ارواښاد پوهاند صديق الله رشتين په اړه

ارواښاد علامه پوهاند رشتين د علم او ادب د ميدان يو پهلوان ؤ . د هغه مقام دومره ستر او لوړ دى چې زما په شان د علم او ادب يو طالب العلم ته ډيره ګرانه ده چې د بابا په علمي او ادبي ژوند هغه څه وليكم كوم چې لازم دي.

د ارواښاد رشتين بابا علمي او ادبي ژوند ډير اړخونه لري.
ارواښاد رشتين بابا  ډير كوچنی ؤ چې د پلار له سيورى محروم شو. هغه د پلار د مينې ، د پلار له روزنې او سرپرستۍ له فيض څخه هغه مهال بې برخى شو چې د عمر ايله  شپږ پسرلي يې تير شوي وو . د ژوند او حالاتو له ستونزو سره لاس او ګريوان دغه نابغه شپږ كلن ماشوم ته خداى پاك يو ځانګړى استعداد وركړى ؤ . له درس او تعليم سره يې خورا ډيره مينه درلوده . هغه په كاله كښې له خصوصي استادانو څخه زدكړې  وكړې. بياد ننګرهار د هډې صاحب په نجم المدارس  كښې شامل شو. ورپسې د كابل په دارالعلوم كې يې خپلې زدكړې پاې ته ورسولې. د اخبارونو ، ورځپاڼو او مجلو له لوستلو سره يې ډير شوق درلود . په زړه كښې  يې له خپلې مورنۍ ژبې پښتو سره د مينې جذبه هغه وخت پيدا شوه چې دى تنې ځوان ؤ او په كابل كښې به چې چا په پښتو خبرې كولى نو هغه ته به خلكو افغان غول ويل. ارواښاد رشتين بابا د خپلې خولى خبره ده .” يوه ورځې  زه او خاورى صاحب په پل باغ عمومي كښې په لار روان وو او په خپله ژبه مو خبرې كولى ، يو چا له شا نه غږ وكړ چې  ( ونه افغان غول آمده ) دى خبرې په ما بد تاثير وكړ او زما احساسات يې راوپارول او ما له ځان سره هوډ وكړ چې  له دې  نه پس به زما د ژوند هدف پښتو ژبې ته خدمت كول وي ، زه به دې ژبې ته دومره خدمت وكړم چې د نړۍ د ژبو سياله شي ، چې بيا څوك پښتون ته افغان غول ونه وايي ، اوس زما ارمان پوره شوى دى ، دا ژبه رسمي او ملي شوې ده ، د  لندن ، مسكو ، چين ، هندوستان ، مصر ، پاكستان ، جرمني له راډيو ګانو نه په پښتو ژبه خبرونه نشريږي .”

رشتين بابا د خپلې ژبې سره د مينې او د هغې پاكې جذبې په  بركت چې دده په زړه او دماغ كښې يې ريشې وكړې د پښتو ټولنې غړی شو ، بيا په دې ټولنه كښې مدير شو ، بيا مرستيال شو او بيا د رياست او مشرۍ مقام ته ورسيد. رشتين بابا خپله رسمي وظيفه په پښتو ټولنه كښې  پيل او په دغه ټولنه كښې يې پاى ته ورسوله.
هغه د خپل عمر ټول پسرلي د پښتو ژبې او ادب په مينه او خدمت كښې خزان كړل .هغه د خپلې ژبې او فرهنګ د ودې او پر مختك په لار كې نه ستړي كيدونكي سفرونه وكړل او دا لار يې د ادب او فرهنګ په نويو او تازه ګلونو ښكلى او ښائسته كړه.

رشتين بابا نظم وليكه ، هغه نثر وليكه ، د هغه ادبي هنري نثر پښتو ژبې ته ځانګړې ښګلا او ځلا وركړه ، هغه په خواږه او روان نثر سفر نامې وليكلى او په پښتو ادبياتو كښې يې دغه خواره برخه شتمنه كړه. هغه علمي څيړنې وكړې ، د علمي څيړنو په برخه كښې يې څارى نه ؤ . هغه په داسې وخت كښې په دې كار لاس پورې كړ چې دا برخه هم په نشت حساب وه.
رشتين بابا ژبنۍ څيړنې وكړې . د ژبپوهنې په برخه كې يې ډير كار وكړ ، ځان يې ستړې كړ او د پښتو ژبې ګرامرونه يې وليكل . د ژبې د ودې او پرمختيا په لار كې يې د پښتو ګرامري ، لغوي او اشتقاقي بې نظيره خدمتونه سرته ورسول. ډيرې مقالې يې وليكلې او ډير آثار يې خپاره كړل.
رشتين بابا فولكلوريكى خپرونې وكړې، هغه هنري څيړنې وكړې ، هغه د پښتو موسيقۍ په برخه كښې ډيرى مفيدى ليكنې وكړې ، هغه تاريخي پلټنې او څيړنې وكړې ، هغه ژورنالستيكي او اداري ليكنې وكړې ، هغه ادبي او سياسي مركې وكړې ، هغه ادبي او تاريخي سمونې وكړې ، هغه له نورو خارجي  ژبو نه  ژباړې او ترجمې وكړې .

رشتين بابا د ادبي تيورۍ په برخه كښې رنګارنګ ليكنې وكړې ، هغه د پښتو ادب تاريخ وليكلو ، هغه د سل هاو شاعرانو تذكرې وليكلې ، هغه  د ښوونې او روزنې ډير شمير درسي كتابونه وليكل ، هغه د پښتو قلمي نسخو په څيړنه كښې زبردست كار وكړ.
ارواښاد رښتين بابا د كره كتنې په بڼ كښې ډيرې غوټۍ وسپړلې او په خپلو پخو ليكنو يې د لومړي ځل د پاره دا بڼ په ښكلو ګلونو ښائيسته كړ.
رشتين بابا مطبوعاتي هلې ځلې وكړې ، هغه په زړه پورې راډيويي ادبي خپرونې ترتيب او تنظيم كړې ، هغه په هيواد كښې ورځپاڼې او جريدې تأسيس او و چلولې.
رشتين بابا د كابل په ښار كښې په دولتي او غير دولتي ودانيو ، مغازو او دوكانونو لوحى پښتو كړې . نن ورځ وكورۍ د كابل د ښار 99% لوحې په دري او نورو ژبو دي ، په پښتو څه نشته.

يوه ورځې زه له رشتين بابا سره د دهمزنګ بازار ته د سودا اخيستلو د پاره لاړم ، له مونږ سره مسجدي خان چې زمونږ په كور كښې يې كار كولو هم ملګرې ؤ. رشتين بابا  درنګ د خرڅولو د يو دكان لوحه وليده چې په دري ژبه داسې ليكل شوى وه. ” رنګ فروشي وطن” . رشتين بابا ودريد او دكاندار ته يې وويل چې ستا د دكان په لوحه پښتو نشته . دكاندار د بل چا سره بوخت ؤ ، رشتين بابا ورته خبره تكرار كړه ، دكاندار ډير په غصه وويل ” تو خو وزير يا والي نيستي كه امر ميكني .” رشتين بابا ورته وويل چې ” زه د وزير او د والي پلار يم .” مسجدي ته يې وويل چې لوحه ښكته واچوي . مسجدي لوحې ته لاس ورساوه او هغه يې راښكته كړه رشتين بابا ورته وويل چې ” سبا به زه په دى لار  تيريږم ،  لوحه بايد  په دواړو پښتو او دري ليكل شوي وي ، دا قانوني خبره ده او دا موضوع د وزيرانو په شورى كښې فيصله شوې ده او زه چې څه غواړم هغه د اساسي قانون له مخې غواړم.”
باور وكړۍ چې دوه ورځې پس زه هغه دكان ته لاړم ، لوحه مې وليده چې داسې پرې ليكل شوي وو. ” د وطن رنګ پلورنځی ” لاندې ترينه ليكل شوي وو ” رنګ فروشي وطن” دا كار څوك اوس كولاى نه شي.

رشتين بابا د پښتو موسيقۍ اوپښتو  سندرغاړو حمايت كولو ، هغه په دولتي ورځپاڼو كښې د پښتو ژبې د برخې دحق  د تثبيت دپاره مبارزه كوله، هغه عملي كار كولو ، هر څه ته يې پام ؤ او د پښتو او پښتنو له حقوقو څخه يې په نره په منطق او دليل  دفاع كوله. داسې ډيرې نورې خبرې دي چې بيا به يې په تفصيل سره درنو لوستونكو ته وړاندې كړم.
ارواښاد علامه رشتين بابا د خپلې پوهې او استعداد په بركت ډير شمير ستاينليكونه او نښانونه تر لاسه كړل ، ډيرې جائزې يې واخيستې ، هغه په هيواد كښې دننه او له هيواد نه بهر په نورو هيوادو كښې په ډيرو كنفرانسونو او سمينارونو كښې برخه واخستله ، هغه په دې كنفرانسونو او سمينارونو كښې په  زړه پورې ويناوې وكړې او پخې علمي مقالې يى ولوستلى  .

د رشتين بابا د زيار او هلو ځلو په بركت ډير سمينارونه جوړ شول ، د پښتو ډير شمير كتابونه چاپ او خپاره شول ، هغه په زرهاو شاګردان وروزل ، هغه ډير شمير ليكوالان او شاعران وروزل او تشويق يې كړل چې د نظم او نثر په ګلونو د پښتو ژبې او ادب بوستان رنګارنګ او ښكلى كړي.
رشتين بابا د پښتو ژبې او د پښتنو د ملي حقوقو د تر لاسه كولو د پاره ستر خدمتونه وكړل ، د هغه په هلو ځلو او ټينګار پښتو ژبې د هيواد د ملي ژبې په حيث قانوني حيثت وموند. هغه د خپلې زړورتيا نه په استفاده په علمي او حقوقي پوهې او مهارت د پښتو ژبې حق په قانون كښې تثبيت كړ.
رشتين بابا د پښتو ژبې او ادب بڼ په خپلو وينو خړوب كړ ، هغه د پښتو ژبې او ادب ټول تياره اړخونه رڼا او د راتلونكي نسل د پاره يې لاره روښانه كړه.
پوهاند رشتين په افغانستان كښې كوم سياسي يا پوځي قدرت نه درلود . د اقتصاد له نظره هم كمزورى ؤ ، خو د هغه په ماغزو كښې د فكر او سوچ قوت پروت ؤ . د هغه په وينه كښې له ژبې او قام سره د مينې جوش ؤ . هغه د ډير صبر او حوصلى خاوند ؤ ، په هغه كښې زړورتيا او جرئت ؤ ، د هغه اراده پخه وه ، د هغه په ژبه او قلم كښې زور او شور ؤ .

ارواښاد رشتين بابا ددې د پاره چې په قام  كښې سياسي او اجتماعي بيداري پيدا شي نو ددې كار د پاره يې د نوي ادبي نهضت تاداو كيښود چې دا نهضت تر اوسه پورې روان دى . هغه په قام كښې د نوي روح د پيدا كيدو په خاطر د قام ادب نوى او ژوندى كړ.
سياسي پسرلى راتلاى په لوړهمت ش
په مړانه نارينتوب په شجاعت شي
هم په توره او په علم و معرفت شي
د ميرويس او احمد شاه په لوړ خصلت شي
دا بهار غواړي له مونږ  نه پښتونواله
چه كړو وركه پښتونخوا نه مغلواله

پښتانه تل په سياسي ميدان كښې له ناكاميو سره مخامخ شوي دي . ددې سبب دا دى چې د پښتنو ادبي بيداري كمزورې ده . پوهاند رشتين ددغې نيمكړتيا د پوره كولو په خاطرد يوه قوي علمي او ادبي نهضت د ودې دپاره هڅې وكړې . هغه غوښتل چې ژبه علمي او ادبي شي ، په خلكو كښې عاموالى پيدا كړي ، په دې ژبه كښې هر ډول علمي او ادبي مطالب او موضوعات ځاى او بيان شي  تر څو  د قام ټولې اړتياوې پوره شي.
رشتين بابا په هيواد كښې د پښتو ژبه رسمي  كول او په دفترونو كښې يې ددغې ژبې ځايول غوښتل.
پوهاند رشتين د چا د ژبې د سپګاوۍ طرفدار نه ؤ نو ځكه يې هيچا ته اجازه نه وركوله چې د پښتو ژبې سپكاوى وكړي.
پوهاند رشتين د يو سپيڅلي پښتون په حيث خپلې ژبې ته خدمت او هغې ته وده وركول د هر پښتون حق ګاڼه ، څرنګه چې يو انګريز په انګريزي ، يو عرب په عربي ، يو جرمن په جرمني ، يو ايراني په فارسي خبرې ، ليك او لوست كوي نو همداسې يو پښتون هم حق لري چې په خپله ژبه و غږيږي ، په خپله ژبه لوست وكړي او په خپله ژيه ليكل وكړي.
د پوهاند رشتين په نظر پښتو  ژبه د نيكونو يو پاك امانت ، د فطرت يو سپيڅلى حقيقت او د ولس ناموس ګڼل كيږي ، نو ځكه يې ساتنه او پالنه د هر پښتون ملي او قومي وظيفه ده. پښتو ويل ، پښتو كول او پښتو ساتل د هر پښتون د رښتيني  شرافت يوه روښانه نښه ده .
د رشتين بابا او پښتو ژبې تر مينځ يوه مينه وه ، يوه بې ريا مينه يوه پاكه او سپيڅلې مينه . په دې مينه كښې وفا وه ، په دى مينه كښې خلوص ؤ ، په دې مينه كښې صداقت ؤ . هغه په دې مينه ايمان راوړی ؤ ، دا يوه داسې مينه وه چې په مال او دولت خرڅه نه شوه ، دا يوه داسې مينه وه چې په څوكۍ او مقام خر څه نه شوه، دا يوه داسې مينه وه چې رشتين بابا ښه وپالله ، ښه يې وساتله او ښه يې ونازوله.
خوشحال خان خټك وايي :
خدايه ته په زړه كښې اچوې دا مينې
چې په ښكار دى مبتلا كړم ته مې وينې

يوه ورځې ارواښاد سيد شمس الدين مجروح چې د عدليى وزير ؤ  د باغ بابر په بڼ كښې يې رشتين بابا ته وويل : ” ته په پاچا ګران يې ، هغه تاته د وزارت څوكۍ دركوي ، ماته يې ويلي دي چې كه رشتين صاحب وزير شي نو ښه به وي.” رشتين بابا چې د پښتو ټولنې رئيس ؤ ، داسې ځواب وركړ .” زه د پښتو ټولنې په مرچه كښې ناست يم ، په ما غرض مه لرئ ، زه د څوكۍ د پاره دا مورچه نه پريږم. پښتو خدمتګارانو ته ضرورت لري ، تاسو وزارتونه كوۍ ، زه په پښتو ټولنه كښې ښه يم.”
خداى پاك د رشتين بابا په زړه كښې د پښتو مينه اچولې وه او دى يې ددې مينې  عاشق  كړى ؤ . دى له اول نه تر آخره د پښتو په عشق كښې اخته ؤ او له دغه عشق نه يې هغه وخت خلاصون وموند چې سترګې يې د تل د پاره وتړل شوې.
پوهاند رشتين د پښتو ژبې د پت پالنه وكړه ، پښتو د رشتين بابا  ليلى وه او ده د  خپلې ليلى په سر د عزت او آبرو پړونې واچولو او هيچا ته يې اجازه نه وركوله چې ددې ليلى له سر نه دا پړونى لر كړي.
زه پخپله د رشتين بابا ډير عزت كوم ، دا ځكه چې هغه د پښتو عزت وساته ، هغه د پښتو پالنه او ساتنه وكړه ، هغه ماشوم ؤ ، هغه ځوان شو ، هغه بوډا شو ، هغه مړ شو ، هغه د خپلې ځوانۍ مست د ساعتيرۍ كالونه د پښتو په عشق كښې تير كړل ، هغه د خپل بوډاتوب د آرام   كالونه  د  پښتو په مينه او خدمت كښې تير كړل  هغه مړ شو خو   خپلو اولادونو ، شاكردانو  او نوي نسل ته يې دا  وصيت  ؤ چې پښتو ژبه وساتي ، پښتو ژبه وپالي او خدمت ته يې ملا وتړي.
خلكو به رشتين بابا ته ويل چې پښتو ژبه ستا ډيره احسانمنده ده ، ځكه چې تايې ډير خدمت كړی دى . رشتين بابا به هغوي ته په ځواب كښې ويل : ” نه دا خبره سمه نه ده. پښتو ژبه زما احسانمنده نه ده بلكې زه د پښتو ژبې احسانمند يم. دا خو د پښتو ژبه ده چه ماته يې عزت ، شهرت او مقام راكړى دى ،  دا چې ما پښتو ژبې ته خدمت كړى دى ، دا مې په حقيقت كښې په خپل ځان احسان كړى دى ، ځكه چې خپلې ژبې ته خدمت كول د پت او عزت ساتل دي.”
يوكال د دهلي د راډيو د پښتو څانګې مشر ښاغلى بترا سنګ كابل ته راغلى ؤ او د كابل په هوټل كښې ديره ؤ . ارواښاد رشتين بابا دده ليدو ته ورغلى ؤ ، زه هم ورسره وم ، يو شمير نور پښتانه ليكوال او پوهان هم راغلي وو ، نو رشتين بابا بترا سنګ ته وويل چې دا د پښتو ژبې بركت دى چې دومره خلك درته راغلي دي ، كه نه په جلال آباد او كابل كښې هندوان ډير دي ، د هغوي څوك پوښتنه نه كوي.
رشتين بابا  له قبر څخه پښتنو ته دا پيغام رسوي:

دا مې چيغه ده له قبره پښتنو ته په زور زوره
د پلرو نوم مو بد نكړی ځان وساتۍ له پيغوره
پښتني حكومت جوړ كړۍ اسره ونكوى نوره
د عزت ژوندون حاصل كړۍ غلامي د نورو پريږدۍ
كه مو نن فكر ونكړ خوا ر او زار به تر دې لا شۍ
دښمنان مو ډير كوشش كړي دې دپاره چه فنا شۍ
كه مو واك اختيار خپل نكړ په ژوندوني به تباه شۍ
بې له علم معرفت نه په دنيا كښې ژوندون ګران دى
قلم توره لاس كښې واخلۍ داسې تاسې ته بيان دى.
اوس زه پښتنو ته وايم چې د پښتو ژبې او د پښتنو ددغه ستر خدمتګار حق په ځاى كول لازم دي او كه نه ؟ آيا مونږ ته پكار نه دي چې په هغه لار روان وسوو كومه چه رشتين بابا نيولى وه ؟

الحاج فضل الله رشتین

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب