اسلام ته ديهودو بلنه

يو يهود ليکوال (( اسرائيل ولفنسون )) د حضرت محمد صلى الله عليه او يهودو ترمنځ د شخړې د لاملونو او  په اړه کاږي :

که چيرې د حضرت محمد (ص) لارښوونې يواځې له بت پرستۍ سره تر مبارزې محدودې واى او له يهودو څخه يې نه غوښتلى ، چې دهغه په رسالت ايمان راوړي ، نو هېڅ کله د يهودو او مسلمانانو ترمنځ شخړه نه رامنځته کېده او يهودو  د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم لارښوونو ته په نېکه سترګه کتل او په مال او ځان يې له هغه سره د بتانو په له منځه وړلود او بت پرستۍ عقيدې په محو کولو کې مرسته کوله ، خو په دې شرط چې په دوى او ددوى په دين  تېرى ونکړي او هغوى  دنوي رسالت منلو ته اړ نه کړي . ځکه د يهودو تعقل او تفکر دهرې هغې موضوع په اړه د بدلون وړ ندى ، چې هغوى له خپل دين څخه واړوي او يهود ددې منلو ته تيار ندي ، چې له بني اسرائيلو پرته دې هم کوم پيغمبر موجود وي .
دا د پيغمبر (ص) او يهودو ترمنځ د شخړې دلامل په اړه دليکوال نظر وو ، خو په حقيقت کې د پيغمبر (ص) رسالت نه  له ګمراهانو سره دسولې او جوړجاړي لپاره وو او نه د غنيمت د ترلاسه کولو لپاره له هرې ډلې ټپلې سره دنږدې کېدو لپاره ، بلکې دهغه بلنه نړيواله او د ټول بشريت  لپاره وه ، ولو که يوه ډله له دې دين څه خوښه او بله ترې ناخوښه او ناراضي وي ، ځکه چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم دخپل پرودګار د فرمان پلي کوونکى وو.
(( قل يا ايهاالناس انى رسول الله اليکم جميعاً ))
ووايه : اى خلکو زه ستاسو ټولو لپاره د خداى (ج) رسول يم .

داعرابو په منځ کې د پيغمبر (ص) دعوت ، په لومړي ګام کې د بتانو له عبادت څخه دهغوى د ژغورلو او له ګناهونو او بدو څخه دهغوى دليرې کولو لپاره وو او په دوهم ګام کې ديهودو دين ته د ننوتو بدعتونو اصلاح او دهغو اخلاقي فسادونو تهذيب وو، چې دخپل دين له اصلو څخه يې منحرف کړي وو.

قرآن مجيد،  بني اسرائيلو ته د پيغمبر (ص) رسالت د منلو لپاره  داسې بلنه ورکوي :

(( يا بني اسرائيل اذکرو نعمتي التي انعمت عليکم و اوفو بعهدي اوف بهعدکم و اياى فارهبون . و آمنوا بما انزلت مصدقاً لما معکم ولاتکونو اول کافرٍ به و لاتشتروا باياتي ثمناً قليلاً واياى فاتقون . ولاتلبسوا الحق بالباطل و تکتموا الحق و انتم تعلمون ))
بقره آيه ٣٩-٤٢
په دې آيتونو کې الله تعالى هغه نعمتونه بيانوي ، چې بني اسرائيلو ته يې اعطاء کړي دي او ددې لامل کېږي ، چې بني اسرائيل الهى اوامر ومني او دپرودګار له لارښووني څخه سرغړونه ونه کړي او په خپلو ژمنو او هوکړو ټينګ ودرېږي ، يعنې الله تعالى ته په يووالي عبادت وکړي او د احکامو پر وړاندې يې فرمانبراداري وکړي او په پيغمبر (ص) ، چې ځانګړنې يې د هغوى په کتابونو کې راغلي ، ايمان راوړي .

او ترهغو چې بني اسرائيل پر خپلو ژمنو ولاړ وو ، خداى تعالى هم دهغوى پر وړاندې خپله ژمنه ټينګه ساتلې وه او په دنيا کې يې هغوى ته لوړه مرتبه او په آخرت کې دنيکيو ثوابت ورکاوه .

وروسته الله تعالى هغوى ته بلنه ورکوي ، څو په قرآن عظيم الشان ، چې د خداى تعالى له لوري نازل شوى او په تورات کې د سپېڅلي الهي دين دموخو پخلى کوي ، ايمان راوړي او هغه لومړني کسان و نه اوسي ، چې په قرآن کافر شي او دهغه د لارښوونو پر وړاندې ددنيا په ناڅيزه مال قناعت وکړي ، نو بايد تقوى خپله پېشه وګرځوي او يواځې له الله تعالى څخه ووېرېږي .

او حقيقت ، چې د خداى تعالى له لوري نازل شوى ،او له هماغه سپېڅلى قرآن څخه عبارت دى ، له هغه باطل سره ، چې په خپل لاس يې جوړ کړى مخلوط نکړي او هغه څه ، چې دهغوى په کتابونو کې د محمد رسول الله (ص ) د صفاتو په اړه راغلي دي ، پټ نکړي .

نو ځکه خو ليدل کېږي ، چې د پيغمبر (ص ) او يهودو ترمنځ عداوت له هغه مهاله پيل شو ، چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم هغوى ته د اسلام د پاک دين بلنه ورکړه ، لکه څنګه چې (واټ ) په خپل کتاب کې وايي :

(( کله يې چې له هغوى څخه وغوښتل ، څو اسلام ومني ، هغوى مخ واړوه او له همدې ځايه يې د خداى تعالى له رسول سره دښمني او عداوت پيل کړ . ))

ډاکټر احمد جاويدالکوزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب