اسلام کامل او شامل دین دی

د اسلام راتګ او ضرورت:

کله چي په نړۍ کي ظلم ډير سو، شرک او ناپوهي خپره سوه الله پاک د إنساني ټولني لپاره لارښوونکئ، د حق زيرئ ورکوونکئ او د الله پاک توحيد ته را بلونکئ دين چي اسلام دئ را وليږئ چي په راتلو سره يې ټولي تاريکۍ ورکي سوې، باطل معبودان چي ځينو خلګو يې عبادت کوئ نيست او نابود سوه او بشر د هرډول فساد او نفسي غوښتنو د جال او لومو څخه آزاد سو او د جهل، سرکښۍ او فکري انحراف څخه  د پوهي، اطاعت او إلهي عبادت لوري ته سوق کړل سو او د إنساني واقعي ارزښت خاوند سو.
همدا راز ددې لپاره چي صبا د قيامت په ورځ کي خلګوته دا عذر پاته نسي چي موږ په هيڅ شي باندي خبر نه وو الله پاک

دوۍ ته اسلام را وليږئ لکه چي الله پاک فرمايي:
ذَلِكَ أَنْ لَمْ يَكُنْ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا غَافِلُونَ.[المائدة 131] ژباړه:موږ د پيغمبرانو راليږل ددې لپاره وکړه چي الله پاک د هيڅ کلي اوسيدونکي د ظلم له امله نه هلاکوي پداسي حال کي چي دوۍ غافل او ناخبره وي.
اوپه سورة النساء کي فرمايي:
رُسُلًا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا.[النساء 165] ژباړه: دغه ټوله پيغمبران موږ زيرئ ورکوونکي او ويروونکي را وليږل ددې لپاره چي د خلګو لپاره پر الله پاک باندي د پيغمبرانو د راليږلو وروسته هيڅ دليل پيدا نسي او الله پاک غښتلئ اوحکمت والا دئ.

اسلام د ژوند لاره او طريقه ده:

اسلام د ټوله ژوند لپاره يوه طريقه او منهاج دئ، اسلام داسي دين دئ چي ځانګړتياوي او خصوصيتونه يي هيڅ مرز او انحصار نلري، بلکي د اسلام دين د هر وخت او هرځای لپاره را استول سوئ دئ.
په اسلام کي د ژوند ټولي برخي په پوره تفصيل او کافي انداز سره بيان سويدي او د هري برخي يې پوره تضمين کړئ دئ لکه دإنساني ژوند اجتماعي، اقتصادي، سياسي، علمي، عملي او نوري برخي او د ټولو هغو شيانو لپاره حکم پکښي بيان سوئ دئ چي إنسان په خپل ژوند کي ورسره مخامخ کيږي، د ځينو حکم صراحتا په قرآن او حديث کي راغلئ وي او د ځينو نورو حکم په اجماع او قياس باندي معلوميږي.
دا ځکه چي اسلام د فطرت دين دئ کوم چي سالم انسانيت ورباندي ولاړ دئ، الله پاک فرمايي:
فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ.[الروم 30] ژباړه: خپل ځان دي پر دين باندي برابرکړه پداسي حال کي چي د نورو ټولو اديانو څخه مائل وسې دا د الله پاک هغه خلقت دئ چي خلګ يې ورباندي پيدا کړيدي، د الله د خلق لپاره هيڅ تغييرنسته دغه ټينګ ولاړ دين دئ خو ډيرئ خلګ نه پوهيږي.

اسلام د ټولنيز ژوند ضامن دئ:

اسلام د اجتماعي او ټولنيز ژوند د تأمين او ترقۍ لپاره داسي ښکاره نمونې وړاندي کړيدي چي هيڅ د عقل خاوند ورڅخه انکار نسي کولای، داسي ښکلي نمونې چي د ټولو مشکلاتو او ستونزو څخه خالي دي.
که سړئ فکر وکړي، ټولنه او اجتماع چي لومړئ د خاوند او ميرمني څخه شروع کيږي اسلام يې په اړه هرڅه بيان کړيدي، په کورنۍ کي د ميړه او ښځي تر مينځ د محبت، پخلايني، صبر او تحمل څخه شروع بيا د اولاد، پلار، خپلوانو او ګاونډيانو تر حقوقو پوري د ټولو لپاره پکښې ډير ټينګار او تأکيد راغلئ دئ.
آن تردې چي اسلام هغه شيان هم حرام کړيدي چي ظاهرا ډير سپک معلوميږي خو په اصل کي ټولنه ورباندي ورانيږي لکه غيبت، چوغلګري، تجسس او پر يوبل باندي ناوړه نومونه ايښودل.
اسلام تر بل هر دين د ټولني اصلاح ته خلګ را بللي دي او دېته يې تشويق کړيدي چي تل د اصلاح په فکر کي وسي، الله پاک فرمايې:
وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ.[الأنفال 1] ژباړه: په خپل مينځ کي اصلاح راوړئ.
او په سورت البقرة کي فرمايي:
وَلَا تَنْسَوُا الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ.[ البقرة 237] ژباړه: په خپل مينځ کي پر يوبل باندي احسان مه هيروئ.
د همدې امتياز او ځانګړتيا له وجهي اسلام يو سراسري دين دئ او د ټولي نړۍ لپاره راغلئ دئ لکه څنګه چي الله جل جلاله فرمايي:
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ.[الانبیاء 107] ژباړه: موږ ته نه يې راليږلئ مګر رحمت د ټولو مخلوقاتو لپاره.
همدا راز فرمايي:
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِلنَّاسِ.[النساء 28] ژباړه: موږ ته نه يې راليږلئ مګر د ټولو خلګو لپاره.

اسلام او اقتصادي ژوند:

اسلام لکه نورو برخوته يې چي پوره پاملرنه کړېده مالي او اقتصادي برخي ته يې هم پوره پاملرنه کړېده او إنسان ته يې داسي اقتصادي نظام معرفي کړئ دئ چي د هرچا او هري سيمي لپاره مناسب دئ او يواځنئ هغه نظام دئ چي د ټولو خلګو مالي چاري ورباندي تنظيم کيدلای سي.
د مال د پيدا کولو لپاره يې د خرڅولو او رانيولو مشروع ضوابط او سوداګاني وضع کړيدي او د مشروع تجارت ډيره ښه طريقه يې بيان کړېده او إنسانانو ته يې ددې سپارښتنه کړېده چي بايد خپل دنيوي او اخروي ژوند ته پوره متوجه وسي.
الله جل جلاله فرمايي:
وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا.[القصص 77] ژباړه: د آخرت غوښتنه وکړه په هغه مال کي  چي الله پاک تاته درکړئ دئ (د الله په لاره کي يې مصرف کړه) او ددنيا لپاره خپله برخه هم مه هيروه.

همدا راز عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رضي الله عنهما څخه موقوف روايت دئ چي فرمايي:
فَاعْمَلْ عَمَلَ امْرِئٍ يَظُنُّ أَنْ لَنْ يَمُوتَ أَبَدًا ، وَاحْذَرْ حَذَرًا تَخْشَى أَنْ تَمُوتَ غَدًا.[السنن الکبری 4932] ژباړه: داسي کار کوه لکه هغه څوک چي ددې ګمان کوي چي ګرسره نه مړکيږي او پوره احتياط او ځان ساتنه وکړه ددې ويري څخه چي ګويا ته صبا مړکيږي.
همدا راز د هغو اړو إنسانانو لپاره يې چي کار نسي کولائ د عشر اوزکات سيستم ايښئ دئ ترڅو سرمايه والا خلګ د خپل عشر او زکات د اداء کولو له لاري د هغوۍ سره مرسته وکړي او خپلي اړتياوي پوره کړي.
آن تردې چي اسلام پر سرمايه دارانو خلګو باندي دا خبره فرض اولازم ګرځولې ده چي خپل د مال عشر او زکات حتما بايد آداء کړي.

تر داسي اندازې پوري چي د قيامت په ورځ چي ځيني خلګ الله پاک يې دوږخ ته داخل کړي ددوۍ څخه پوښتني وکړي چي په کوم عمل باندي تاسو دوږخ ته راغلي ياست؟ دوي ورته وايي:
وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ.[المدثر44] يعني موږ اړو انسانانوته ډوډې نه ورکول.
همدا راز يې په عمومي فرمول باندي إنسانانو ته ددوۍ دمال د ساتني لپاره داسي لارښوونه کړيده چي فرمايي:
وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ.[البقرة 188] ژباړه: خپل مالونه په خپل مينځ کي په باطله طريقه باندي مه خورئ.

اسلام او سياسي ژوند:

هدف د سياسي ژوند څخه دادئ چي ددولت او خلګو د ژوند چاري سمي کنټرول او اداره سي او هغه مصلحتونه مراعات کړل سي کوم چي د ټولني ښيرازي پکښې نغښتې وي، اسلام په خپل بيساري خود کفايۍ سره داسي نظام خلګوته معرفي کړئ دئ چي په عملي کولو سره يې پوره هر اړخيز عدالت راتلای سي او د هرقسم شخړي او بې نظمۍ مخه ورباندي نيول کيدلای سي، همدا راز يې د عدل ترڅنګ داسي مجازاتي حدود وضع کړيدي چي په عملي کولو يې پوره امن وامان راتلای سي.

او ټول هغه اصول يې راته په ګوته کړيدي چي هر دولت يي په عملي کولو سره کولای سي د خپلي واکمنۍ ستني ټينګي کړي او پر ځان باندي د خپل رعيت پوره باور ترلاسه کړي.
او ريښتينئ سياست د اسلام څخه بيل نه بلکي د اسلام يوجزء دئ لکه څنګه چي الله پاک فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا.[النساء 59] ژباړه: اي مؤمنانو! د الله او رسول او د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ که په يوشي کي مو شخړه سوه نو هغه الله او د الله رسول ته وسپارئ که تاسو پر الله او ورځي د آخرت ايمان لرئ دغه کار ستاسو لپاره ډير ښه او ښکلئ تأويل دئ.
او په حکومت دارۍ کي يې د امنيت په اړه موږ ته داسي لارښوونه کړېده:
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ مِنْكُمْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ.[النور 55] ژباړه: الله وعده کړې ستاسو د هغه کسانو سره چي ايمان يې راوړئ دئ، او ښه اعمال يې کړيدي، چي دوۍ به په مځکه کي خليفه ګان ګرځوي، لکه چي يې خليفه ګان ګرځولي وه هغه خلګ چي ددوۍ ترمخه تيرسويدي، او ټينګوي به دوۍ لره ددوۍ هغه دين چي ورته انتخاب کړئ يې دئ، او ددوۍ ويره به په امن باندي بدله کړي، چي دوۍ زما عبادت وکړي، زما سره هيڅ شئ شريک ونه ګرځوي، او هرڅوک چي ددې وروسته کافر سو، نو هغوۍ د الله د اطاعت څخه وتلي دي.
توضيح:نو چي سړي د الله پاک ودۍ قول ته متوجه وسي:
“وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً” يقيني پدې ښائسته کلام کي همدغسي راغليدي چي زه به دوۍ ته امنيت ورکوم، اوبيا دا وروسته قول چي فرمايي:
“يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً” مفسرين کرامو په تفسير کي ددې جزء ليکلي دي: چي دغه کلام مستأنف دئ، خو په منزله سره د علت لپاره د ماقبل دئ، يعني پدې شرط چي تاسو زما عبادت وکړي زما سره شريک ونه نيسئ، نو زه به تاسو ته دغه درې شيان درکوم:
1. د مځکي حکومت  به ستاسو پلاس درکوم.
2. ستاسو دين به ټينګوم اوخپروم.
3. تاسو ته به امنيت راولم.
همدا راز په بل آيت کي راځي:
الَّذِينَ آمَنُواْ وَلَمْ يَلْبِسُواْ إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُوْلَـئِكَ لَهُمُ الأَمْنُ وَهُمْ مُّهْتَدُونَ.[الانعام 82] يعني هغه خلګ چي ايمان يې راوړئ دئ، او خپل ايمان يې د ظلم سره ندئ ګډکړئ، نو د هغوۍ لپاره امن دئ او هغوۍ هدايت کړه سوي خلګ دي.

آخري خبره:
الف: اسلام د هرمسلمان لپاره په هره برخه کي کافي دئ، مسلمان هيڅ بل قانون ته اړتيا نلري. الله جل جلاله فرمايي:
وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ.[النحل 89] ژباړه: موږ پرتا باندي داسي کتاب نازل کړئ دئ چي د هر شي لپاره بيان دئ او مسلمانانوته هدايت، رحمت او زيرئ دئ.
ب:عرياني او فحاشي لومړئ هغه کار دئ چي د اسلام دښمنان يې په اسلامي هيوادونوکي د مسلمانانو د هلاکت لپاره ترويجوي لکه څنګه چي شيطان د آدم او حواء عليهما السلام څخه لومړئ کالي و ايستل په شهادت ددې آيت:
فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِنْ سَوْآتِهِمَا.[الاعراف 20] ژباړه: شيطان دوۍ ته وسوسه ور واچول ترڅو دوۍ ته ددوۍ پټ سوئ عورت ښکاره کړي.

لیکوال: مولوي نورالحق مظهري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب