اسلامي ویښتابه د اختلافاتو په لومو کې (قرضاوي)

دا مې نه ځوروي

الحمد لله، والصلاة و السلام علی رسول الله، و علی آله و صحبه، ومن تبع هداه
أما بعد:
دا مې نه دردوي چې د معاصر اسلامي ویښتابه لپاره بیروني دښمنان په کمین کې ناست دي، درغلي کوي د اسلام په لاره کې خنډونه را ولاړوي، ځکه دا یو منطقي کار دی چې تل د حق او باطل ترمنځ را منځته کیږي، د خیر او شر ترمنځ هر وخت مقابله وي په همدې سره الله جل جلاله دا نړۍ روږدې کړي چې موږ هم پکې اوسیږو (وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِينَ) الفرقان آیت ۳۱، اى محمده ! موږ په همدغه شان مجرمان د هر پيغمبر د ښمنان ګرځولي دي.
الله جل جلاله د دې ملت او امت د دښمنانو په هکله وايي (وَلاَ يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىَ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُواْ) البقرة ۲۱۷، هغوی به له تاسې سره تل په جګړه آخته وي آن تردې که یې وس ورسیږي نو تاسې به له دینه واړوي.
بلکې زه هغه وخت دردیږم زړه مې ځوریږي کله چې خپله د مسلمانانو ترمنځ دوښمنۍ وینم، هغه وخت مې زړه ناهیلۍ کیږي کله چې د مسلمانانو په منځ کې خپله د دوی نه دوښمنان ګورم، لکه یو د بل سرونه چې غوڅوي، یو بل ته چلونه جوړوي او په خپلو منځو کې سره نیښلي.
دا هم کومه د خفګان خبره نه ده چې د مسلمانانو ترمنځ رنګارنګ مدرسې، ډلې ټپلې موجودې دي، ځکه هره ډله د اسلام د خدمت لپاره ځانګړې تګلاره لري غواړي په عملي کولو سره یې په ځمکه کې هوسایي راولي، غواړي هره ډله د خپلو ټاکلو اهدافو په رڼا کې له ټاکلو وسایلو نه په ګټې اخیستو ګام په ګام مخکې لاړه شي، په عملي ډګر کې هره ډله غواړي د قوت او امانت له مخې په خپلو خلکو اعتماد وکړي د هغوی د وړتیا او اخلاص نه ګټه واخلي.
دا هم د منلو وړ نه ده چې د یوازې د یوې ځانګړې ډلې یا حرکت لپاره دعوت وکړو او داسې وانګیرو چې په ترڅ کې یې ټول هغه کسان چې د اسلام لپاره کار کوي د یوه نظام ترسیوري لاندې را ټول شي، یوه رهبري ومني، ځکه د دې کار په وړاندې ډیر خنډونه پراته دي او دا یوه نه ترلاسه کیدونکې هیله څرګندیږي.
په زیاتو بحثونو کې مې دا خبره په ‌ډاګه کړې چې د اسلامي ډلو او تنظیمونو زیاتوالۍ ستونزه نلري، په دې شرط چې د ډلو زیاتوالۍ د وړتیا او تګلارې له مخې وي نه د یو بل سره د مقابلې او سپکاوي په نیت… ځکه په دې سره به ډلې یو د بل مټې پیاوړې کړې، یو د بل کمزوري به پوره کړي او یو بل ته به اوږه ورکړي، او سره یو موټۍ به د مشترکو مسایلو په اړه یوځای تصمیم نیسي او ورځنۍ مشترکې ستونزې به حلوي.
خو پرته له شکه چې د زړه نه وینې هغه وخت څاڅې کله چې خپله دعوتګر او اسلامي کارکوونکي یادو شوو ټکو ته خپل حق نه ورکوي، تل د دوښمنیو په لټه کې دي، تفرقې جوړوي هغه ځای ګوري چې د جلاوالي اور ترې ښکاري او په دې توګه خپلمنځي دوښمنیو، حسد او کینې ته لمن وهي، دوی د اتفاق له ځایونو پټې سترګې تیریږي د اختلاف ځایونه را برسیره کوي، په خپل فکر او نظر ویاړي خپل ځان او ډله سپینوي او نورو ته د ملامتۍ ګوته نیسي.
حق خبره خو دا ده چې د اختلاف څخه کوم ځانګړۍ خطر نه احساسیږي په ځانګړې توګه هغه وخت چې اختلاف په فرعي مسایلو یا په ځینو غیر اساسي اصولو کې را څرګند شي، خو کله چې اختلاف د تفرقې او جلاوالي په معنا رامنځته شي دښمني ترې جوړه شي نو په دې صورت کې دیته تفرقه وایي چې د الله او د هغه رسول خلک د دا ډول تفرقو څخه په کلکه ډارولي.
یادو شوو ټکو ته په کتو اسلامي ویښتابه او ټول اسلامي حرکتونه د مختلفو تګلارو، کړنلارو او نظریو سره ډیره زیاته اړتیا دیته لري چې د (فقه اختلاف) په اړه ژوره مطالعه وکړي.

د فقه اختلاف پنځه برخې

د اختلاف فقه د پنځه ګونو فقهي علومو څخه یو فقهي بحث شمیرل کیږي چې څیړنه یې ډیره اړینه او ضروروي ده دا پنځه ګوني فقهي بحثونه په لاندې ډول دي.
1.    فقه المقاصد: دا هغه فقه ده چې د شریعت د جزیاتو او مفرداتو له پولو څخه آوړي د ژوندانه په هره برخه کې فقهي کلیات را څیړي، چې بیلګه یې د امام شاطبي څیړنه ده چې د (الموفقات) په کتاب کې یې ترسره کړې او د ټولنیزو مقاصدو په اړه یې ډیره پاملرنه کړې ده.
2.    فقه الأولویات: د اعمالو مرتبې، چې په دې هکله ما په خپل بل کتاب (الصحوة الاسلامیة بین الجحود والتطرف) کې بحث کړی چې لا زیاتو ژورو څیړونو ته اړتیا لري.
3.    فقه السنن: د دې نه زما مراد د دنیایي جوړښت او ټولنیزو امورو قوانین دي چې الله جل جلاله زموږ نړۍ پرې درولې ده او پریکړه یې کړی چې تغیر او تبدیل به نه پکې راځي لکه د تغیر قوانین د بریالیتوب او تدریج قوانین.
4.    فقه الموازنة د مصالحو او مفاسدو ترمنځ: د موجوده حالاتو د موازنې فقه په ورځنیو پیښو بناء ده ترڅو په علمي او بنسټیزه توګه ولوستل شي، همدارنګه د نني عصر په معلوماتو او امکاناتو ولاړه ده، داسې امکانات او پرمختګونه چې بشر یې مخکې تردې هیڅ تصور نه وو کړی، چې باید کم و نه ګڼل شي.
5.    او ورستۍ (د اختلاف فقه) ده چې د لمړنیو قرنو مسلمانانو، صحابه وو تابعینو او نورو امامانو په ښه توګه پیژندلې وه، همدا وجه وه چې علمي اختلاف هیڅکله هم د دوی په علمي بهیر کې خنډ واقع نشو، او همدا موږ وو چې له یاده مو وایستله او په وړو وړو مسایلو مو له یو بل سره پرته له کوم سبب څخه دوښمنۍ پیل کړې.
په دې برخه کې زموږ ورور استاذ دوکتور طه جابر العلواني د (ادب الاختلاف فی الاسلام) تر عنوان لاندې یو کتاب لیکلۍ چې د (أمة) د کتابونو په لړۍ کې خپور شوی، پرته له شکه چې یو علمي او ګټور کتاب دی چې هغه په دې کتاب کې تاریخي تګلاره خپله کړې، او زما دغه کتاب د همغه کتاب بشپړوونکې برخه شمیرل کیږي چې د نني عصر سره جوخت مې مسایل یو د بل سره نیښلولي، موږ نن داسې یو حالت ګورو چې خلک د مختلفو افکارو او نظریاتو تابع دي، هر یو د خپل نظر په تایید له نورو سره دوښمني کوي او په دې سره اسلامي صف ته زیان رسوي او له همدې طلایي چانس څخه دوښمنانو په زړه پورې ګټه اخیستې.
هره ورځ د اسلامي نړۍ له ګوټ ګوټ څخه لیکونه راته راځي او د ځینو ډلو څخه شکایت کوي او وايي چې پرته له فتنې څخه د بل هیڅ شي اراده نلري، د الله په بنده ګانو پرته له ریښتیني حقیقت څخه تور لګوي، شته ظروف او ضرورتونه په نظر کې نه نیسي.

همدا وو چې سږ کال یعنې (۱۹۸۹زیږدیز) ځینو عربي مسلمانانو ځوانانو په یوه علمي سمینار کې په امریکا کې را نه هیله وکړه ترڅو په دې هکله څه ولیکم، ما د دوی خبره ومنله ځکه دا موضوع نهایت ډیره ضروري په نظر راغله چې د اسلامي خوځښتو لپاره ډیره اړینه ده، د الله جل جلاله په مرسته مې د کتاب په لیکلو پیل وکړ، سره د دې چې ډیر زیات بوخت یم، نو دا څو پاڼې تاسې ته وړاندې کوم او د الله جل جلاله څخه غوښتنه کوم ترڅو د اسلامي امت د وحدت لپاره یې روښنایي وګرځوي او مسلمانان ځوانان پرې هدایت کړي، لیکوال او لوستونکي دواړو ته یې ګټه ورسوي او هر هغه څوک یې په اجر کې شریک کړي چې په خپرولو کې یې هلې ځلې کړې.
اللهم ارزقنا نورا نمشي به فی الظلمات، و فرقانا نمیز به بین المتشابهات، و میزانا نستضي‌‌‎ء به فی مفارق الطرقات.. (ربنا أتمم لنا نورنا واغفرلنا انک علی کل شی قدیر)
استاذ دوکتور یوسف القرضاوي
دوحة د جمادی الأولی ۲۲ تمه ۱۴۱۰ هـ کال
چې د دیسمبر د ۲۰ مې نیټې ۱۹۸۹ زیږدیز کال سره سمون خوري.

په دې بحث کې زموږ تګلاره

د اختلاف د فقهې په اړه زموږ بحث په ځینو علمي او عملي، فکري او اخلاقي بنسټونو ولاړ دی، چې په پیل کې یوه سریزه ده او ورپسې کتاب په دریو بابونو او وروستۍ خاتمې سره مشتمل دی.
سریزه: د اختلاف د انواعو او اسبابو څخه پرده پورته کوي.
لمړۍ باب: په دوو فصلونو مشتمل دی.
لمړۍ فصل: اتحاد او یووالۍ یوه دیني فریضه ده.
دوهم باب: د اسلامي امت تفرقه او جلاوالۍ یوه دایمي او لازمي خبره نه ده.
دوهم باب: لس فصلونه لري چې تر ډیره د فکر او عمل هغه بنسټونه را غونډوي کوم چې فکري اختلاف ترې سرچینه اخلي.
لمړۍ فصل: په فروعو کې اختلاف یو ضرورت او رحمت دی.
دوهم فصل: په دین کې منمځلاریتوب نه تکلف او زیاتۍ.
دریم فصل: په څرګندو احکامو ټینګار نه په مشتبهاتو.
څلورم فصل: په اجتهادي مسایلو کې د تاکید او انکار څخه ځان ساتل.
پنځم فصل: د علماوو د اختلاف په هکله ژوره مطالعه.
شپږم فصل: د مفاهیمو او اصطلاحاتو څرګندول.
اووم فصل: یو مسلمان باید د امت د لویو لویو غمونو او دردونو په هکله فکر وکړي.
آتم فصل: په اتفاقي مسایلو کې مرسته په کار ده.
نهم فصل: په اختلافي مسایلو کې تحمل په کار دی.
لسم فصل: څوک چې (لااله الاالله) وايي لاسې ترې ونیسۍ.
دریم باب: د فقه اختلاف په هکله اخلاقي بنسټونه څیړي او شپږ فصلونه لري.
لمړۍ فصل: اخلاص کول او د نفس له غوښتنو ځان ساتل.
دوهم فصل: د شخصیتونو، مذهبونو او ډلو لپاره تعصب نه دی پکار.
دریم فصل: په نورو نیک ګمان وکړﺉ.
څلورم فصل: مخالف لورۍ مه تورنوﺉ او بد یې مه وایۍ.
پنځم فصل: له بیځایه بحثونو چې دښمنۍ را پاروي ځان وساتۍ.
شپږم فصل: د نیکیو په هکله یو د بل سره بحثونه وکړﺉ.
غواړم دلته دیته هم اشاره وکړم چې د فکري او اخلاقي لوریو جلا جلا بحثونه د ظاهري بڼې له مخې ترسره شوي اګر که د دې دواړو لوریو ترمنځ تړاو موجود دی، په ځانګړې توګه اسلام دغه دواړه جانبه په عملي ډګر یو بولي او جلا یې نه شمیري.
خاتمه: په خلاصه توګه د دې بحث د هدفونو په هکله یو زغلنده نظر ورکړل شوی، همدارنګه د اسلامي حرکتونو څخه د اسلامي امت هیلې ترڅو د اعلاء کلمة الله لپاره څه ترسره کړي، امت په دې تاریخي مرحله کې څرنګه وژغوري، همدا شان یو ژوندۍ او عملي مثال د فقه اختلاف په هکله وړاندې شوی ترڅو علماء او د حرکتونو رهبران ترې زده کړي او د هغه په پله پل کیږي دا مثال د امام حسن البنا ژوند ته د فقه اختلاف له زاویې څخه یو نظر دی.

مؤلف: دکتور یوسف القرضاوي
ژباړن: خلیل الرحمن حنیف

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب