استاد سعدالدين شپون

سعدالدين شپون پېژندنه

استاد سعدالدين شپون د ارواښاد قاضي برهان الدين زوى په کال ( ۱۳۱۱ ه ل ) د كندز په خان آباد كې زېږېدلى دى. د ادبياتو له پوهنځی څخه تر فراغت وروسته یې په پښتو ټولنه كې رسمي دنده پيل كړه. په کال (۱۳۴۴ ه ل ) كې امريكې ته لاړ او هلته يې د نقد او ښكلو هنرونو په برخه كې ماستري واخيسته. يو كال وروسته، چې بېرته هيواد ته راستون سو، په كابل پوهنتون كې استاد وټاكل سو او دغې دندې ته يې د داوود خان تر جمهوريته پورې دوام وركړ.
دکال ( ۱۳۵۷ ه ل ) په وروستيو كې له هيواده ووت او امريكې ته ولاړ، په امريكا غږ راډيو كې یې دنده واخيسته او تر( ۱۳۸۲ ه ل ) پورې يې دا دنده تر سره كړه.
د پرخه په ترخه په نامه يوه شعري ټولگه لري، شين ټاغى، گټيالى او د څمڅې ياران يې ناولونه او د بنگي غاړه يې د لنډو كيسو ټولگه ده.
همدارنگه استاد شپون د نامتو فرانسوي ليكوال همينگوې د سيند او بوډا په نامه داستاني اثر په پښتو ژباړلى او چاپ كړى دى ښايستو د استاد سعد الدين شپون څلورم ناول دى
كيسې د ژوند ارزښت په گوته كوي:(( كيسه يوازې اوږدوالى او سور نه لري، يو درېيم بعد دى. همدغه بعد يې، چې دى د ژوند ارزښت يې دى.))

د شپون نثر په عين ساده كې تصويري دی ، ویونکی خوند ترې اخلي.د هغه دنثر ژبه ساده او عامیانه ده او مثالونه یې هم په عامیانه ژبه دي او دا مثالونه دهغه لیکنه طنزي کوي ځکه ددواړو تر منځ یو تناسب ویني چې دلته دهغه قرباني د کیسې د مثال د اتل سره پرتله کیږي که دامثالونه ټینگ وي مقاله یا لیکنه هجو اوان کله تر هزله غځوي
طنزی مثالونه او دخلکو کلیواله ژبه دهغه مقالي خوندوری کوي، هغه په سياسي، اجتماعي او ملي مسايلو کې راوي خپله وي او ځان ملامتوي په ځان نیوکه دا دطنز لیکلو یو اواز دي
يوه دلنډو كيسو ټولگه یې ( د بنگي غاړه) د ه .

د استاد سعدالدين شپون ټولې لیکنې د طنزي توکو ډکي دي
هغه لیکي :
شاه ولي استاد په یوه مرکه کې راته ویلي وو، چې زه چې د شپې له مجلس نه کور ته راشم نو تر سهاره ریاضت کوم. ما فکر وکړ چې شاه ولي استاد عجب تهجد والا صوفي دی. ما سره د مرکې په وخت نسیم ستانکزی هم و. هغه وروسته راته وویل چې د شاه ولي ریاضت دا دی چې د سندرو تمرین کوي

هغه بل ځای لیکي :
عامر لکه زنځه داسې میده میده لگیا وي، ته وا مېږی یې تر پښو لاندې نه آزارېږي، خو زه خپله یو وخت د رادیو نطاق وم، باید پوه شوی وای چې ژورنالست په مارانو کې منگری دی یا گوسڼه.، آخون موسا صیب ته یې په دې دومره بزرگۍ سره، په مبارکه کڼاوه کې ټک ورکړ، د سترگو په رپ کې یې جامه وربدله کړه.

هغه بل ځای لیکي :
یو وخت مې د کلي له ملا نه د عبوسا قنطریرا توری اورېدلی و چې د یوه تاوجن چرسي له پاره یې په روژه کې استعمالاوه. ویل به یې چې نیمه ورځ په نورو، نیمه په ځان په غوسه وي.

هغه بل ځای لیکي :
اوس د رسنیو سترگې نه له کرزي سوزی نه له پیر او حضرته، په همدې تاند کې داسې انتقادونه لولم چې غونی مې ورته زیږ شي. د مشرانو له نومونو سره خان هم نه وايي. یو ځلی زه په شپږم ټولگي کې وم، چې مشر ورور ته مې خط لیکه. شروع مې کړ
برادر ارجمند و به جان برابرم. نو بیا حیران وم چې له نامه سره یې خان ولیکم که جان. له موره مې پوښتنه وکړه. مور مې پنج کتاب لوستی و. راباندې په غوسه شوه چې بې ادبه، مه خان لیکه مه جان، نه یې نوم. ولیکه چې محترم و عالیجناب

هغه بل ځای لیکي :

پېښوریانو د لاریو او بسونو مثال راووړ چې موټروانانو قسم قسم تاویزونه او آیتونه ورکې ځړولي وو او ویل یې چې تر لایسنه دا برکتي دي، چې د ډایور د سیټ په سر ځړېدلي وي نو ټکر نه کوي. زما یار، مولوی صیب خالص یو ځلي د خپل موټر کلي له رسمي موټروانه واخیسته، خپله په جلو کښېناست، مجري او مرسی یې یاده کړه، خو چې روان یې کړ، گړز د ونې سره وجنگېد. خالص صیب به په خندا ویل چې ما (اعقل و توکل ) حدیٍث رعایت کړی نه و، مانا د اوښ زنگون وتړه او توکل وکړه

هغه بل ځای لیکي :
خیرخیریت وي، ټول پښتانه وي،ټوکې ټکالې،غیبتونه، کنځلې ښېرا، او ټوټکې، هر څه پښتني وي، خو چې د پاړسي یو وړوکې تبی ورکې وشي، نو لکه چې شودو ته خمه زوره (یو قسم بوټی دی چې کوچیان یې شودوته اچوي) ورښکاره قدرې شی، ورانې شي .
شپون صاحب (شاعر ته خطاب) کې وايي :

ته د دنيا د کاروانونو جرس
د تمدن د قافلې زنځير
ستا له تېزبينو سترگو ډډه کوي
د هندوکښ د اسمانونو کجير
هو ته شاعر يې قلم سم چلوه
بل ځای وايي :
. دړانده فلک قانون دی اې بیباکه ماتوه یي
ساقی څه د خلکو غم کړی یوه شپه ده تیروه یي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب