اسلام د عدالت دین دی

د حق خاوند ته د حق ورکول عدل بلل کیږي. په اسلام کي د خان او مسکین، د دوست او دښمن، او د قریب، دووست، نژدي او د لیري هیڅ توپیر نسته. حق، حق دی او هر څوک باید د خپل حق څښتن سي او دا د عدل جوهر او اصلي معنا ده.

اسلام د نړۍ پر مخ د وحشت د پورته کولو، د عدل او عدالت د دنګو ماڼیو او هسکو دیوالونو دین دی. هرڅوک د خپل عمل سزا ویني، الله ﷻ پر ځینو ګناهونو سزا مرتبه کړي ده او ځني یي بیا بندګانو ته ور پریښي چي هغوی ورته سزا وټاکي. سزا ددي لپاره چي د نړۍ له مخه ظلم، تیری او وحشت کډه وکي. الله ﷻ فرمایي: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَاْ أُولِيْ الأَلْبَابِ (سورة البقرة)

ژباړه: او سته تاسي لره په قصاص کي ژوند، ای د عقل خاوندانو. یعني قصاص ددي لپاره روا کړل سوی دی چي ویني تویول، ظلم او بربریت له منځه ولاړسي په مقابل کي یي امن، استقرار او د ویني د ساتلو حق خوندي سي. که څه هم د قاتل وژنه داسي یو فساد دی چي نفس پکښي له منځه ځي، خو ځکه روا کړل سوی دی چي د خلکو لپاره د ژوند او وینی ساتلو ګټه او مصلحت پکښي پروت دی، پدې سره عدالت قایمیږي او خلک به پداسي ټولنه کي ژوند کوي چي د انصاف لویه بیلګه به وي.

الله ﷻ فرمایي: لَقَدْ أَرْسَلْنا رُسُلَنا بِالْبَیناتِ وَ أَنْزَلْنا مَعَهُمُ الْکتابَ وَ الْمِیزانَ لِیقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ (الحدید ۲۵)

ژباړه: په تحقيق سره مو رسولان استولي، له نښو نښانو سره او له دوی سره مو کتاب او ميزان هم واستاوه، چي خلک په عدل او انصاف قايم سي.

your ads

[irp][irp][irp]

د پښتو ژبي خوږ ژبی شاعر، عالم او د نثر پر اسمان ځلیدونکی ستوری ارواښاد ګل پاچا الفت (د ټولنې په جوړښت کې د اسلام نقش) په کتاب وایي: ” د اسلام عدلي او قضايي برخه د اجتماعي نظام په حيث د انسان سر او مال، کرامت او حريت مصوون ګڼي او د حقوقو حفاظت يې کوي، د ظلم او ضرر مخه نيسي، فتنه او فساد محکوموي، جنايت او خيانت، فحشا او منکر د جزا وړ بولي او عدالت د شرعي احکامو په کامل او صحيح تطبيق تامينوي. “

نن چي نړۍ د نړیوالو حقوقو لپاره ناري وهي، هڅي کوي او دوري دوري منډي وهي لدي ټولو څخه مراد نړیوال عدالت دی، او اسلام د نړیوال عدالت یوازینۍ حامي دی، قران کریم د نړیوال عدالت په هکله فرمایي: وَلَا يَجرِمَنَّكُم شَنَآنُ قَومٍ عَلَى أَلَّا تَعدِلُوا اعدِلُوا هُوَ أَقرَبُ لِلتَّقوَى … (المائدة ۸) ژباړه: د يوه قوم سره بغض (يا دښمني) دي تاسو دې ته نه اړ باسي، چي عدالت نه کوئ، عدالت و کړئ؛ (ځکه) دغه (عدالت)  تقوى ته ډېر نژدې دی.

دا اسلام دی چي خپل پلویان و نړیوالو حقوقو یا نړیوال عدالت ته هڅوي، کنه نو کفري نړی خو یو د بل پښي کاږي، د بلګي په ډول متحده ایالات اټوم بم لري خو ایران په پرلپسي ډول هره ورځ تهدیدوی ترڅو اټم بم جوړ نه کړي او د شمالی کوریا د جنجالونو خو موږ هره ورځ موږ شادان یوو.

بس یوازینۍ دین اسلام دی چي فرد، ټولنه، هیواد او ټولو نړوالو ته خپل د عدالت پیغام ږدي.

کله چي غیرمسلمان ودې ټکي ته متوجه سی نو د اسلام حقانیت، عدالت او ښه والی په سترګو وویني او د اسلام په قبلولو سره ځان د عدالت د نظام پلوی کړي.

د بني مخزوم د قبیلي یو ښځي غلا وکړه او اسامه بن زید S د هغې د شفاعت لپاره سیدنا حضرت محمد ﷺ ته ورغلی، رسول ﷺ ورته وفرمایل: آیا د الله ﷻ له حدودو څخه په یو حد کي شفاعت کوي؟ پخواني خلک ځکه هلاک سوه، کله چي به د دوی شریف سړی غلا وکړه هغه به یې پریښود او که به کمزوری او بیچاره سړي غلا وکړه نو حد به یې ورباندي جاري کړ. او په خدای قسم کوم که د محمد لور فاطمه غلا وکړي، نو خامخا به مي لاس ور پري کړی وای.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب