اعتکاف څه ته وايي؟

د اعتکاف پېژند؟

اعتکاف په لغت کې پر يو شي باندې ځنډ او دوام کولو ته وايي او په اصطلاح کې په داسې جومات کې د اعتکاف په نيت پاتې کېدلو ته ویل کیږي چې په هغه کې پنځه وخته لمونځ په جمع سره ادا کېږي . [1]

اعتکاف په درې ډوله دی:

۱. واجب اعتکاف هغه دی چې يو څوک مطلق نذر ومني  چې زه به يوه ورځ يا يوه مياشت او يا دومره موده  د الله جل جلاله  لپاره په اعتکاف کې کښېنم او يا يې د يو کار تر سره کېدو پورې وتړي، چې  الله جل جلاله  که زما فلانی کار  وکړ،  زه به  دومره موده  د الله جل جلاله لپاره په اعتکاف کې تېروم، یا څوک مسنون اعتکاف پیل کړي  او بیا یې پرېږدي چې له امله یې پرې د پرېښودل شوي اعتکاف قضایي  واجب ده.

۲. سنت مؤکد کفايي اعتکاف چې د روژې  په  وروستيو لسو ورځو کې ترسره کېږي، لکه په حديث کې راځي ( کان رسول الله صلی الله علیه وسلم  یعتکف العشر الاواخر من رمضان ) [2].

 ژباړه:  رسول الله صلی الله علیه وسلم به د روژې په وروستيو لسو ورځو کې اعتکاف کاوى.

۳. مستحب اعتکاف د روژې د وروستيو لسو ورځو  او نذر اعتکاف پرته نور هر وخت چې يو څوک په جومات کې د اعتکاف په نيت تم کېږي، مستحب اعتکاف بلل کېږي .

مستحب اعتکاف  ديوې گړۍ لپاره هم کېږي او روژه نيول هم ورته  اړين نه دي .[3]

د اعتکاف شرطونه:

د اعتکاف د صحيحوالي لپاره دوه ډوله شرطونه دي، يو هغه شرطونه چې د اعتکاف کوونکي پورې تړاو لري،  بل  د اعتکاف  ځای اړوند شرطونه  دي .

د اعتکاف لومړی ډول شرطونه

 هغه شرطونه چې اعتکاف کوونکي پورې تړلي دي، په  لاندې  ډول دي[4].

۱. اسلام : د کافر اعتکاف سهي نه  دی؛  ځکه چې اعتکاف  يو ډول عبادت دی او کافر د عبادت وړتيا نه لري .

۲.  عقل : دلیوني اعتکاف سهي نه دی؛ ځکه عبادت پرته له نيت څخه نه سهي کېږي او لیونی د نيت کولووړتيا نه لري .

۳. جنابت ، حيض ( د ښځې مياشتنۍ ناروغۍ ) او نفاس ( د بچي پيدا کېدو وروسته چې کومه وینه راځي)  څخه پاکوالی : ځکه  اعتکاف په جومات کې تر سره کېږي  او  نوموړي کسان جومات ته له  ننوتلو څخه منع دي .

۴. نيت : ځکه  چې اعتکاف يو ډول عبادت دی  او د عبادت لپاره نيت شرط دی؛ نو پرته  له  نيت او ارادې څخه په جومات کې پاتې کېدو ته اعتکاف نه  ويل کېږي .[5]

۵. د واجب اوسنت اعتکاف لپاره روژه هم شرط ده،  له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روايت دی چې وایي  :  ( لا اعتكاف إلا بصوم ) [6] ژباړه له روژې پرته اعتکاف نه سهي کېږي .

 اعتکاف لپاره بلوغ شرط نه دی، د هوښيار هلک اعتکاف هم سهي کېږي؛ ځکه هغه د عبادت وړتيالري  لکه څنگه چې د هغه څخه نفلي لمونځ  او روژه سهي کېږي، همدارنگه اعتکاف يې هم سهي کېږي .

 دغه راز دا هم شرط نه ده چې اعتکاف کوونکی کې دې نارینه  يا آزاد تن  وي،  بلکې دښځې او مرېيه اعتکاف  هم سهي  دی؛ خو دښځې  او د مرېيه اعتکاف لره  د خاوند او بادار  اجازه اړينه ده .

د اعتکاف دوهم ډول شرطونه

هغه شرطونه چې داعتکاف ځای پورې تړاو لري، په لاندې ډول دي .

۱. د نارينه وو  لپاره داسې  جوماتونه  چې په هغو کې  پنځه وخته لمونځ په جمع سره اداکېږي .  [7]

 ښځينه وو لپاره  په  کورونو کې هغه ځای دی چې هغوی په خپلو کورونوکې د لمانځه لپاره ځانگړی کړی وي،  ښځینه به د اعتکاف په موخه جومات ته نه ځي؛ ځکه دښځينه وو لپاره غوره داده چې د کلي د جومات پر ځای په کور کې لمونځ وکړي . [8]

 په حديث کې راځي رسو ل الله  صلی الله علیه وسلم وايي ” صلاة المرأة في بيتها أفضل من صلاتها في حجرتها وصلاتها في مخدعها أفضل من صلاتها في بيتها ” .

 ژباړه : د ښځينه وو لپاره د کور د انگړ پر ځای په کوټه کې لمونځ کول غوره دي او د کوټې په  پرتله  بيا دننه خونگۍ کې لمونځ کول غوره دي .

 د دې حديث  موخه دا ده چې ښځينه د لمانځه  پر مهال څومره په پرده کې وي  دا غوره ده؛ نو ځکه يې د کوټې لمونځ د کور د انگړ له لمانځه څخه غوره دی  او د ننه خونگۍ لمونځ يې بيا د کوټې تر لمانځه  غوره دی  ځکه  چې په دننه خونگۍ کې بشپړه پرده کېږي دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په وخت کې ښځينه  جوماتونو ته  تللې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمنو په جوماتونو کې اعتکاف کولو دا  هغه وخت و، چې فتنو او فسادونو شتون نه درلود،  اوس چې دفتنې او فساد وخت دی، ښځې نه شي کولای چې جوماتونو ته ولاړې شي، همدا خبره  په يو حديث کې  په څرگندو  ټکو  بيان شوې ده .

 عن عائشة رضي الله عنها قالت : لو رأى رسول الله صلى الله عليه و سلم ما أحدث النساء لمنعهن المسجد كما منعت نساء بني إسرائيل [9].

 ژباړه : له عائشې  رضی الله عنها څخه روايت دی وايي : که چېرې رسول  صلی الله علیه وسلم  د ښځينه وو نن سبا کړه وړه ليدلي وای؛ نو جوماتونو څخه به يې داسې منع کړي وای لکه د بنو اسرائيلو ښځې چې منع کړل شوې .

د اعتکاف ثوابونه :

عن ابن عباس أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال في المعتكف ( هو يعكف الذنوب ويجري له من الحسنات كعامل الحسنات كلها )[10] .

ژباړه :  له ابن عباس  رضي الله عنهما څخه روايت دی رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اعتکاف کوونکي په اړه وویل : چې هغه له گناهونو څخه ژغورل کېږي او ( د اعتکاف له امله چې کومې ښېگڼې نه شي ترسره کولای)  هغه ته  دومره نېکيانې لیکل کیږي څومره چې یې ترسره کوونکي ته ليکل کېږي .

په دې حديث کې د اعتکاف  دوې لويې او څرگندې گټې په گوته شوې دي،  يوه دا چې  اعتکاف کوونکی له گناهونو  ژغورل  کېږي  چې  دا  د  مسلمان  د ژوند لویه  او مهمه  موخه  ده او په آخرت کې د کاميابۍ  لامل دی؛  څو د خپل څښتن له سرغړونو خوندي وي.

 بله گټه  يې دا ده چې اعتکاف کوونکي ته له ښېگڼې ترسره کولو پرته  نېکۍ ليکل کېږي،  دا ځکه چې د اعتکاف له کبله  هغه  د يو شمېر نېکيو او ښو کړو وړو څخه په  ښکاره بې برخې وي،  لکه د جنازې لمونځ ، د ناروغ پوښتنه  او داسې نور؛  نو چاته دا خيال پيدا کېدلای شي چې داعتکاف له امله د گڼ شمېر نېکيو څخه  بې برخې شو؛  نو الله جل جلاله په خپل فضل سره هغه ته پرته له کولو څخه دا ټولې نېکۍ او ثوابونه ورکوي .

په يو بل حديث کې محمد صلی الله علیه وسلم  د يو اعتکاف ثواب  د دوو حجونو او د دوو عمرو برابر  ښودلی دی .(اعتكاف عشر في رمضان كحجتين وعمرتين) [11]

ژباړه :  رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويلي د روژې مياشتې لس  ورځې اعتکاف د دوو حجونو او دوو عمرو برابر ثواب لري . اوپه يو بل حديث کې   ابن عباس  رضي الله عنهما  وايي :  و من اعتكف يوما ابتغاء وجه الله تعالى جعل الله بينه و بين النار ثلاث خنادق أبعد ما بين الخافقين [12].

 ژباړه :  چا چې د الله جل جلاله درضاء لپاره  يوه  ورځ اعتکاف  وکړ  الله جل جلاله  به د هغه او دوزخ  تر منځ د دريو داسې کندو په برابر لېرې والی راولي چې هغه به د ځمکې او آسمان تر منځ واټن څخه زيات وي .

د اعتکاف اړوند مسائل

مسئله: که يو څوک په داسې جومات کې اعتکاف کوي چې هلته د جمعې لمونځ نه کېږي، نو د جمعې لمانځه ته به په داسې وخت کې ځي چې څلور رکعاته مخکېني سنتونه لمانځه سره  وکړای شي او وروستني څلور یا شپږ رکعاته سنتونه  هم په هماغه جومات کې ترسره  کولای شي .

مسئله: که څوک په یو جومات کې اعتکاف ته کښیني او د جمعې لمانځه  په  موخه جامع جومات ته ولاړ شي؛ نو غوره ده چې له لمانځه وروسته بېرته خپل جومات ته ستون شي خو که له لمانځه وروسته په همدې جامع جومات کې تم شي او د اعتکاف پاتې ورځې همدلته  پوره کړي،  دا  هم روا ده  خو داسې کول مکروه دي .[13]

مسئله: د انساني  اړتياوو لکه  ډکې يا تشې متيازې ،پليتی مينځل او د احتلام  له  امله  د جنابت غسل کولو  په  موخه اعتکاف کوونکی له جومات څخه وتلی شي .[14]

مسئله: که جومات ونړيږي ، يا په يوجومات کې په جمعه لمونځ پرېښودل شي نو اعتکاف کوونکی بل جومات ته ولاړشي  يا د داسې گواهي لپاره چې يوازې په هغه پورې تړلې وي، د اعتکاف ځای څخه  ووزي اعتکاف يې نه فاسديږي .[15]

مسئله: اعتکاف کوونکی له جومات څخه د ناروغ  پوښتنې او جنازې لمونځ   لپاره نشي وتلی، خو که د يوې  روا  اړتيا په موخه وتلی و او بيا په  جنازه  برابر شو يا يې په  لار کې د ناروغ  پوښتنه وکړه،  بيا پروا نه کوي .[16]

مسئله: ښځې سره په کوروالي کولو اعتکاف فاسديږي، انزال وشي او که  ونشي، د شپې لخوا وي او که په  ورځ کې وي ، په  لوی  لاس  وي او که  په  هېرې سره وي؛  خو که  ښځه ښکل کړي، غېږ کې یې ونیسي، لمس یې کړي د ښځې په شا برخه کې دا کار وکړي، تر هغه یې اعتکاف نه فاسدیږي څو چې انزال نه وي شوی، خو دښځې په شا برخه کې دا کار  کول لویه گناه او حرام کار دی .[17]

مسئله: که اعتکاف کوونکی په لوی لاس روژه ماته کړي،  نو اعتکاف يې فاسد شو خو که په  هېره سره  يې  روژه  وخوړه:  نو نه  يې  روژه او نه یې هم اعتکاف فاسديږي .[18]

مسئله : د چورت  وهلو او کتلو له  امله  که  انزال  وشي،  اعتکاف پرې نه  فاسديږي .[19]

مسئله: که څوک د يوې گړۍ لپاره له جومات څخه  پرته له عذره ووځي ، د امام ابو حنيفه رحمه الله په نزد يې  اعتکاف فاسديږي، په لوی لاس وي او که په هېره سره وي،  د شپې وي او که د ورځې په اوږدو کې وي، همدارنگه  ښځه د اعتکاف پر مهال د خپل کور له جومات څخه باندې کورته  نه  شي وتلی؛ خو که په اعتکاف کې طلاق ورکړل شي، نو بيا خپل کورته راگرځېدلی شي او هلته خپل اعتکاف پوره کولای شي .[20]

مسئله: که اعتکاف کوونکی د ډکو يا تشو مېتيازو لپاره د کور بیت الخلاء ته  ولاړ شي او له اوداسه  وروسته  سمدلاسه  را ووځي،  اعتکاف  يې نه فاسديږي؛ خو که  په  کور کې د يوې گړۍ لپاره  تم  شي،  اعتکاف يې فاسد شو، که د جومات سره  په خوا کې د اعتکاف کوونکي د ملگري کور  وي؛  نو په اعتکاف کوونکي لازم نه ده  چې د انساني اړتيا په  موخه د هغه کور ته  ولاړ شي او که چېرې د اعتکاف کوونکي دوه کورونه وي، يولنډ او بل لرې ؛ نو ځينو علماو لرې کورته تگ هم د اعتکاف فاسدوونکی بللی دی .[21]

مسئله: اعتکاف کوونکي لپاره په  جومات کې خوراک ،څښاک ،خوب ،هر هغه  تړون چې د ځان يا اولاد لپاره اړتيا ورته لري، لکه  ديو شي را نيول  او  پلورل ،نکاح او  ښځې ته له طلاق  وروسته رجوع  کول  روا دي؛  خو د تجارت په موخه راکړه ورکړه کول  يا د عامې اړتيا په  وخت  د اخېستل  شوي شي جومات ته  راوړل  مکروه دي .[22]

مسئله: ښکنځل کول ،شخړه کول ، د بل  مال  خوړل  او نشه کول که څه هم ناروا دي؛ خو اعتکاف نه فاسدوي .[23]

مسئله: که اعتکاف کوونکی په چپتيا کې د ثواب عقيده ولري، نو چپتیا ورته مکروه ده؛ خو که د بدو خبرو څخه  د ځان ساتلو په موخه چپ کښېني،  بيا پروا نه  کوي،  اعتکاف کوونکو لره  په کار دي چې تلاوت ،د الله ذکر، د حديثو او نورو علمي کتابونو مطالعه ، د رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) سيرت او نورو نبيانو  کيسې او ديني شيان ليکل او داسې نور د خير کارونه تر سره کړي .[24]

مسئله: که اعتکاف کوونکی څو ورځې بېهوښه شي يا لېونی شي يا ښځې ته په اعتکاف کې مياشتنۍ ناروغي راشي، اعتکاف يې فاسديږي چې کله روغ شي قضائي به يې را گرځوي .[25]

مسئله: که  په  اوبو کې د ډوبېدونکي د ژغورلو يا د اور وژلو لپاره او يا هم د جومات د نړېدو له وېرې څخه اعتکاف کوونکی له جومات څخه ووځي،  که څه  هم د جومات د نړېدو په صورت کې د ځان ساتلو په موخه  ورته وتل اړين دي؛ خو اعتکاف يې فاسديږي .  [26]

مسئله: که اعتکاف کوونکی بيت الخلاء  ته  په نوبت کې انتظار وکړي ،دبل چا د نشتون  په صورت کې له کور څخه  په  خپله  ډوډۍ راوړي  او که  تياره  نه وي لږ غوندې انتظار وکړي يا د احتلام په صورت کې د يخې هوا  له کبله  يخو اوبو ورته تاوان رسولو؛  نو د گرمو اوبو لپاره کورته ولاړ يا له جومات څخه دباندې د اوبو گرمولو په موخه انتظار وکړي،  اعتکاف يې نه فاسديږي بلکې د احتلام په وخت بايد له جومات څخه سمدلاسه ووځي او د اوبو گرمولو انتظار د وکړي په تيمم وهلو سره په جومات کې انتظار کول  ورته  روانه دي .[27]

مسئله: د درملنې لپاره له جومات څخه  په  وتلو اعتکاف فاسدیږي؛ خو که سخت  اړ شي نو  وتل يې گناه نه لري، خو د دغې  ورځې د اعتکاف قضائي به  راوړي [28]

مسئله: د اعتکاف کوونکي لپاره په جومات کې جامې اغوستل ،عطر کارول ،په تېلو سر غوړول د ډوډۍ لپاره يا  وروسته لاس مينځل او دجومات په داسې برخه کې اودس کول يا سر مينځل چې اوبه يې د باندې توييږي او خپل سر په خپله خرېيل يا جوړل يا په بل داسې چا باندې خپل سر جوړول چې هغه  مزدوري  نه  اخلي، نو په جومات کې د ننه  دا  ټول  کارونه  ورته روا دي او له جومات څخه وتل  ورته روا نه  دي؛ خو که سر جوړونکی په مزدوري کار کوي، نو بيا داعتکاف کوونکی په جومات کې او جوړوونکی له جومات څخه د باندې کښېني ځکه په جومات کې د ننه د پيسو په بدل کې سر جوړول سهي نه دي .[29]

مسئله : که اعتکاف فاسد شي، نو گورو به که نفلي اعتکاف و قضاء نه لري، که نذر معين يا نذر غير ميعن و؛ نو د ټولو ورځو قضاء پرې  لازمه  ده او که د روژې د وروستيو لسو ورځو مسنون اعتکاف و؛ نو يوازې د هغې ورځې قضاء  به را گرځوي چې اعتکاف يې پکې فاسد کړی هغه بيا په همدغه روژه کې هم را گرځولی شي او له روژې وروسته يې هم را گرځولی شي او که  د ورځې د اعتکاف نذر يې ومنلو، نو يوازې د يوې ورځې اعتکاف د روژې سره پرې لازم دی؛ خو که د شپې اعتکاف نذر يې  و منلو نود څلور ويشت ساتونو اعتکاف پرې لازم دی، چې روژه به هم ورسره نيسي .[30]

مسئله : د يخوالي په موخه  د غسل ترسره کولو لپاره  له جومات څخه وتل روا نه دي؛ خو که  ډېره اړتيا وه  بيا دې په يو لوښي کې په جومات کې داسې غسل وکړي چې کارول شوې اوبه  په جومات کې تويې نه شي يا دې څو ځلې يو ځان پاک لوند کړي او له نښتېزلو وروسته دې په ځان تېر کړي نوخپلې موخې ته به ورسيږي .[31]

مسئله : اعتکاف د هر کلي په يو جومات کې سنت مؤکده علی الکفایه  دی .[32]

مسئله : سنت اعتکاف د رووژې د شلمې نېټې له  لمر لوېدو مخکې پيل کېږي او د روژې په نه ویشتمه یا دېرشمه دشوال میاشت تر ليدلو دوام کوي، که مياشت د لمر لوېدو لږ مخکې وليدل شي؛  نو د لمر تر لوېدو پورې په اعتکاف کې کښېناستل اړين دي که له شلمې وروسته څوک په اعتکاف کې کښېني هم سهي دی خو د پوره لسو ورځو فضيلت نه حاصليږي .[33]


[1]  حاشية طحطاوي /۶۹۹/ط: دارالکتب العلمیه .
[2]  صحيح البخاري رقم حدیث ۲۰۲۵.
[3]  حاشیة طحطاوي ۷۰۱/ ط: دارالکتب العلمیه .
4]  بدائع الصنائع ۳/ ۵/ ط: دارالکتب العلمیه .
[5]  مسائل رفعت قاسمي ۲/ ۱۸/ط: مکتبه رشيدیه .
[6]  مصنف ابن ابی شیبه رقم حدیث ۹۶۲۲.
[7]  الفتاوی الهندیه ۱/ ۲۳۲/ط: دارالکتب العلمیه .
[8]   بدائع الصنائع ۳/ ۲۵.ط: دارالکتب العلمية .
[9]  سنن الترمذی ۱/ ۲۶۸ط: الطاف .
[10]  سنن ابن ماجه رقم حدیث ۱۷۸۱.
[11]  المعجم الکبیر رقم حديث ۲۸۸۸.
[12]  شعب الایمان رقم حدیث ۳۹۶۵.
[13]  حاشیة طحطاوی ۷۰۲/ط: دارالکتب العلمیة .
[14]  حاشیة الطحطاوي ۷۰۲/ ط: دارالکتب العلمیه .
[15]   حاشیة الطحطاوي ۷۰۳/ دارالکتب العلمیة .
[16]   بدائع الصنائع ۳/ ۳۰ / دارالکتب العلمیة .
[17]   پورتنی حواله ۳/ ۳۱.
[18]   پورتنی حواله /۳/۳۱.
[19]   البحر الرائق ۲/ ۵۳۲/مکتبه رشیدیه.
[20]   الفتاوی الهندیه ۱/ ۲۳۲/ط: دارالکتب العلمیه
[21]   الفتاوی الهندیه ۱/ ۲۳۲/ط: دارالکتب العلمیه .
[22]  ردالمحتار علی الدرالمختار ۳/ ۵۰۶-۵۰۷/ط: دارالمعرفة.
[23]   الفتاوی الهندیه ۱/۲۳۵/ط:دارالکتب العلمیة .
[24]  حاشیة الطحطاوي ۷۰۴-۷۰۵/ ط: دارالکتب العلمیة .
[25]   بدائع الصنائع ۳/ ۳۲/ط: دارالکتب العلمیة .
[26]   احسن الفتاوی ۴/ ۵۱۶/ط: ايچ ايم سعيد .
[27]   پورتنی حواله .
[28]   پورتنی حواله .
[29]   الهندیه ۱/ ۲۳۵/ احسن الفتاوی ۴/۵۱۰-۴۱۶.
[30]   احسن الفتاوی ۴/ ۵۱۱-۵۱۲.
[31]   احسن الفتاوی ۴/ ۵۰۷.
[32]   پورتنی حواله…
[33]   مسائل رفعت قاسمي ۲/ ۲۵.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب