجګړې پر مهال یې 78 جګړه ییزې الوتنې تر سره کړې دي .
ارمسټرانګ د ( 1971ـــــ 1979م ) کلونو تر منځ د خلایي انجینرۍ په برخه کې د سنسناټي ( Cincinnati) په پوهنتون کې داستاد یا پروفیسور په توګه دنده ترسره کوله او د تدریس تر څنګ یې علمي څیړنې هم تر سره کولې.
نیل ارمسټرانګ د ( N. Y All . systems . Inc. Deer park ) دکمپنۍ د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
ارمسټرانګ په ( NASA) دامریکا د هونوردۍ دعلومو ملي کمیټه کې دخپلې دندې تر څنګ د څیړونکي پیلوټ په توګه د ( Cleveland) په ( Lewis) لابراتوارکې هم خپلې علمي څیړنې مخ ته بیولې ، وروسته بیا د کلیفورنیا د ( Edvard AFB) سټیشن د زیاتې چټکتیا دالوتنې مرکزونوته تبدیل شو هغه د دې سټیشن له وتلو پیلوټانو څخه و چې کولای شو له هغې جملې نه ( 400 mph, x15) الوتکې نوم واخلو ، چې ارمسټرانګ په ښه توګه چلولی شوه .
نوموړي له 200 څخه زیاتې بیلابیلې الوتکې هواته پورته کړي چې په هغو کې جټ ، هلیکوپتر ، او بې موتوره الوتکې هم شاملې دي .
ارمسټرانګ د ( 1970ــــ ( 1971م کلونو په موده کې دناسا دمرکزي ادارې دپر مختللې څیړنې او ټکنالوژۍ د فضایي علومو دادارې دهماهنګۍ د مرستیال په توګه هم دنده ترسره
کړې ده خوپه 1971م کال کې یې له ناسا څخه استعفا ورکړه .
عطا محمد میاخېل