اســــــــلام وپيژنئ ۱ -اسلام څه ته وايي؟

« ان الديـــــــن عند الله الاسلام  »  صدق الله العلي العظيم  .

محترمو ورو ڼو  !  کوم مبارک آيت چي مخکښي يې ذکر او تحرير  وسو  د هغه مضمون ، خلاصه او پخوړ په دې ډول دئ  چي بېشکه هغه دين چي الله ( جل جلاله) په راضي دئ  ، د الله پاک خوښ دئ او و الله پاک ته مقبول دئ ، او الله پاک انسانان د هغه دين په اطاعت او په پيروۍ مکلف کړيدي  ، هغه اسلام دئ  .
له اسلام څخه پرته چي نور دينونه دي هغه پر دوه قسمه دي  : اول قسم هغه دينونه دي  چي له اصله ، له اوله څخه لا غلط ، باطل او شيطاني دينونه دي  ، لکه د مشرکانو دين يا د مجوسيانو دين ،یا د هندوانو دين ، يا د دهريانو دين  .
او دوهم قسم هغه دينونه دي چي پخپل نوبت ، پخپل وخت کښي حق دينونه وو   ، لکه د موسی (عليه السلام ) دين  ، د حضرت عيسی ( عليه السلام ) دين  .

خو کله چي د اسلام د مقدس دين نوبت راغلئ  ، رسول داسلام  حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) له الهي لوري څخه و انسانانو او پيرانانو ته  ، بلکي و تمام عالَم ته د نبي او د رسول په حيث  مبعوث کړ سو ، نو ټول حق دينونه  د اسلام په سبب منسوخ کړل سول  ، د اسلام د دين له راتللو سره سم په نورو اديانو عمل کو ل ختم سو  ، او له الهي لوري څخه و عالــَم بشريت ته  دا خبره په ډاګه سوه چي هر څوک چي د اسلام دين ونه مني نو که نور اسماني دينونه مني او کې نه منې  ، په هر صورت کښي کافر دئ او د الله ( جل جلاله  )  دښمن دئ  ، او د قيامت په ورځ کښي به هميشه په دوږخ کښي وي  ، معيار د حق او د باطل ، او د صلاح او دفساد د اسلام د مقدس دين منل يا نه منل دي   .
څوک چي د اسلام تابع وي او اسلام يې منلئ وي هغه پر حق باندي دئ ، او خاوند د صلاح دئ  ، او څوک چي له اسلام څخه منکر وي ، نو هغه پر باطل باندي دئ او خاوند د فساد دئ  .

محترمو  د اسلام لفظ  په أصل کښي و غاړه ايښودلو او تابعدارۍ  ته ويل کيږي  ، په عام عُرف کښي او په اصطلاح کښي د شريعت د اسلام لفظ د هغه دين ا و شريعت نوم  دئ کو م چي د حضرت محمد  (صلی الله عليه  وسلم )  په ذريعه سره و انسانانو او پيرانانو ته راوړل سوئ دئ  .
د اسلام د مقدس دين له خصوصياتو څخه يو غټ خصوصيت دادئ چي دغه دين د انسانانو هم دئ او د پيرانانو هم دئ  ، او په دمخه اسماني اديانو کښي دغه خصوصيت وجود نه درلودئ  .
قدرمنو ! دا يوه تمهيدي برخه وه  ، تفصيلات به ددې لړۍ په نورو برخو کښي انشآءالله يو په بل پسې ستاسي و حضورته تقديم کړه کيږي   .

والسلام ومن الله التوفيق

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب