ازادۍ او بلواکۍ جګړه او ارواښاد مجددي!

د ارواښاد حضرت صاحب کورنۍ په تاريخي لحاظ د روحاني سلسلې تر څنګ د معاصر اسلامي ويښتابه په ملي او نړيوالو دواړو برخو کې ژوندى نقش لرلى دى.

مجددي کورنۍ او اخوان المسلمون!
ارواښاد محمد هارون مجددي د حضرت صبغت الله مجددي مشر ورور وو، کله چې د دوى تره په مصر کې د افغانستان سفير او مختار وزير وو، دغه مهال محمد هارون مجددي د زده کړو په دوران کې له اخوان المسلمون سره اړيکې پيدا کړې، شخصاً يې له شهيد امام حسن البناﺀ سره ملګرتيا شوه او د اخوان غړى شو، نوموړى په اخوان کې له اسلامي نړۍ سره د اړيکو د انجمن مشر شو. د امام تر شهادت وروسته بيا د دويم مرشد عام امام حسن الهضيبي سره د مشرانو په کچه غړى وو. ارواښاد محمد هارون مجددي د اخوان المسلمون له نورو غړيو سره يو ځاى د جمال عبدالناصر ټولې شکنجې، ظلمونه او زندانونه وڅکل.

خپله حضرت صبغت الله مجددي په ګران هېواد افغانستان کې د کمونېسم او الحاد يو لوى علمي او روحاني مزاحم او مخالف وو، کله چې محمد داودخان صدراعظم وو؛ نوموړي د شوروي صدراعظم خروشچوف او بلکاګين ته د سفر بلنه ورکړه، ويل کېږي حضرت صاحب د دغه سفر سره د مخالفت په توګه د لاريون تابيا لرله خو دا چې محمد داودخان دغه مهال له شوروي پورې تړليو پرچميانو سره نزدې اړيکې لرلې نو يې ونيولو او بيا څلور نيم کاله په زندان کې پاتې شو.

حضرت صاحب له زندان نه تر خلاصېدو وروسته مصر ته لاړ او هلته ده هم لکه د خپل ورور په شان له اخوان سره قوي اړيکې پيدا کړې، ويل کېږي چې نوموړي د انګريزي او اسرائيلي استعمار په وړاندې د اخوان المسلمون په مبارزو کې عملي ونډه اخېستې وه.

اسلامي نهضت او حضرت صاحب!

حضرت صاحب وروسته بيا په کابل کې د جمعيت علماى محمدي په نوم ډله جوړه کړه. په افغانستان کې د اسلامي ويښتابه او نهضت په پيل کې د حضرت صاحب موقف ډېر منځنى او عقلاني وو، ويل کېږي؛ يو ځل د جوانان مسلمان له رهبري استازو سره د محمد هارون مجددي او حضرت صبغت الله مجددي ګډه ناسته ترسره شوې وه، هلته حضرت صاحب د نهضت استازو ته ويلي وو، چې راځئ هڅې ټولې د کمونېزم په وړاندې منسجمې او مُرکزې کړو، په يوه وخت کې د شاه او کمونېزم په وړاندې مبارزه مطلوبې پايلې نه شي لرلاى او نه يې کولاى شو، خو د نهضت استازو ورسره دا طرحه نه وه منلې او د يووالي په خاطر دغه مجلس همداسې نيمه خوا پاتې شوى وو.

کله چې په ليبيا کې نړيوال اسلامي کنفرانس جوړېده نو حضرت صاحب د خپلو حرکي او نړيوالو اړيکو له مخې غوښتل چې دغه کنفرانس ته د اسلامي نهضت مشران تشويق او ولېږي، ويل کېږي چې څوک حاضر نه شول او يوازې د جوانان مسلمان د مؤسسينو له ډلې استاد غلام رباني عطيش دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره له حضرت صاحب سره ولاړ.

کله چې د اسلامي نهضت مؤسس استاد عبدالرحيم نيازى رح وفات شو د نوموړي د جنازې مراسم هغه مهال په ډېر ګڼ حضور سره وو، د هوايي ميدان د مخې سړک ټول د نيازي رح پر پلويانو ډک و، مجددي صاحب د جنازې مراسمو ته راغلى وو؛ خو د نهضت د ځوانانو له خوا د جنازې له کتاره ويستل شوى و.

ملي ګرايان او حضرت صاحب!

حضرت صاحب د ثور تر کودتا وروسته د ملي نجات جبهه جوړه کړه او د کمونېزم او شوروي تيري په وړاندې يې مردانه واره مبارزه او جهاد وکړ.

د هجرت پر مهال به چې ملي ګرايان او د درېمې کرښې خاوندان د کمونېستانو له محشره تښتېدل او هلته به په پېښور کې پر بل قيامت اووښتل نو د ارواښاد حضرت صاحب د ملي نجات جبهه د دوى د سر پناه او ژوند دمه وه. دا نن چې کوم ملي ګرا مراهقان حضرت صاحب ته کنځلې کوي دوى دې لږ د پېښور له ژغورل شويو کيسې واوري. حضرت صيب ته د دوى کنځلې که له يوې خوا د دې خلکو فرهنګ ښايي نو له بلې خوا دا په ډاګه کوي چې دا د ملي ګرايۍ په پوښ کې پټو شوو چپيانو ته منځلارى او توندلارى اسلامپال توپير نه لري، دوى ټولو ته کنځلې کوي، ځکه چې دوى د منطق پر پاڼ ولاړ دي.

ناښه ټکي!

د سياست او ازادۍ جګړې هر رهبر خپل ښه او نا ښه ټکي لري، پر امريکا د حضرت صاحب له حده ډېره ملا تړل او دا چې د وخت ولسمشر حامد کرزى يې له امريکا سره د امنيتي تړون پر لاسليک مجبورولو دا يې د نا ښو ټکو يو لوى بحث دى چې حضرت صاحب به په کې د سپيناوي لپاره ډېر بې وسه وي.

د دعا لپه!

الله تعالى دې د شوروي تيري پر ضد د حضرت صاحب مبارزه او قرباني د هغه د بښنې باعث وګرځوي، فردوس جنت يې ځاى شه او کورنۍ ته يې دې جميل صبر په برخه شي.
اللهم اغفرله وارحمه ولا تعذبه و نور قبره واجعل الجنت مثواه.
انالله وانا اليه راجعون

وحيدالله مصلح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب