اسلام او لویدیځ، آیا ټکر حتمي دی؟

پوښتنه:

نړۍ اوسمهال په یوه لوري روانه ده. آیا د مسلمانانو او لویدیځ تر منځ ټکر حتمي دی او که څه بله د حل لاره شته؟ ځواب ته مو سترګې په لار.

ځواب

د مهربان او بښوونکي خدای جل جلاله په نامه.
نحمده و نصلی علی الرسوله الکريم.
ګرانه وروره، ستا له دې په زړه پوری پوښتنې مننه.
له هرڅه وړاندې، باید پدې پوه شو چې اسلام د سولې دين دی. د اسلام مانا سوله ده، د خدای جل جلاله يو نوم هم سلام (سوله) ده، د مسلمانانو او ملايکو ورځنی سلام هم سوله ده، جنت د سولې ځای دی، د (مسلمان) لفظ د سوله ايز په مانا ده. د اسلام موخه، نښه او طبيعت سوله ده. هر انسان حق لري چې د اسلام او مسلمانانو له مهربانۍ او سوکالۍ څخه خوند واخلي، خو په دې شرط چې د مسلمانانو په وړاندې کوم ظلم او تيرۍ ونه شي. که چيرې غيرمسلم د مسلمانانو سره په سوله ايزه فضا کې ژوند کوي او د اسلام په وړاندې ونه دریږي، نو د جنګ هيڅ اړتيا نشته.
څرنګه چې اوس (د اسلام او لویدیځ ترمنځ د ټکر او يا يو ځای اوسيدلو) سوال مطرح شوی دی، نو د دې ځواب لپاره زه غواړم دلته د اسلامی مطالعاتو پروفيسور، ډاکټر جعفر شيخ ادريس هغه مقاله، چې په ۱۹۹۶کال په واشنګټن کې د اسلامي او عربي علومو ادارې چاپ کړه، د تاييد لپاره راوړم، چې دغه مقاله (په سوله کې د ګډ ژوند) نظريه روښانه کوي:
“ايا امکان لري چې د نړيوال کلي (ګلوبل ويليج) ټول اوسيدونکي په سوله ايز ډول له دې معاصرې ټکنالوجۍ څخه، چې ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې ده خوند واخلي؟ او يا دغه بیلابیل مذهبونه، کلتورونه او مدنيتونه، چې د دغه د نړیوال کلي (ټوله دنیا) اوسيدونکي يې له ځانه سره لري، د دوي په منځ کې ستونزې رامنځ ته کوي؟ د دغې موضوع روښانتیا اړينه ده مسلمان روڼ اندي یې وړاندې کړي ځکه په دې اړه ځيني وخت توندې نظريې هم وړاندي کیږي.

د ټکر په هکله لویدیځوال نظرونه

لویدیځي کارپوهان په دې هکله ډير فکر کوي، خو دوی پخپلو کې په هيڅ ډول سره په ځواب کې موافق او همغږی نه دي.
•    يو فکر داسې موجود دی، چې د لویدیځي مدنيت ټکر د نورو هغو سره شونی دی او دغه ټکر په حقيقت کې له وړاندې پيل شوی هم دی.
•    دوهم فکر داسي دی، چې لویدیځي کلتور پخپله پخپل منځ کې سره ټکر دی.
•    دريم فکر داسي هم شته، چې د نړۍ ډير خلک د لویدیځي ازادۍ او اقتصادي کاپيټاليزم په لور ميلان لري او په دې توګه دا نظام د تاريخ پای جوړوي.
•    څلورمه نظريه داسي هم شته، چې د مختلفو کلتورونو او مدنيتونو خلک په ګډه سره په سوله کې ژوند کولای شي، خو دوی بيا مذهبونه په نظر کې نه نيسي، يانې سيکولر ډيموکراسي نظام ته غاړه ږدي.

اسلام پدې اړه څه وایي؟

د دې اړينې مسئلې په اړه اسلامي اصول او کړنلاره څه ده؟ په دغه لاندې ليکو کې د يادې شوې پوښتنې ځواب په لنډو ټکو کې را اخلو، خو زه دلته د يو ټولنپوه په څير نه، بلکې يوه نظري تشريح وړاندې کوم، چې تر ډيره بريده د پورتنۍ پوښتنې په اړه اسلامي اصول او کړنلاره بيانوي.
زما لنډ ځواب دا دی، چې په اسلام کې سوله ايز ګډ ژوند مجاز او روښانه دی، خو د دې لپاره چې د نورو سره سوله ايز ګډ ژوند وشي ځيني وخت د دې اړتيا ليدل کيږي، چې بايد د دوی پر خلاف د جنګ پوره تيارۍ او چمتووالی موجود وي.

د سوله ايز ګډ ژوند لاملونه:

۱: په اسلام کې غوره کار هغه دی چې دې خلکو خیر او ښیګڼه پکې پرته وي د بېلګې په توګه: روحي روغتيا، دماغي او ذهني روغتيا، انساني ژوند او عزت. که په دغه ډول منطقي دلايلو پريکړه وشي، نو په عادي شرايطو کې سوله ايز ګډ ژوند طبعاً د جنګ او ټکرونو په نسبت غوره دی.
۲: ځيني مذهبونه، او سيکولر نظريې او يا اروايې تيوری ګانې وايې چې انسان له اوله بد پيدا شوی دی. ځينې وايې چې انسان بې طرفه (د ښه او بد ترمنځ) پيدا شوی او ټولنه وروسته نوموړی د ښه او بد په لور کاږي. خو اسلامي نظريه هغه ده، چې پيغمبر (ص) وايې، هر کس دنيا ته ښه راغلی دی يانې په لومړي سر کې هر انسان مسلمان او بې بدو راځي، خو وروسته بيا د ټولنې او محيطي اغېز په پايله کې هغه خپل لوری بدلوي. نورو کلتورونو او عقيدو ته په کتو سره، مسلمانان بايد دا هير نه کړي چې د دوی د کلتورونو تر شا څه دي، يانې چې دوی هم په اصليت کې انسانان دي.
۳: د مسلمان لپاره د نامسلم سره تر ټولو غوره کار دا دی، چې اسلام ته يې را دعوت کړي او خپل اصليت ته يې بيرته ور وګرځوي. خو پدې وخت کې مسلمان بايد ځيني اصول او ارزښتونه په پام ولري، چې يو له دې څخه دا دی، چې څرنګه چې ايمان او عقيده په زړه پوري تړلي موضوع ده، نو هيڅوک بايد مجبور نه شي، چې په زور او فشار راوړلو سره مسلمانيدو ته غاړه کيږدي، ځکه قران کريم په دې اړه د الاسرا په سورة کې وايې:
(او د خپل خدای جل جلاله لارې ته يې په هوښيارۍ او نصيحت سره دعوت کړئ او په ښه ډول ورسره بحث او دليل ووايئ.)
که چيرې سوله ايزه فضا نه وي، نو څنګه به دغه موخه ترلاسه شي.
۴: خدای جل جلاله خپل پغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ته وايې، چې پروا نه کوي که هغوی اسلام قبول کړي او که يې نه کړي. ته يواځې د دوي لپاره يو رحمت يې چې ليږل شوی يې.
۵: په سوله ايز ګډ ژوند کې د بېلا بېلو مذهبونو او مدنيتونو خلک يو ځای ژوند کوي او دوی کولای شي ښې او ګټورې مشورې سره شريکي کړي او د ورپېښو ستونزو لکه، مريضۍ، قاچاق او د چاپيريال ککړتيا لپاره ښه او په ګډه د حال لار ومومي. خو لویدیځ بايد دغه ويره له زړه وباسي چې، که مسلمانان په هر ډګر کې پرمختګ وکړي د دوي د واک سيمه به محدوده شی او د مسلمانانو د پرمختګ مخې ډب کولو هڅې بايد بندې کړي.
۶: هيڅ د داسې نظريې خاوند نشته، چې ګواکې دغه ټولې شته وسلې بايد له منځه لاړې شي ترڅو په راتلونکي کې د جنګ مخه ونيول شي. د دې لپاره چې د جنګ مخه مو نيولي وي، بايد د هغې ټول لاملونه له منځه ولاړ شي. موږ بايد ريښتينۍ قضاوت وکړو، داسې چې هغه د هرډول تعصب او ظلم څخه پاک وي.
۷: مسلمانان بايد په دې کې لويه برخه ولري، ځکه اسلام د سولې او امن دين دی. مسلمانان، لکه چې اسلام وايې د هرچا سره، بې غيرله تعصبه يو ډول سلوک کوي.
۸: زما په اند مسلمانان بايد سولې ته اولويت ورکړي. ځکه که سوله وي، د اسلام د خپرولو د پاره ښه موقع ده، هر څوک په هر ځای کې په سوله ايزه فضا کې د اسلام په اړه اوريدلی او منلی شي.
په لویدیځ او همدارنګه نوره نړۍ کې ډير خلک د بنسټپالنې په اساس مذهب ته بيرته راګرځي، ځکه دوی اوس پوهيدلي دي، چې ساينس د مذهب ځای نشي نيولی.

لویدیځ داسې ګومان کوي

په ټوليز ډول هر څوک غواړې چې کلتور يې قوي شي او د هغه کلتور ځای ونیسي چې پر دوی تحميل شوی دی. له همدې امله هرڅوک کوښښ کوي، چې ټول ممکنه ګامونه واخلي تر څو د بل کلتور د پرمختګ مخه ونيسي او خپل کلتور ته وده ورکړي او لویدیځ هم په همدې نامه د اسلام سره جګړه پیل کړې ده.
هنټینګټون،په خپل نوي کتاب، (د مدنيتونو ټکر) کې په غيرعادي ډول وايې: “لویدیځ اوسمهال هيڅ کلتوري سيال نه لري، له جاپان پرته هيڅ اقتصادي سيال هم نه لري. لویدیځ اوسمهال نړيوال سياسي، امنيتي او اقتصادي ځواک چلوي.”
بل ځای وایي: “د تير ساړه جنګ اصلي موخه دا وه چې د هغه چا د پرمختګ مخه بايد ونيول شي چې د لویدیځ ګټې په خطر کې اچولی شي. لویدیځ کوښښ کوي چې دغه پلانونه د نړيوالو تړونو او اقتصادي فشارونو تر سیوري لاندې سرته ورسوي.”

موږ ته څه کول په کار دي

اسلام په ريښتيني ډول د سولې دين دی. په سوله کې ژوند کول يو شی دی، خو دا بيا بېل شی دی چې ستا ګاونډيان ستا سره څه ډول سلوک او رويه کوي. له همدې امله اوسمهال دا ډیره اړینه ده چې مسلمانان بايد په مادي لحاظ غښتلي او قوي شي، ترڅو د هغه چا مخه ونيسي، چې غواړې نور په يو نه يو ډول لاندې کړي او تر خپل اغېز لاندې یې راولي. د مسلمانانو دغه مادي قوت بايد د معنوي قوت په اساس رامنځ ته شي او نړۍ د دغه وحشي تمدن نه خلاصه کړي.

حضرت بهار

سرچینه: اسلام آنلاین

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب