اسلامي اوجاهلي ټولنې (سيد قطب)

کله چې جاهلې ټولنه دالله تعالی د وجود څخه دانکار په بڼه څرګنده شي ، طبیعت  تاریخ او پدیدو ته (دیالکتي) مادي تفسیر ورکوي،او کوم چې د علمي سوسیالیزه په نامه پیژنې ، د نظام په بڼه یې منې.

لیکنه : شهید شید قطب
ژباړه :محمدشفیق صادق*

اسلام یواځې دوه ډوله ټولنې پیژني: اسلامي ټولنه او جاهلي ټولنه :
اسلامي ټولنه هغه ده چې اسلام په کې په عقیده اوعبادت، شریعت اوقانون، اخلاقو او سلوک سره پلې  وي.
اوجاهلي ټولنه هغه ده چې اسلام په کې پلی وي، اونه اسلامي عقېده اوتفکر هلته واکمن وي، اسلامي ارزښتونو اومعیارونوته په کې پاملرنه نه کیږی ، اسلامي نظام ، اسلامي شریعت، اخلاق او سلوک هلته عملي بڼه نه لري.اسلامي ټولنه هغه نه ده چی یوه ډله خلک پکښې راټول  وی ، په ښکاره ځانونه مسلمان ګڼي، خو اسلامي شریعت یې دژوند قانون نه وی جوړ کړی. اګر که دا ډول خلک دمسلمان په نامه لمونځ کوي ، روژه نیسي اویا حج ته ځي.
همداشان، هغه ټولنه هم اسلامي ټولنه نده چې ځان ته په خپل زړه اسلام جوړوي، داسې اسلام چې دالله تعالی دقانون او دستور سره مخالفت ولري ، دهغه اسلام سره ټکر لري کوم چی رسول الله(صلی الله عليه وسلم) مونږته راښودلی دی. او دوی بیا هغه اسلام ته مترقی اسلام وایې.
جاهلي ټولنې هم ډول ډول بڼې لري چې ټولې  په جاهلیت کې شاملې دي.کله چې جاهلې ټولنه دالله تعالی د وجود څخه دانکار په بڼه څرګنده شي ، طبیعت  تاریخ او پدیدو ته (دیالکتي) مادي تفسیر ورکوي،او کوم چې د علمي سوسیالیزه په نامه پیژنې ، د نظام په بڼه یې منې.
کله جاهلې ټولنه داسي څرګنده شي ، چې په ښکاره خو د الله تعالی د وجود څخه انکار نه کوي،مګر دالله تعالی امر او شریعت نه پلی کوي ، او نه هغو ارزښتونو ته پاملرنه لري کوم چې الله تعالی انسان ته د ثابتو ارزښتونو په بڼه ورپیژني، په دې ټولنه کې خو خلکو ته اجازه وي چې په جوماتونو او نورو عبادت ځایونو کې الله تعالی یاد شي ، خو دا اجازه نه ورکوي چې  د ژوند په چارو  کې د  خلک دالله تعالی د قانون د پلی  کولو او حاکمیت غوښتنه وکړي،  په دې ډول دا ټولنه هم د الله تعالی د الوهیت څخه انکار کوي ، او یاداچې په ځمکه د الله تعالې دالوهیت معطل ګرځوي، دا ټولنه هم یوه جاهلي ټولنه ده که هرڅومره پکښې خلک د الله تعالی په وجود اعتراف ولري.


محمد شفيق صادق کابل مېشتی ليکوال او د اصلاح انلاين همکار دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب