اسلامي مساوات څه ډول و؟

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وایي: د بدر غزا ته په سفر کې له صحابه کرامو سره اوښان  او سپرلۍ کمې وې، په دریو کسانو به یو اوښ و، له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د ده  دوه ملګرې ابو لبابه او علی بن ابی طالب رضي الله عنهما وو، کله به چې په دوی دواړو کې د  کوم یوه په اوښ د سپرېدلو نوبت راغی رسول الله صلی الله علیه وسلم به پیاده روان و نو هغوی به ورته وویل: یارسول الله موږ ستا په ځای پیاده تګ کوو ته له اوښ نه مه ښکته کیږه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : ما انتما باقوی علی المشي مني  وما انا باغني عن الاجر منکما
( مسنداحمد لومړۍ ټوک مخ ۳۲۲)

یعني تاسو دواړه په تګ کې له ما څخه نه یئ تکړه او زه هم ستاسو په څیر اجر او ثواب ګټلوته اړیم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو ملګرو سره له دې چلند نه هغه مضمون ښه پتېیلی  شو چې په کتابونو او لیکنو کې یې اسلامي مساوات او برابري بولي، دا د بدر مبارکي غزا ته  د روانو غازیانو هغه لشکر ده چې په منځ کې یې د انسانیت لارښود او د خدای جل جلاله سپیڅلی پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم هم روان دی او دی په خپل دې عاجزانه چلند سره خپلو ملګرو او ټول امت ته دا پیغام ورکوي چې ټول مسلمانان باید په خپلو کې له یوه بل سره د برابري او مساوات چلند غوره کړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارک سیرت کې دا ډول د مساوات او برابري خبرې نوري هم شته.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب