اسلامي خلافت؛ خيال که حقيقت؟

اسلامي خلافت؛ خيال که حقيقت؟

 په اوسنۍ نړۍ کې د ایډیالوژیو ترمنځ د خپل منځي کړکېچونو او رقابت په ډګر کې د شلمې پېړۍ تاریخ د دوو ایډیالوژیو د نظامونو د ماتې شاهد ؤ، هغه د اسلام او سوسیالیزم ایډیولوژۍ وې. د اسلام د ایډیولوژۍ حکومتي نظام اسلامي خلافت ؤ، چې له لومړي هجري قمري کال څخه تر ۱۳۳۶هـ ق پورې یې دوام وکړ او سوسيالېزم له ۱۹۱۷ څخه تر ۱۹۹۲م كال پورې د پخواني شوروي د بلشويكي کمونیست دولت په چوكاټ كې رامنځ ته شو.

نن سبا هېڅ انسان په دې لټه کې نه دی چې د کمونستي نظام د بیا احیا لپاره هڅې وکړي، آن پخوانيو ایډیالوژیکو کمونستانو په خپله ایډیولوژيکو اعمالو کې له کپیټالیزم سره سمون راوستلی او هڅه کوي کپیټالیستي ژوند او حکومت ولري، چې غوره بېلګې یې اوسنۍ روسیه او کمونستي چين دی.

خو د خلافت د بیا رامنځ ته کولو لپاره په نړیواله سطحه د اسلام د پیروانو له خوا پیاوړې هڅې ترسره کیږي، ترڅو خلافت احیا کړي. همداراز د یادولو وړ ده چې کپیټالیزم د بشریت په تاریخ کې د لویو بحرانونو او ناورینونو سبب شوی دی، چې ترټولو مهم یې دوې نړیوالې جګړې ، اقتصادي ناورینونونه او ښکېلاکي جګړې دي چې د ولسونو او هېوادونو د نیواک سبب شوې دي او نیول شوو سیمو ته یې د سوکالۍ پرځای بدبختۍ او ناورینونه راوړي دي. حال دا چې د اقتصادي ناورینونو د حل لپاره آن خپله کپیټالیستانو هڅه کړې ده، چې د اسلام له اقتصادي نظام څخه تقلید وکړي. دا ټول په حقیقت کې په دې دلالت کوي چې د اسلام دین د انساني فطرت سره سم او د انساني عقل سره برابر نظام چې د هر عصر د انسان ستونزو ته د حل لارې لري او قیادت یې ایجابي دی، بشریت ته وړاندې کوي. همداراز که لږ نور دقیق شو، په کومو سیمو کې چې کمونیزم ماتې خوړلې ده، هلته که یوه پخواني کمونیست ته ووایئ چې اې فلانیه کمونیسته! نو ورباندې سخته تمامیږي، خو برعکس له کومو سیمو څخه چې اسلامي دولت ماتې خوړلې هلته اوس هم یو مسلمان په ډېر فخر سره وایي چې زه مسلمان یم او آن د خپلې ایډیولوژۍ لپاره دعوت کوي، ترڅو په ځمکه کې حاکمه شي، دا خپله په دې دلالت کوي، چې د کمونیزم قیادت سلبي دی. خو دا چې نن سبا د خلافت لپاره هڅې کیږي، د راتللو د زیري ترڅنګ یې مادي نښې نښانې څه دي؟ په دغه لیکنه کې به همدغه پوښتنې ته په تفصیل سره ځواب ووایو:

خلافت د وخت اړتیا ده:

نن ورځ بشر په ټوله نړۍ کې د خپلې بدبختۍ شپې او ورځې تېروي، د دغه بشر یوه لویه برخه اسلامي امت جوړوي، چې نور ټول ولسونه د خپلو افکارو او اندونو سره سم دولتونه لري، یوازې اسلامي امت دی چې د دوی د عقایدو او افکارو مخالف نظامونه د جابرو چارواکو لخوا په دیکتاتورۍ سره ورباندې تپل شوي دي. په هر هېواد کې مسلمان وژل کیږي، نوامیس او زېرمې یې لوټ، مقدساتو ته یې سپکاوی کیږي او د خپلو افکارو سره سم که د دولت او سیاست غوښتنه کوي په ډول ډول دسیسو باندې ربړول کیږي.  دا چې په نړۍ کې ترټولو زیات شته او زیرمې الله سبحانه وتعالی اسلامي خاورو ته ورکړې دي، خو له ټولو څخه نن سبا کفري ښکېلاکګر د همدغه امت د وژلو او لوټولو لپاره کاراخلی، یوازینی علت یې د واحد اسلامي دولت نشتوالى دی. که مسلمانانو دولت درلودلای له دا ډول ذلت سره به نه ؤمخ.

بل دا چې د یوه بنسټیز بدلون لپاره باید د دې فضا تیاره شي ترڅو هغه خپله د بدلون غوښتونکې وي، د اسلامي امت تر منځ د خپل وروستي ذلت له احساس څخه دا په ټولو خاورو کې جوته ده چې مسلمانان باید خپل ځانګړی اسلامي دولت ولري، دوی په هرځای کې کړول کیږي، عزت یې د کفارو له خوا لوټ شوی، د امت په منځ کې ځینې هېوادونه د ناسور زخمونو په څېر لا د غربي پانګوالو په سیاسي او اقتصادي رقابتونو کې سوځي، لکه فلسطین، عراق، افغانستان، کشمیر، چیچینیا، قبرس، بالکان، سوډان او داسې نور. د دغو ټولو زخمونو یوازینۍ پټۍ د اسلامي خلافت د مسلمان پوځ په واسطه فتح ده، ترڅو ټول یرغلګر وشړي او دغه سیمې په امن او سوکالۍ بدلې کړي.

همداراز د ټولو نورو وګړو لپاره د هر ډول فجایعو لپاره شخصي آزادۍ په غربي هېوادونو کې تامین دي، مګر د مسلمان هېڅ اسلامي شعایر نشي زغملای، غوره بېلګې یې په بلجیم کې پر حجاب، په سویس کې د جوماتونو په منارو، په آلمان کې د لوی اختر په قربانیو بندیزونه دي. خو بیا هم مسلمانان د خپل سیاسي ثبات لپاره هڅې کوي او له هر ډول ستونزو سره ـ سره بیا هم د خپل دین د تطبیق په لاره کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
لنډه دا چې په اسلامي امت باندې د ذلت او خوارۍ ترټولو تیاره څپه خوره ده، خو په امت کې داسې ويښ مسلمانان شته چې د خلافت د تاسیس لپاره کار او زیار باسي. دا د الله سبحانه وتعالی قانون دی چې په خپلو بندګانو باندې له سختې آزموینې وروسته نصرت لوروي، لکه څنګه یې چې په ابراهیم، موسی، عیسی علیهم السلام او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې ولوراوه. نو اوس هم ژر ده چې په اسلامي امت باندې الله سبحانه وتعالی خپل نصرت ولوروي او د خلافت په تاسیس باندې اسلامي امت ته پخوانۍ عزت بیا ورکړي.

بله غوره بېلګه د عربو او اسراییلو جګړه ده، چې د اسلامي امت په زړه فلسطین کې یې د خلافت له سقوط څخه وروسته په ۱۹۴۸م کال کې د اسراییلو دولت جوړ کړ، خو عربي نشنلیزم سره له دې چې د عربانو نفوس تر ۳۰۰ میلیونونو پورې رسیږي د پنځو میلیونو اسراییلو په وړاندې د فلسطیني عربانو ستونزه حل نه کړای شوه او نه یې لا تراوسه هغوی کوم فلسطیني حل ته ورسول. یعنې عربي قوم پالنې او یا هم فلسطیني وطن پالنې د دوی ستونزې حل نه کړلې، بلکې اړتیا لري چې په اسلامي حل سره حل شي. همداراز د افغانستان، کشمير، چیچینیا او سوډان ستونزې اسلامي حل غواړي او هغه د اسلامي امت تر منځ د اسلامي دولت تاسیس دی.

چې په پایله کې ټول اسلامي امت عربان او عجم په دې فکر کې شول چې قوم پالنه، وطن پالنه او ژبپالنه نشي کولای د امت ستونزې حل کړي او دې فکر له دوی سره احساسات را وپنځول چې د هغې پر اساس یې د نظام د تاسیس لپاره هڅه پیل کړه. لکه څنګه چې د یوه انقلاب او بدلون لپاره د یوې ټولنې تیاری ډېر مهم او بنسټیز رول لري، نو په اسلامي امت کې هم اوس ټولنه دې ته تیاره ده چې واحد اسلامي نظام ولري، هغه داسې چې امت په افکارو کې د وحدت لور ته روان دی، احساسات یې د اتحاد شکل غوره کوي او پرهمدې بنسټ د نظام جوړولو په هڅه کې دي. همداراز که په یوه ټولنه کې ښه ځیر شو، ټولنه له افرادو، افکارو، احساساتو او نظامونو څخه جوړه شوې ده. نو نن سبا په اسلامي خاورو کې د ټولنې دغه بنسټیز عناصر د اسلامي خلافت د تاسیس او د امت د وحدت غوښتونکي دي.

مسلمانانو په نړۍ کې د دوی په خاورو باندې د سوسیالیزم او کپیټالیزم د تیري په وړاندې سختې قربانۍ ورکړې، دوی د دې پرځای چې په دفاعي جهاد باندې بوخت شي او ترڅنګ یې د دولت تاسیس ته په فکري او سیاسي ډول مبارزه وکړي، هماغه جهاد یې د اسلامي دولت د تاسیس طریقه وبلله، خو په دغه طریقه باندې د الجزایر، فلسطین، افغانستان او سومالیا مجاهدینو اسلامي خلافت رامنځ ته نه کړ. همداراز ځینې نور اسلامي خوځښتونو په ډیموکراتیک ډول غوښتل مسلمانان په حکومتونو کې برلاسي کړي ترڅو بیا اسلام په تدریجي ډول تطبیق کړي، خو هغوی هم په وار وار د اسلام پر سره له سکولر احزابو سره سازشونه او مصلحتونه وکړل، بالاخره له کلونو مبارزې څخه لا تراوسه هم نشي کولای په یوه هېواد کې یو حد یا یو شرعي حکم په بشپړ ډول پلی کړي.

نو دغو ټولو تجربو ته پام سره امت ته دا جوته شوه چې د دولت نشتوالی زموږ د هرراز بدبختیو بنیاد دی، دوی په دې وپوهول شول چې جهاد اوس یوه دفاعي جګړه ده او د هغې په واسطه باید له خپلو مقدساتو، نوامیسو، خاورو او وینو څخه دفاع وکړو او دا په ټولو هغو سیموکې چې د کفارو تر یرغل لاندې راځو، ولې د دولت تاسیس د جهاد په طریقه کوم شرعي اساس نه لري. همداراز هغه اسلامپالو ته چې په ډیموکراتیکه طریقه یې د اسلام د تطبیق لپاره مبارزه کوله ناکامي او د عمل نامشروع والی یې امت ته څرګند او هغوی بالاخره له کفري نظامونه سره منحل شول. نو یوازینۍ هیله او د حل لار داده چې د دولت د تاسیس لپاره په هغه طریقه هڅه وشي په کومه طریقه چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې اسلامي دولت تاسیس کړ.

همداراز په کفري نړۍ کې ډېرۍ هېوداونه د پانګوالۍ د ډول – ډول ناورینونو څخه تر پوزو راغلي دي، فقر، بیکاري، ښکېلاک، وژنې، نا مشروع رقابتونه ټول هغه څه دي چې بشریت ورڅخه په ناورینونو کې ډوب دی، یو څو پانګوال او بیا څوهېوادونه دي چې د نړۍ له ټولو امکاناتو څخه يې بشپړه استفاده کړې، اما د افریقايي خوارځواکي لپاره هلته ډوډۍ نشته خو په زیرمو یې امریکا په ټوله نړۍ کې رقابتونه کوي. همداسې ځینې نور، دا ټول د داسې الهي نظام غوښتنه کوي چې دنیا د پانګوالۍ له شرارت څخه خلاصه کړي. له قوم پالنې، وطن پالنې، ژب پالنې څخه ټول اسلامي امت ستړی شوی دی، هېڅ ستونزه یې د دغو نامشروع بنسټونو په واسطه نه ده حل شوې او کلونه کلونه لا پسې په بدبختیو کې ډوب شوي دي. نو په ډاګه کیږي چې خلافت د وخت اړتیا ده.

نن سبا د خلافت غږ زموږ د دښمنانو په ژبه:

لکه څنګه چې د مسلمانانو تر اتیا سلنې ډېر نفوس د اسلامي دولت د تاسیس په نژدې انتظار کې دى، غربي ښکېلاکګرو هم په امت کې دا ویښتابه احساس کړې او د هغې د راتګ د مخنیوي لپاره یې د خپلو ولسونو او سیاسي او نظامي مبارزينو لپاره د عامه پوهاوي په نیت ډول ډول ویناوې کړي، چې تر ټولو مهمې یې د هغوی د ځینو مشرانو دي لکه بوش لعنة الله علیه وايي: (( دوی غواړي چې په منځني ختیځ کښې له خشونته ډک سیاسي نظام رامنځ ته کړي، چې دوی یې خلافت بولي. هغه چې ټول به د دوی د کرکجنې ایډیولوژۍ (مبداْ) تر حکومت لاندې ژوند وکړي. دغه خلافت به یو استبدادي اسلامي امپراتوري وي، چې له اروپا څخه تر منځني ختیځ، شمالي افریقا او جنوب لویدیځې آسیا پورې، ټولې اوسنۍ او پخوانۍ اسلامي ځمکې به تر خپل واک لاندې راولي. ترهګر په دې عقیده دي، چې د یوه هیواد تر ولکې راوستلو وروسته به دوی ټول مسلمانان سره متحد او په دې توانمن کړي، چې په سیمه کې پراته ټول شته حکومتونه له پښو راؤغورځوي او یو اسلامي بنسټ پاله امپراتوري رامنځ ته کړي، کومه چې له هسپانيې نه تر اندونیزیا پورې به پرته وي.))
د اوسنیو صلیبي جګړو دغه جګړه مشر د خپلو پخوانیو اسلافو لکه د پاپ دویم اربن په څېر په خپلو خبرو کې له مسلمانانو او اسلامي امت سره خپله وروستۍ صلیبي کرکه څرګنده کړه، خو پام چې دا یوازې بوش لعنة الله علیه نه دی، بلکې د دوی ځینې نور مشران لکه د بوش مرستیال ډیک چیني لعنة الله علیهم په خپله یوه وینا کې داسې وایي:(( دوی غواړي چې هغه څه بیا احیا کړي کوم چې ورته د اوومې پیړۍ خلافت ویل کیږي، چې د شریعت پر قانون یعنې له قرآن څخه په تر ټولو سخت تعبیر سره به حکومت وکړي)). د بریتانیې پخوانی د کورنیو چارو وزیر چارلس کلارک د ۲۰۰۵ کال د اکتوبر په شپږمه وویل:(( د خلافت د دویم ځل جوړېدو پر سر هیڅ مذاکرات نشي کیدای، د شریعت پر تنفیذ هېڅ مذاکرات نشي کیدائ.)) د امریکې د مخکینې دفاع وزیر مرستیال ایریک ایدلمن د ۲۰۰۶ د اکتوبر پر شپږمه وویل:(( د عراق راتلونکې به د هغوی ترهګر په دې ډاډه کړي، چې د هغوی لاسرسی او توانمنتوب ته به دومره پراختیا ور وبښي، چې اسلامي خلافت به بیا احیا کړي او دا به زموږ لپاره له یوه لوی انفجار څخه کم نه وي. ))

په منځني ختیځ کې د امریکې لوی قوماندان جان ابي زید وايي: ((دوی به په اسلامي نړۍ کې د اسلامي خلافت د بیا راوستلو کوښښ وکړي، مونږ باید په دې پوه شو چې دوی د خپلو خبرو نه څه کول غواړي)). د امریکا مخکینی د دفاع وزیر او د ابوغریب د زندان وحشي ځناور ډونالډ رمزفلډ وایي:(( دوی د دې په لټه کې دي چې د شمالي افریقې څخه تر جنوبي آسیا پورې ټول حکومتونه ونیسي او یو خلافت رامنځ ته کړي، چې بیا به د دوی په غوښتنه یوه ورځ هر براعظم په بر کې نیسي. دوی هغه شان نقشې جوړې کړې او ویشلي دي، په کومو کې چې  ټول ملي پولې له منځه وړل شوې دي او په یوې نړیوالې افراطي امپراطورۍ باندې بدلې شوې دي.))

اوس هغه وخت را رسېدلی چې مسلمانان د خپل نړیوال واحد سیاسي هویت د ترلاسه کولو په هڅه کې دي او غرب هم ورڅخه بشپړه ویره لري له همدې امله یې صلیبي جګړه مار لعنة الله علیهم اجمعین دا ډول څرګندونې کوي. دوی په اسلامي خاورو کې غواړي هغه حالت رامنځ ته کړي، چې مسلمانان په داسې کړکېچ کې ښکېل کړي چې د خپل نړیوال سیاسي هویت د ترلاسه کولو او د خلافت د تاسیس لپاره کار ونشي کړای او پخپلو کورنیو ستونزو کې ښکېل وي. د ملګروملتونو، نړیوال پولي صندوق، نړیوال بانک او د ښکېلاکګرو د بهرنیو چارو وزارتونه ټول په اسلامي خاورو کې هغه پلانونه جوړوي چې په هغو سره د اسلامي خلافت د راتګ لپاره خنډونه جوړ کړي او دا تر هرڅه ناوړه کار دی.

د نړیوالو څېړنیزو مرکزونو او ادارو ځینې څېړنې اوسروېګانې:

دا چې د اسلامي دولت لپاره د حزب التحریر ترڅنګ د یوشمېر نورو اسلامي جماعتونو غږ په اسلامي نړۍ کې په انګازو راغلی، غربي سرچینو د دغه غږ او نړیوال دعوت د اغیز په اړه ځینې څېړنې سرته رسولې دي چې په لاندې ډول دي:
مريلینډ امریکايي پوهنتون: په ۲۰۰۸م کال کې د اسلامي نړۍ په شپږو مهمو هیوادونو مصر، اردن، لبنان، مراکش، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې د خپلې ترسره شوې سروې (ټول پوښتنې) په رپورټ کې وایي: اتیا سلنه مسلمانان اوسمهال د مسلمانانو وحدت په یوه خاوره کې تر یوې (واحدې) مشرۍ لاندې غواړي، چې خلافت ورته وایي.
نړیوال عام نظر ویب پاڼه(www.worldpublicopinion.org): په خپل خپاره شوي رپورټ کې چې د مریلنډ پوهنتون د سټارټ کانسرشیم په مرسته د بشپړې شوې سروې په پایله کې تیار شوی، داسې لیکي: د ډیرو اسلامي هیوادونو له ۵۷٪ څخه تر ۷۹٪ پورې وګړي، د شریعت ټینګ تطبیق، غربي ارزښتونو له منځ وړل او د یوه اسلامي دولت په چوکاټ کې د ټولو اسلامي هیوادونو وحدت له موخو څخه ملاتړ کوي.
الجزیره: سربېره پر دې د الجزیرې رسنۍ په خپله ټول پوښتنه کې دا موندلې ده چې په سلو کې ۷۵  مسلمانان اسلامي خلافت غواړي.

(Mapping the Global future) د نړیوالې راتلونکې نقشه کاږلو: تر نامه لاندې ملي استخباراتي کونسل (NIC) چې په CIA استخباراتي ادارې پورې اړوند مرکز دی، د۲۰۲۰ تر نامه لاندې یو رپورټ خپور کړی چې د هغو امریکایي پالیسي جوړونکو لپاره څیړنې کوي کوم چې د امریکا په وړاندې د راتلونکې هرې یوې ستونزې د له منځه وړلو لپاره پالیسۍ او پلانونه جوړوي. په دغه رپورټ کښې د مسلمانانو په اړوند په یو ډیر مهم وضعیت باندې بحث شوی دی. دوی ویلي چې تر ۲۰۲۰م کال پورې به په اسلامي نړۍ کې د خلافت تر قیام لاندې یو زورور طاقت راپورته شي. د دې سره سره چې د دغې رپورټ له لارې د خلافت اړوند یې ډیر غلط معلومات وړاندې کړي، خو بیا هم د دې وړاندوینه یې کړې چې خلافت د یوه ځواک په څیر په اسلامي خاوره کښې ښکاره شوی دی. دا رپورټ د CIA له خوا عام خپور شوی دی او د دوی په ویب پاڼه کې هم ایښودل شوی دی، تر څو د هغې پر بنسټ امریکايي ادارې او د هغې متحدین خپل راتلونکي اهداف او تګلارې جوړې کړي.
سربیره پردې په دغه رپورټ کې ویل شوي دي چې داسې یو نوی خلافت به رامنځ ته شي، کوم چې د یوه نړیوال تحریک او مذهبي سیاستونو پر بنسټ به د انقلابی سیاست درلودنکی وي، چې د امریکایي او غربي افکارو پر وړاندې د ننګونې په توګه په له جوړېدو وروسته د یوه نړیوال ځواک په څیر راڅرګند شي. ټول اسلامي ممالک به ورسره یوځای او د پانګوالۍ (کپیټلزم) پرځای به اسلامي نظام پلی کړي.

د اسلامي امت په ویښتابه کې د حزب التحریر رول:

زینو باران (Zeyno Baran) په نکسن سنټر، واشنګټن ډي سي کښې د نړیوالو انرژي او امنیتي پروګرامونو رییسه چې له مذهبي پلوه یوه یهوده ده، د بهرنيو چارو په ویب پاڼه www.foreignaffairs.com، کښې د نظريو په جګړه کښې جنګېدل (fighting the war of ideas) تر نامه لاندې په خپاره شوي رپورټ کښې لیکلي دي:
په تېرو څو کلونو کښې، سخت دریځو اسلامي ډلو لکه القاعدې په خپلو له تشدده ډکو فعالیتونو سره، ډیر زیات شهرت تر لاسه کړی دی او هغه ډلې چې مخامخ عمل نه کوي خو مبدأيي (ایډیولوژیکې) مبارزې ته یې ملا تړلې ده، ډیر زیات شهرت یې نه دی تر لاسه کړی، چې تر ټولو مهم يې حزب التحریر (د خپلواکۍ ګوند)، چې یو نړیوال سیاسي ګوند دی، د سني بنسټ پالې اسلامي مبدأ د مخکښ په توګه یې کار کړى دی.‎
میرمن باران زیاتوي، چې حزب التحریر په خپله یو ترهګر ګوند نه دی، خو کولاى شي چې د ترهګرو لپاره خلک تیار کړي. دا ګوند افراد په راډیکاله مبداْ سره سنبالوي او هغوی د لا نورو افراطي ډلو د استخدام لپاره تیاروي، چې بیا به په مستقیم ډول په نظامي عملیاتو کښې ونډه اخلي.
د فاشیستي فصاحت، لینني تګلارو، غربي شعارونو او وهابي افکار په ورګډولو سره حزب التحریر له خپل ځان نه یو واقعي او زورور خطر جوړ کړی، چې د آزادو (غربي) ټولنو لپاره یې مخنیوی ډیری ګران کار دی. د حزب التحریر ایډیولوژي او مفکوره، د نورو اسلامي راډیکالو ډلو څخه را اخیستل شوې ده. لا ساده شوې، تر څو عوامو ته د لازیات فهم، درک او پوهې وړ وګرځي. په داسې حال کښې چې نورې ډلې پردې ټینګار کوي چې د هغوی تعبیر له نصوصو څخه یوازینی سم تعبیر دی او یا هم په یوه مسئله کې په اسرائیلو او کشمیر باندې ولاړ دي. خو حزب التحریر خپل تمرکز تر دغې په لویه موخه راڅرخولی، لکه تر یوه بیرغ لاندې ټولو مسلمانانو ته وحدت ورکول، ترڅو پر هغو موضوعاتو لکه د تمدنونو ټکر او په ټوله نړۍ کښې د مسلمانانو پر وړاندې د بې عدالتۍ پر سر زور ورکول، چې لانور هم د تشویش وړ دي. نورې اسلامي ډلې نه یوازې دا چې دغه ډله د خپل حریف په توګه نه ویني، بلکې د یوه متحد په سترګه ورته ګوري او کله ناکله یې له مفاهیمو او لیکنو څخه چې تیار په انټرنټ کی پراته دي د خپلو حامیانو د متحرک کولو او هڅولو په نیت کار اخلي.
تر ننه پورې د حزب التحریر تر ټولو لویه لاس ته راوړنه دا ده، چې په اسلامي نړۍ کښې یې د مباحثاتو لپاره کاریدونکي اصطلاحات او موضوعات بدل کړي دي. څو کلونه وړاندې، ټولو اسلامي ډلو د خلافت د بیا تأسیسولو مفکورې ته یوه  تخیلي موخه (Utopian Goal) ویله، خو اوس د ورځې په تیریدو سره د دغې مقصد د ترلاسه کولو په اړه جدیت لا زیاتیږي او زیات شوی.

وروسته له ډیرو لسیزو څخه حزب التحریر د خپل موجودیت د څرګندولو کوښښ وکړ او د نړیوالې اسلامي جامعې (اسلامي امت) د وحدت لپاره یې زیار وایست. حزب التحریر اوس په ویاړ سره دا افتخار تر لاسه کړی، چې د مسلمانانو تر منځ یې د دې احساس پیدا کړی چې د دوی لومړنی هویت او لومړنۍ وفاداري باید د دوی په دین پورې اړه ولري، نه دا چې د دوی په نسل، قوم او یا هم ملت پورې.
میرمن باران تردې وروسته ډېره جالبه خبره کوي او لیکي: له دې امله چې حزب التحریر په خپلو فعالیتونو سره یوازې نظریات رسولي دي، په مسلحو ډلو کې نه راځي. د دوی فعالیت ته جواز ورکول، د آزادیو او ډیموکراسیو پر وړاندې د یوې ځانګړې ننګونې شکل ځان ته غوره کوي.

څرنګه چې غربي دولتونه کولای شي، د دغو ننګونو سره سره چې حزب التحریر یې لري، مقابله وکړي، نشي واضح کیدلی، هغه څه چې واضح دي دا دي، چې د دغې ستونزې له پامه غورځونه نور د حل لاره نه ده. سربېره پر دې میرمن باران په خپل دغه رپوټ کې، د نوموړي ګوند پر وړاندې د عکس العمل ښودلو لپاره لاندې وړاندیزونه کړي دي:
په بریتانیا کښې د حزب التحریر ویاند عمران وحید ویلي دي، چې فرانسس فوکویاما وایي، له دې کبله چې د پانګوالۍ او غربي تمدن پر وړاندې د بدیل په توګه کوم بل د پام وړ مبدأ شتون نه لري، نو موږ د تاریخ پاى ته رسیدلي یو. مونږ (حزب التحریر) خپل کار ته د دغې ادعا پر وړاندې د یوه  مخامخ ننګونې په سترګه ګورو او موږ ته پکار ده چې هغه غلطه ثابته کړو.
همدارنګه ټول مسلمانان نن سبا د غربي بنسټونو او اساساتو په اړه پوره پوه دي او ډیری یې ردوي. نور مسلمانان نه یوازې ترهګر پر دې باور لري، چې د امریکا تر مشرۍ لاندې د نړۍ دستور ته سپکاوی کیږي او د امریکا ولسمشر د آزادۍ او ډیموکراسۍ اجندا د چل له لارې پر نړۍ باندې د خپل حاکمیت د ساتنې لپاره کاروي. له دې سره حزب التحریر هم نظره دی او ادعا لري، چې مسلمانان وحدت او پاڅون ته اړتیا لري، تر څو خپل مخکینی عزتمن مقام بیا ترلاسه کړي او د فولادي دیوال تر ماتېدو وروسته نن حزب التحریر او د هغوی پلویانو ناهیلو مسلمانانو ته د عزتمن بدیل او راتلونکې هیلې راپارولې دي.
نو د دې لپاره چې مسلمانان د خلافت د بیا راوستلو لپاره له حزب التحریر سره مرسته ونه کړي، نو امریکا ته پکار ده، چې خپلې ټولې هغه کړنې، کومې چې د هغو له امله مسلمانان راپاریدلي او د خلافت د بیا راوستلو په کوښښ کې دي، له سره وګوري، غور ورباندې وکړي او بدلې يې کړي. ورپسې د حزب التحریر د فعالیت د بندولو لپاره لارې چارې ولټول شي، نو له دې کبله حزب التحریر د بیان له غربي آزادۍ څخه په ګټه اخیستلو سره یهودي ضد او د اساسي انساني قوانینو ضد افکار خپروي او د هماغه نظام لاندې چې ژوند کوي، هغه تر ننګونې لاندې راولي. غربي دولتونه او ټولنې دې د دوی د مخنیوي لپاره په ځینو بشري حقونو کې سختوالی او بدلون راولي، تر څو د دوی مخه ونیول شي.

د حزب التحریر ټولې ویب پاڼې دې بندې شي، ځکه په دې سره هغوی په ډیرې آسانۍ سره ټولو مسلمانانو ته د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې خپل تعلیمي نصاب رسوي او له دې کبله چې د ویب پاڼو بندول ډیر ګران کار دی، نو پکار ده چې ټوله غربي نړۍ دې یو له بل سره په مرسته دغه ویب پاڼې تر څارنې لاندې ونیسي.
که څه هم ډیره ګرانه ده او د تمدنونو جګړه روانه ده، بیا هم په اسلامي نړۍ کې دې منځلارو ته وده ورکړل شي، تر څو د دغه ډول ګوندونو مخنیوی وشي. په دغو کارونو کې دې له ژورنالستانو او د بشري حقونو له ډلو څخه کار واخیستل شي، تر څو حزب التحریر په یوه ناوړه مخ کې خلکو ته وړاندې شي.
د دوی حکومتونه دې هغه اسلامي ډلې د فعالیت جواز ته تشویق کړي، چې سوله ییز (غیر جهادي) او مذهبي مباحثې پر مخ بیایي. د هغه تدریسي نصاب په جوړولو کښې دې ورسره مرسته وکړي، چې وطنپالنه، اخلاقیات او هغه اسلامي ارزښتونه وښودل شي چې له ډیموکراسۍ او سیکولریزم (لادینیت) سره موازي او برابر وي. ترکیې ته دې په اروپایي اتحادیه کې شمولیت ورکړل شي، تر څو د حزب التحریر هغه فعالیتونه بې اغیزې شي چې د تمدنونو په جګړه کې یې د ترکیې په سیمه کې کاروي.

د یادولو وړ ده چې نکسن سنټر په واشنګټن ډي سي کښې یو له هغو مراکزو څخه دی کوم چې د امریکا د راتلونکو کلونو د تګلارو د تیارولو لپاره څیړنې کوي، ترڅو د هغو د لاسته راوړنو په رڼا کې امریکايي ادارې وکولای شي خپله دقیقه  تګلاره تیاره کړي او د دغې ادارې د څیړنې په پای کې دا ډول رپوټ په ډاګه کوي چې د خلافت د ټکي په عامولو سره، د حل د یوازینۍ لارې او د بدلون لپاره د یوازینۍ هیلې او د مسلمانانو د وحدت لپاره د یوازینۍ وسیلې په ګڼلو کې د حزب التحریر رول دومره زیات، مهم او کلیدي دی، چې غربي څیړنیزې ادارې خپل حکومتونه دې ته هڅوي، ترڅو د راتلونکو کلونو لپاره په تیاریدونکو تګلارو کښې نه یوازې دا چې د خلافت د راتګ د مخنیوي لپاره چمتووالی ولري، بلکې په همغه اندازې سره دې د حزب التحریر د فعالیتونو څخه د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي. دوی په خپلو څرګندونو کې د حزب التحریر له خوا د خلافت د راوستلو ګواښ دومره زورور ګڼلی، لکه څومره یې چې مخکې د شوروي اتحاد او سوسیالیزم په اړه درلود.

له دې څرګندیږي چې تر کومه حده له غرب سره د خلافت د بیرته راتللو ویره ده، د هغوی څیړنیزې او تګلاره جوړونکې ادارې او مراکز نه یوازې دا چې د خلافت د راتګ څخه د مخنیوي لپاره وړاندیزونه ورکوي، بلکې د حزب التحریر پر وړاندې چې د دغه نظام د تاسیس د پروسې مخکښ دی، د هغه په وړاندې جدي اقداماتو ته مشورې ورکوي او سربېره پر دې ورته د سیکولریزم (لادینیت) یا ډیموکراسۍ هغه بنسټونه چې پرته له هغې ډیموکراسي خپل اصلي مفهوم له لاسه ورکوي، د بدلولو وړاندیزونه ورکوي. اسلامي نړۍ ته دې نور هم نظر وکړي او ترکیه دې په اروپایي اتحاديې کې ورګډه کړي، سره له دې چې تر اوسه د منلو وړ نه ده.

له پورتنیو ټولو وړاندوینو، ننګونو او تهدیدونو ترڅنګ که اسلامي امت د خپل حالت په بدلولو کې همدا ډول خپل فعالیت او مبارزې ته دوام ورکړي، نو ژر ده چې الله سبحانه وتعالی به حق ته نصرت ورکړي او کافران به له باطل سره یوځای ابدي بدبختۍ ته استوي او د دوی له ټولو سیاسي، نظامي او اقتصادي چل ولونو سره سره به اسلامي دولت تاسیسیږي. د الله سبحانه وتعالی او د هغه د استازي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وعده ده، د هغوی وعده هېڅکله دروغ نه ده، یواځې شرط دا دی، چې اسلامي امت ځان د الله سبحانه وتعالی د نصرت وړ وګرځوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴾النور،
“الله ستاسې له هغو کسانو سره چې نيک عملونه يې کړي دي، وعده کړې ده، چې خامخا به دوى په ځمکه کې خليفه ګان ټاکي لکه له دوى څخه مخکې يې چې خليفه ګان ټاکلي وو او خامخا به د دوى لپاره د دوى دين ثابت کړي. هغه دين چې د دوى لپاره يې غوره کړى دى او خامخا به دوى ته وروسته له وېرې د امن بدل ورکړي او بيا به دوى زما عبادت کوي، دوى به له ما سره د هېڅ شي شريک نه پيداکوي او هر هغه څوک چې وروسته له دې څخه کافر شول پس دوى فاسقان دي.”

رسول الله صلی الله علیه وسلم هم خپل بشارت په دغه حدیث ډېر واضح او څرګند وړاندې کړی چې فرمایي: “
تكون النبوة فيكم ما شاء الله أن تكون ثم يرفعها إذا شاء أن يرفعها ثم تكون خلافة على منهاج النبوة فتكون ما شاء الله أن تكون ثم يرفعها إذا شاء الله أن يرفعها ثم تكون ملكا ‏ ‏عاضا ‏ ‏فيكون ما شاء الله أن يكون ثم يرفعها إذا شاء أن يرفعها ثم تكون ملكا ‏ ‏جبرية ‏ ‏فتكون ما شاء الله أن تكون ثم يرفعها إذا شاء أن يرفعها ثم تكون خلافة على منهاج النبوة ثم سكت” رواه أحمد.
” ترهغه چې الله سبحانه وتعالی وغواړي ستاسو تر منځ به نبوت وي او كله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي هغه به ستاسو له منځ څخه واخلي. وروسته به د نبوت پر منهاج باندې خلافت وي او هغه به ترهغه دوام ومومي، تركومه چې الله سبحانه وتعالی غواړي او بيا چې كله الله سبحانه وتعالی وغواړي هغه به ستاسو له منځ څخه واخلي. بيا له ستونزو ډك او د زور ملك راځي او دا هم د الله سبحانه وتعالی  د غوښتنې سره سم دوام كوي او كله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي هغه هم له منځه وړي. بيا د جبر او ظلم ملك راځي او دا هم د الله سبحانه وتعالی له غوښتنې سره سم دوام كوي او كله چې الله سبحانه وتعالی  وغواړي دا هم اخلي او بيا د نبوت پر منهاج او طريقه باندې خلافت راځي، بيا يې سكوت وكړ”.

بریالی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب