اعتكاف څه ته وايي؟ ډولونه، موده، آداب او احكام

اعتكاف په داسې يو جومات كې را ايساريدلو ته وايي، چې جماعت پكې ترسره كېږي؛ البته د اعتكاف له نيت سره.

د اعتكاف ډولونه:

۱- واجب اعتكاف، له هغه اعتكاف څخه عبارت دى، چې نذر شوى وي، پر دې بنسټ، كه چا پر ځان باندې نذر وكړ، چې په اعتكاف به كښېني، نو اعتكاف پرې واجب ګرځي.

۲- موكد كفايي سنت اعتكاف: د روژې د مياشتې د وروستيو لسو ورځو اعتكاف دى، چې كفايي موكد سنت دى.[irp][irp][irp]

۳- مستحب اعتكاف: دغه اعتكاف د نذر او د روژې د وروستۍ لسېزې نه پرته اعتكاف دى.

د اعتكاف موده:

د اعتكاف موده، د اعتكاف د ډولونو د اختلاف له مخې، په بېلابېلو ډولونو ده. پردې بنسټ، په اعتكاف كې واجبه موده،((د واجب اعتكاف موده)) هغه موده ده، چې په نذر كې يې ټاكلې ده او د اعتكاف د سنت موده، همغه د روژې د مياشتې وروستى لسيزه ده او په اعتكاف كې د نفل موده؛ كم اندازه يې يوه زماني شېبه (لحظه) او ډېره اندازه يې نه ده ټاكل شوې.

اعتكاف نه سهي كېږي، مګر په هغه جومات كې، چې د جماعت لمونځ پكې ادا كېږي، امام او موذن ولري. همدارنګه ښځې كه غوښتل، چې په اعتكاف كښېنې، نو د خپل كور په جومات كې دې كښېني، يانې د خپل كور په هغه محوطه او چاپېر كې، چې دوى د لمانځه د ادا كولو لپاره ټاكلى وي.

بل پلو، د نذر په اعتكاف كې، د روژې نېول هم شرط دي، پر دې بنسټ، دغه اعتكاف، له روژې پرته نه سهي كېږي، خو دا هم بايد ووايو، چې د سنت او مستحب اعتكاف د سموالي په موخه، د روژې نېول شرط نه دى.

د اعتكاف فاسدوونكي شيان:

اعتكاف د لاندينيو چارو په ترسره كولو كې فاسدېږي:

۱- له عذر پرته له جوماته وتل.

۲- د حيض او نفاسو په پېښېدو سره.

۳- په جماع كولو، او هغه شيان، چې د جماع لمسوونكي وي، لكه مچ اخيستل او په شهوت سره لمسول.

هغه عذرونه، چې له جومات څخه وتل، مباح ګرځوي:

دا عذرونه په درې ډوله دي:

۱- طبيعي عذرونه، لكه د قضاى حاجت د رفع كولو او له جنابت څخه د پاكېدو په خاطر غسل كولو لپاره؛ پر دې بنسټ، معتكف دې، د قضاى حاجت د رفع كولو، د جنابت د غسل په خاطر دې، له جومات څخه ووزي، خو په دې شرط سره، چې له جومات څخه بهر به د قضاى د رفع كېدو له مهال پرته، نه پاتې كېږي.

۲- شرعي عذرونه: شرعي عذرونه هغه دي، چې د شرعي چارو د ترسره كېدو په خاطر په پام كې نېول كېږي؛ لكه د جمعې لمانځه د ادا لپاره راوتل، په دې شرط، چې په هغه جومات كې، چې دى پكې په اعتكاف ناست دى، د جمعې لمونځ ادا نه شي.

اړين عذرونه: هغه عذرونه دي، چې د ضرورت او انساني اړتياوو له مخې په پام كې نېول كېږي؛ لكه كه دى په جومات كې د اعتكاف پر ځاى، پر خپل ځان او يا مال باندې وېرېدو، يانې له دې وېره ولري، چې مال او ځان يې په امن نه دى. همدارنګه كه جومات ونړېږي، دى كولاى شي، چې له جوماته بهر شي؛ په دې شرط، چې په چټكۍ سره دې د اعتكاف په نيت بل جومات ته لاړ شي او د خپل اعتكاف پاتې موده دې همالته تېره كړي. معتكف كولاى شي، چې په جومات كې وخوري، وڅښي او همدارنګه هغه شيان وپېري او خرڅ كړي، چې اړتيا ورته لري؛ خو په جومات كې د مبيعي له احضاريدو پرته.[irp][irp]

كوم شيان د معتكف لپاره مكروه ده:

۱- د معتكف لپاره مكروه دي، چې په جومات كې د سوداګرۍ لپاره، د راكړې وركړې معاملې ترسره كړي؛ فرق نه لري، كه مبيعه په جومات كې حاضر كړي او كه يې حاضر نكړي.

۲ – په جومات كې د هغې مبيعې حاضرول، چې معتكف يې په هغه بيعه چې يې د خپلې او يا د خپلې كورنۍ د اړتياوو د پوره كېدو په موخه، ترسره كړي، مكروه دي.

۳- د معتكف لپاره چوپتيا غوره كول مكروه دي، په دې شرط، چې په دې نيت سره وي، چې دا چارى خداى (ج) ته د نزديكت لامل ګرځي.

د اعتكاف ادبونه:

لاندې چارې په اعتكاف كې مستحب دي:

۱- دا چې له خير پرته، د بل څه خبرې ونه كړي.

۲- دا چې، د خپل اعتكاف لپاره تر ټولو ښه جومات غوره كړي او د هغې كسانو لپاره چې په مكه مكرمه كې ژوند كوي، دغه جومات مسجد الحرام دى او ورپسې د هغو كسانو لپاره چې په مدينه منوره كې ژوند كوي، نبوي جومات دى، او ورپسې د هغو كسانو لپاره چې په بيت المقدس كې هستوګن دي، د الاقصى جومات دى، او ورپسې جامع جوماتونه دي.

۳- دا چې د قران كريم په تلاوت، ماثور ذكرونه، پر پيغمبر ( ص) درود ويلو او همدارنګه دديني كتابونو پر مطالعې بوخت وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب