افت وژونکي او د هغې ډولونه

د Pesticide کلمه د Pest په معنی د افت او cide د وژونکي معني لري. ټول هغه کيماوي مر کبونه چې د نباتاتو دساتنې او افتونو د له منځه وړولو لپاره په کار وړل کيږي Pesticides بلل کيږي . ټول افت وژونکي د استعمال زهريت ،ثبات ،LD50 او داسي نورو خواصو له مخې طبقه بندي کيږي چې مونږ ورڅخه په لاندي ډول يا دونه کوو.

لومري د استعمال له مخي د ا فت وژونکو ډولونه ذکر کوو.

Insecticides -1:- هغه کيمياوي مرکبونه دي چې د حشراتو د مخنيوي او کنترول لپاره استعماليږي لکه .

Delta.M, Cyper methrin, Methyle Parathion
Herbicides -2 – هغه کيمياوي مرکبونه دي چې د هرزه ګياه Weeds)) د کنترول لپاره استعماليږي لکه Dinoseb, MCPA, 2.4D او داسي نور.

Fungicides -3: – هغه کيمياوي مرکبونه دي چې د فنګسونود مخنيوي لپاره په کار وړل کيږي لکه تيرام،منکوزيب،سلفر او نور .

Bactericides -4: – هغه کيمياوي مرکبونه دي چې د بکتريا د مخنيوي لپاره پکاريږي لکه Antibiotics او داسي نور.

5-Nematocides هغه کيمیاوې مرکبونه دي چې دنيماتودونودمخنيوي له پاره استعماليږې لکه Nimagen,enzone

-6کنه وژونکي – Acaricidesهغه کيمياوي مرکبونه دي چې دکنو دمخنيوي له پاره استعماليږې لکه

Oxide, cyhexa, Azinphos Methyl Fenbutatin

7-موږک وژونکي هغه کيمياوي مرکبونه دي چې دموږکانو دمخنيوي له پاره استعماليږې لکه zinc phosphates

دا فت وژونکو دجوړښت شکلونه

دشکل له مخې افت وژونکي په لاندي ډولونو ويشل کيږي

١-powder-دا بيا په دوه ډوله دي

Wettable.p-aهغه دي چې داوبوسره يوځاې پاشل کيږې لکه ډايتينم 45

Dust.p –bهغه وچ استعماليدونکي پوډر دي چې په وچ شکل پاشل کيږي لکه swphare

2-Granuleهغه چې ددانې شکل لري

3-liquids:هغه چې دمايع شکل لري

Fumigant-4 هغه چې دګاز شکل لري او ياوروسته داستعمال نه دګاز په شکل بدليږي

دضررونو او LD50په اساس دافت وژونکو ډولونه

دضررونو او LD50په اساس افت وژونکي په څلور ډوله دي

Dangerous poison-1داډير خطرناک قوې افت وژونکي دي چې وژونکی مقداريې 50mg/kgاوپه ډبې باندي د(x) علامه ليکل شوې وې لکه Adicarb , fhorate , demeton

2ـ قوې لږ خطرناک افت وژونکي: په ډبي باندي warning ليکل شوي وي او وژونکی مقدر يې 50-200mg/kgپورې وي

3-ضعيف افت وژونکي: هغه دي چې په ډبي باندي يې cationليکل شوي وي اووژونکی مقداريې 200-1000mg/kgپورې وې لکه 2-4-D

4-غير زهري افت وژونکي: هغه دي چې وژونکي مقداريې د1000mg/kgڅخه لوړ وي لکه Nitrofen , thiobencarbنور

د تاثير له مخې دافت وژونکو ډولونه

د اغیزو له مخې افت وژونکي په لاندي ډول طبقه بندي کیږي

Oral-1(خولې دلارې):

دخولې دلاري تيريدوسره مشکلات منځ ته راوړې چې دا بيا په څلور ډوله دي

Aـ شديد زهري: چې وژونکی 50%مقدار يې 1-50mg/kgوي

-Bزيات زهري: چې وژونکی 50%مقداريې 50-200mg/kgوي

-Cمتوسط زهري: چې وژونکی 50%مقدارېې 300-1000mg/kgوې

Dـ ضعيف زهري: هغه دي چې 50%وژونکي مقداريې 1000mg/kgڅخه زيات وي

Dermal-2(دپوستکي سره دتماس دلاري):

چې داهم په دری ډوله دي په ترتيب سره عبارت دي له:

Highly toxic -a:هغه افت وژونکي دي چې 50%وژونکي مقداريې د300mg/kg څخه کم وي

Medium toxic -bهغه افت وژونکي دي چې 50%وژونکی مقدارېې 300-1000mg /kg وي

Light toxic –c: هغه افت وژونکي دي چې 50%وژونکی مقداريې 1000mg/kgڅخه زيات وي

په خاوره کې دثبات اوپاته کیدو له مخې دافت وژونکو ډولونه

1-ډير باثباته افت وژونکي : دا هغه افت وژونکي دي چې په خاوره کې يې تجزيه ددوه کالو نه زيات وخت ته ضرورت لري لکه D DT،Mercury

2-باثباته افت وژونکي :هغه افت وژونکي دي چې دتجزې وخت ېې دشپږمياشتو نه تردوه کالو پورې وخت غواړي لکه سيمازين

3-متوسط باثباته افت وژونکي: هغه دي چې دتجزې وخت ېې يو څخه تر شپږ مياشتو پورې وخت غواړي لکه carbophosاوداسې نور

4-کم باثباته افت وژونکي: هغه دي چې ديوې مياشتې څخه کم وخت کې تجزيه او اثر له منځه ځي لکه carbaryl, endosulfon, cyper methrinm, diazinonاو داسې نور

دافت وژونکو کیمیاوي جوړښتونه

دافت وژونکو کیمیاوي جوړښتونه په لاندې ډول دي

Chloronated hydrocarbon-1: داهغه افت وژونکي دي چې دchloren, oxygen, hydrogenڅخه جوړشوي وي او دځينو چنجيو او حشراتو له پاره استعماليږې اودلومړني کیمیاوي موادو څخه عبارت دي او دا مزمن (chronic) حالت لري اوپه انساجو کې ذخيره کيږي لکه DDT, BHC, Aldrin, chlordaneاو داسې نور

Organo phosphates compounds-2: داهغه مرکبات دي چې دفاسفورس لرونکي دي او دا غوره درمل دي چې عبارت دي له Malathion, bromophos, azinphos methylاو داسې نور

Organo sulfur compound -3: داهغه مرکبات دي چې خپل ترکيب کې سلفر ولري لکه tetradifon

In organic compound -4: دا هغه مرکبا ت دي چې خپل ترکيب کې سيماب لرونکي مرکبات ولري لکه Paris green, sulfurاو داسې نور

دافت وژونکو دتخريب ډولونه

‎‎1. مزمن (chronic)هغه حالت ته ويل کيږي چې افت وژونکي داستعمال نه وروسته په يوه حيوان يا انسان کې تجمع کوې او د 14-21ورځي وروسته خپل اثر ښاره کوي اما داستعمال وخت کې دومره خطر نه لري

Acute-2(حاد) هغه حالت دي چې افت وژونکي داستعال سره سم خپل اثر ښکاره کوې اوسمدستي انسان او يا حيوا ن وژنې او له منځه يې وړي

#دافت وژونکو اړتیا اوکلنى مقدار

دpesticides استعمال دوهمې نړيوالې جګړې نه وروسته زيات شو خصو صا دکيميادعلم دپر مختګ نه وروسته کله چې انسان دښه ژوند شرايط وغو ښتل چې افت وژو نکي ناروغۍ کنټرولوي حاصلات لوړوي اما دډيرو تاوانونو لرونکي هم دي ځکه چې غلط استعمال يې دچاپیریال دککړتيا سبب ګرځي او انساني ژوند دستونزو سره مخامخ کوي همدا علت دي چې نړي اوس له ستونزو سره مخ ده چې دککړتيا مخه ونيسي دFAO مسؤله منبع وايي چې دافت وژونکو په نه استعمال سره به فقر او لوږه رامنځ ته شي اومضره حشرات او مکروبونه او همدارنګه دانساني او نباتي ناروغيو عاملين به زيات شي نو ددې لپاره اړینه ده چې افت وژونکي درمل استعمال شي همدارنګه دځينو چېنجو اوهرزه بوټى چې داصلي نباتاتو سره په رڼا او غذايي موادو کې رقابت کوي او حاصلات فوق العاده ټيټوي دهغوی د مخنیوي لپاره دافت وژونکو استعمال يو ضروري امر دي. Pesticides په نړي کې په کال کې (٤) مليارده پونډه استعماليږي او (٩٠٠) نوعى مختلف کيمياوي افت وژونکي استعمال لري په يوه دقيقه کې يو نفر په نړۍ کښ مسموم کوي اوپه کال کې تري (٥٠٠٠) نفره خپل ژوند دﻻسه ورکوي او ځينې نور‌‌ په ناروغيو اخته کيږي .

دافت وژونکو دناوړه استعمال له کبله منځته راغلې ستونزې

که چېرې افت وژونکي په غلطه او غير فني ډول استعمال شي نو ﻻندې ستونزې منځ ته راوړي .

_ تر ټولو لومړي اقتصادي زيان رامنځته کوي .

_ ځيني ګټور وحشي ژوي او نور ژوندي له منځه وړي .مثﻻ دټولو حشراتو له جملې څخه 7% ګټور حشرات 90% بې ګټې او3% زيان رسوونکي حشرات دي چې دزيان رسونکو حشراتو دمخنيوي دپاره مونږ زيات شمير ګټور حشرات هم له مينځه وړو همدارنګه که په صحيح ډول استعمال نشي نو غذايي ځنځير کې داخليږي اوله يو څخه بل ته انتقال کوي مثﻻ First-Air-plant- soil

Plant-Animals-Humans

او همدارنګه Soil-water –microorganism-Fishes-Humans

  • حشرات د افت وژونکو په وړاندې مقداومت پیداکوي چې په اسانۍ سره یې مخه نشي کیدای.

  • په مرغانو کې دهګۍ اچول ځنډوي اوهم دهګيو پوستکي نازکوي چې بچي نشي زيږولای . همدا علت دی چې اوس دنړۍ په مرغانو کې کمښت ليدل کيږي

  • دبحري ژوي او بوټي لمنځه وړي.

  • داتومو سفير دککړتيا سبب ګرځي اود هغې قشر تخريبوي چې خطرناکى وړانګى ځمکې ته داخليږي اود مختلفو ناروغيوسبب ګرځي

  • همدارنګه دانساني ناروغيو سبب ګرځي لکه دسرطان ناروغۍ

  • دوحشي ژوودانقراض سبب ګرځي چې تقريبآ 7% انقراض رامنځ ته کوي

  • هغه افت وژونکي چې د(Pre planting Application) په ډول استعماليږي که چېرې دکښت څخه وروسته استعمال شي ډيرزيان لري لدې څخه علاوه بې شميره زيانونه اوستونزې منځ ته راوړي

دافت وژونکوپه وسيله انسان ته ورپيښې شوې ستونزې

که چېرې افت وژونکي په صحيح ډول استعمال نشي نوډيرې زياتې ستونزى منځته راوړي په ځنې هيوادونوکې دافت وژونکودتوليدلپاره خاص قوانين اواصول وضع شوي دي ترڅوچاپيريال ته ضررونه رسوي اوهم خلک ورڅخه متضرره نشي مخکې لدې چې دغه عوامل ذکر کړوپه لاندې ډول دځينومهموافت وژونکودضررڅخه يادونه کوود( Gramer) دراپورپه اساس په نړيواله سطحه هغه خسارات چې غله جاتوته ريسدلي دي دنباتي افاتوله امله د( 1973) کال په حدودوکې دي چې لدي جملي څخه ( 12%) دحشراتوله امله (14%) دناروغیو له امله اوباقي ( 9%) دهرزه بوټوله امله تخمين شيوي دي. د FAO دتخمين په اساس ( Miller 1975) دغه خساره ( 24- 28) مليارده امريکايي ډالروپه اندازه تخمين شوې ده چې په دغه مقدارپيسوباندې دنړۍ يوملياردخلکوته غذائي موادچمتو کيدل

حشره وژونکي ( Insecticides)

حشره وژونکي عضوي ثابت مواد دي چې ترډيري مودې پورې په چاپیریال کې باقي پاته کيږي دبیلګې په ډول ( DDT) پوډرد( 7- 100) کلونوپورې په چاپیریال کې باقي پاتي کيږي داپوډرکولای شي چې د بوټوبیلا بیلې حشرې په متوسطه بوديجه د اوږد مهال لپاره دبوټو څخه دفع کړي.

افت وژونکي دپنبى اوسبود حشرو په مخنیوي کې خاص ارزښت لري اوددې ترڅنګ دملاريادناروغۍ دمخنيوي په منظورورڅخه استفاده کيږي .مګر اوس ورڅخه يوازي په وروسته پاتي ټولنوکې استفاده کيږي . ( DDT) داستعمال له امله دالوتونکواکثره نوعي له منځه تللي دي اودغه پوډرتقريبا( 20%) دالوتونکودهګيودپوستکي دنازکوالي سبب ګرځي چې بيادغه دپوستکي نازکوالى دماتيدلواوبچېانودزيګولوپه وخت کې دهغوی په نسل تاثيرکوي اودهغوي مقدار راکموي لدې څخه علاوه داپوډرپه هغه انساجوکې چې زيات مقدارشحم لري ( تخمدان) کې زیرمه کيږي اودښځينه جنس دشنډيدلوباعث کيږي اوهمدارنګه هغه ( DDT) چې په فصلونو اوکروندوکې استعماليږ ي دغواګانودشيدودلاري دانسان وجودته داخليږي اوپه ښځوکې دجنسي اختلال باعث ګرځي

فنګس وژونکي (Fungicides)

سيماب دمشهوروفنګس وژنکوله جملي څخه شميرل کيږي چې عاموحيواناتواونباتاتوته زهري وي اودلاندې خصوصياتوپه لرلوسره مضراوخطرناک ګڼل کيږي

  • په بيالوژيکي ډول دژونديواوګانيزمونو په وجودکې جمع کيږي

  • ترډيروخته پورې په چاپیریال کې باقي پاتي کيږي په عصبي سيستم باندې تاثيرکوي چې ديته ( Murcuridlism) ويل کيږي اوپه عمومي ډول سيماب دکرل کيدونکوتخمونودپاسه شندل کيږي ترڅودفنګسونوپه واسطه دحملې لاندې رانشي امادپوهي دنشتوالي اودخلکودبې خبرۍ له امله په بعضې هيوادنوکې دغه شان تخمونه دمرګ باعث شوي دي مثلا په ( 1971-1972) کلونوکې دغه شان تخمونه په عراق کې دمرګ باعث شوي دي چې ( 500) نفروخپل ژونددلاسه ورکړو او( 6000) نفروپه شفاخانوکې بستراوتداوي لاندې شول همدارنګه ( 1349-1350) هغه تخمونه چې دکرنې دترويج له مديريت لخوا په بامیانو کښې ویشل شوي ووزيات شمیرخلکوخپل ژونددلاسه ورکړ

بوټی وژونکي (Herbicides)

د مشهورګياه وژونکوله جملې څخه د( 2-4D) او( 2-4-5 T) څخه يادونه کوو دمشهوروبوټو وژونکودرمنلوله جملې څخه ( 2-4-5 T) په نوم چې ( 20%) زهري ماده د( Ditoxin) په نوم ياديږي دغه ګياوژونکي اغیزې په لاندي ډول دي . دا درمل دپاڼي ضدماده يعني ( Defoliant) په پراخه پيمانه دويتنام په ځنګلونوکې استعمال شوه ( 1500km) کيلومتره مربع طبیعي ځنګلونه له منځه يوړل دغه ماده ( Foetotoxic) خاصيت لري يعني دمورپه خيټه کې دجنين تسمم اويا( Teratogenic) ناقص العضوه کيدل منځته راوړي اوپه لويانوکې دځيګردسرطان باعث ګرځي . هغه وخت چې کيمياوي سري حيواني سري اوزراعتي افاتوضددرمل په فصلونوکې تطبيق اواستعمال شي نويوه برخه ددغه موادوپه نباتاتوکې ذخيره کيږي اوبيادغذائي ځنځيرله لاري دانسان بدن ته داخليږي هغه مهمه ماده چې زمونږ ګران هيوادکې دڅښلوداوبودکګرتياباعث کيږي هغه عبارت دي ( No3) څخه دغه نايتريت دانسان په معده کې په نايترايت باندي بدليږي اود مرۍ سرطان باعث ګرځي . همدارنګه که چېرې افت وژونکي په سم ډول استعمال نشي نو انسان ته ﻻندې ستونزي ور پيښوي .

  • دسردرد ،دسرګرځيدل او ضعف .

  • ستومانه کيدل چې دافت وژونکو داستعمال نه دفعتاً وروسته پيښيږي .

  • دپوستکي سوزش اوسوځيدل .

  • دسترګو ، پوزي ،او ستوني خارښ .

  • اود اسهال پيداکيدل .

  • ډيرې خولې راتلل .بي اشتهايي پيداکيدل اود لوږي ختميدل

  • بي هوشه کيدل اوباالاخره مړينه منځ ته راوړي .

دافت وژونکو علاج

  • افت وژونکي دمختلفو ﻻرو څخه په انسان باندې اغيزه کوي اودډيرو مشکلا تو باعث ګرځي لکه دخولې،پوزي اود پوستکي دﻻرو دانسان بدن ته داخليږي که چېرې درمل دخولي دﻻري خوړلي وي په دي صورت کې بايد مريض ته لاندې اسانتیاوې برابرې شي .

کوم ځای کې چې درمل يي استعمال کړي وي بايد دهغه ځای څخه ليري بوتلل شي–دمسموم کس لپاره لمړي په يو ګيلاس ايشيدلو اوبو کې دوه کاشوغي مالکه واچول شي مريض ته ورکړل شي مريض به استفراغ وکړي . اوهغه څه يي چې څښلي وي نوټول به استفراغ کړي که چېرې دوايي دخاورودتيلوسره ګډه شوي وي اوڅښلي وي نوبياپرې استفراغ مه کوۍ مريض ته لومړى هګۍ دشېدوسره يوځای ورکړۍ اوبياورته دمالګى اوبه ورکړۍ که چېرې ډاکټرموجودنه وي اودمريض حالت خراب وي نوبياورته ( Charcoal) يعني دلاټين تورکى ورکړي شي که چېرې سړى بې هوښه شووپه بیړه يي تر ډاکټرپورې ورسوۍ که چېرى درمل يي دبدن سره په تماس کې شوې وي سمدستي ترې جامى بايدويستل شي بيابه يي ښه مزيدارپه صفااوبودصابون سره يوځای ومينځۍ بيابه يي په څادرکې تاوکړۍ ښه تود به يي وساتي.

که چېرته دوايي سترګوته تللې وي هغه به مسلسل ترلسودقيقوپورې ومينځۍ اومريض به سترګى نه بندوي . ترڅوزهري اثريي له منځه لاړشي که چېرې سړى بې هوښه شوو نوسمدستي دډاکټرته ورسول شي اوخوله کې بايدورته دسمال ورکړل شي ترڅوژبه ونه خوري که چېرته ژبه يي نښتې وي نوبياترې ژبه په لاس راوباسۍ ترڅوتنفس یې جاري شي که چېرې ( Organo phosphate) يي خوړلي وي نوبياورته ( Atropine) او( 2PM injection) يوځای وکړۍ . که چېرته ( Chloronated Hydro Carbons) يي خوړلي وي نودې ته ( Atropine) مه ورکوۍ ځکه دمرګ سبب يي ګرځي خوکه چېرته ( Carbamates) يي خوړلي وي نوديته صرف ( Atropine) استعماليږي که چېرته

( Chlorolated Hydro Carbon) يي خوړلي وي نود دې لپاره ( Barbiturates) يا( Dizapam) استعماليږي که چېرته دمږکانودوايي خوړلي وي ددي لپاره بيا( Vit k) ورکړۍ خوددې لپاره بايدهيڅکله نشي موادلکه اپين اونر استعمال نشي .

دافت وژونکودناوړه استعمال مخنيوى

دافت وژونکوناوړه اغيزې دهغي دخالي قطيو، بوريو اوبوتلونوله مخې هم زياتې رامنځته کيداى شي ددې لپاره په کارده چې ټول افت وژونکي په ډيراحتياط سره استعمال شي اوله ډبيوڅخه ويستل شي.

ددي لپاره چې چاپيريال اوخلک دافت وژونکو د ناوړه اغيزوڅخه خوند شي تش بوتلونه ، کارتنونه ، بوجۍ اوډبي په ډيراحتياط سره بايدخلاص اوضايع شي ځکه ډيروخت لويان اوکوچنيان ددې لو‌ښوپه وجه دډيروبدوپيښوسره مخامخ کيږي دافت وژونکوډبي هيڅکله په مکمل ډول نه پاکيږي ،داوبواوخوراکي شيانوپه منظورباید استعمال نشي . مخکى دضايع کولونه بايدصاف اوستره وي .دافت وژونکوخالي لوښي بايدپه داسې ځای کې خښ کړای شي چې ددې نه ښکته اور پورته اوبه موجودي نه وي ځکه داوبوسطحې ته ځان رسوي پريمنځل کيږ ي اودنورواوبوسره يوځای کيږي ،اوبودککړتياسبب ګرځي کوښښ دي وکړاي شي چې دامکان ترحده پورې افت وژونکي بايدداسي استعمال نشي که بياهم ورته ضرورت وي نودفني کسانوڅخه دي مشوره واخستل شي اودهغې په هکله ترې معلومات واخستل شي اويادي ( 1600C)سانتیګراد درجوکې وسوځوي کوم چې نوموړي تودوخه کې لوګى اوګيس نه توليديږي اودچاپيريال دککړتياسبب نه ګرځي اوخالي ډبي دى ( 50cm- 18inch) په ژوروالي سره خښ کړای شي

دافت وژونکواستعمال په وخت کې با يد لاندوټکوته پاملرنه وشي

  • لږتاثيرلرونکي درمل بايداستعمال شي.

  • هغه درمل بايد استعمال شي چې د( LD50) اندازه زياته وي .

  • ډير جذب کیدونکي درمل بايداستعمال نشي .

  • پرته دضروت څخه بايددرمل استعمال نشي .

  • ددرملو استعمال بايددفني اشخاصودمشورى سره سم اجراشي .

  • دباغ څښتن بايددحاصل راټولولوپه وخت کې خپلى سترګى ، خوله ، اولاسونه دحاصل سره ونه لګوي .

  • دخوراک نه مخکې بايدخپل لاسونه پاک پريمنځي

  • دحاصل راټولولوپه وخت کې بايدخوراک ونه شي ميوي اوسبزي بايددخوراک نه مخکى پريمنځل شي .

  • دواپاشۍ جامي بايدجداوي

  • دوايي بايددتيزلمرپه وخت کې استعمال نشي استعمال مناسب وخت يي سهاراومازيګردی .

  • په ګودامونوکې بايدافت وژونکي دبدواغيزونه دبچکيدولپاره اوبوسره نږدې نوي .په عمومي توګه داوبوسره ديوځای کيدونه اوراخلي ددې لپاره چې دافت وژونکو دناوړه استعمال په وجه دزياتونارغيواومشکلاتوڅخه مخنيوی وکړو بايددلاندې طريقوڅخه ګټه واخستل شي

١- بيالوژيکي طريقه ( Biological control)

په بيالوژيکي کنترول کې دپتوجن اوافت په مقابل کې مقاومونباتاتواو ورايټيوکرل اوانتخابول دي چې په دې طريقه کې دمايکرسکوپي ژونديوموجوداتوڅخه اوهمدارنګه يوپتوجن دله منځه وړلولپاره دبل پتوجن څخه استفاده کووچې داعمليه ( Hyper parasitism ) نوميږي مثلامونږ بکتريادفنګس دوژلولپاره استعمالوو لکه ( Trichoderma lignurum ) څخه بيالوژيکي درمل جوړووچې ( Trichodermin) نوميږي يوکيلوګرام په في هکتارساحه کښې استعماليږي .

2 – کرنيزه طريقه ( Agricultural method)

داډول مخیوی برته له دې څخه چې کيمياوي بيالوژيکي اوفزيکي فکتورونه عملي شي دانسانانودفعاليت اوطريقودتنظيم په وسيله سرته رسيږي ددې طريقي په واسطه بعضي وختونه يوبوټی اويوې ساحې څخه دناروغۍ عاملين په مجمعي توګه له منځه تلای شي . دميزبان نبات مقاومت زياتوي اودپتوجن لپاره ناروړه شرايط رامنځته کوي اوپدې ترتيب دناروغيومخنيوی کيږي کرنېزکنترول په لاندې ډول خلاصه کيږي .

  • دکوربه بوټي له منځه وړل

  • نوبتي کرنه ( Crop rotaion)

  • نظافت مراعت کول

  • دنبات دودې لپاره شرايط برابرول

  • دافت اوپتوجن لپاره نامساعده شرايط بربرول

  • دانساجوکښت (Tissue culture)

-3قانوني طريقه (قرنطين)

ددې لپاره چې په يوهيواديايوولايت کې دنباتي افتونودننوتلوڅخه مخنيوی وشي نودقرنطين دڅارنې لاندې کرنه اوساتنه ځنې وختونه دکوربه بوټودلمنځه وړلولپاره په کاروړل کيږي . کچېرې افتونه داسې سیمې ته داخل شي چې پخواهلته افتونووجودنه درلودنسبت هغې سیمو ته چې افتونه پکې موجودوي زيات زيان رسوي . ددې لپاره دقرنطين عملي کول ضروري دي چې دباندني اوپردي افتونواوناروغيوڅخه مخنيوی وشي

ددې لپاره بايددهيواداوياسرحدي سيموبندرنوکښې دقرنطين تجربه لرونکي کسان وګمارل شي ترڅودناروغواوفت لرونکومحصولاتواونوروشيانومخنيوي اوڅارنه وکړي . اودهغوي داخليدوته اجازه ورنکړي چې پدي سره دډيروناروغيودخپريدومخنيوي کيږي اوهم ديوې سيمې افتونه بلى سيمې ته داخل نشي .

-4 ميخانيکي مخنیوی (Mechanical control)

پدې طريقه کې دکيمياوي موادوڅخه استفاده نه کيږي . دميخانيکي طريقوڅخه کاراخستل کيږي پدې طريقه کې مونږدحشراتودمخنيوي لپاره ژورغالي اوباسوواوبياحشرات دلاس په ذريعه راټولوو اوپه هغوي کې اچوو اودخاورې لاندې یې کوو اوياهم په څیړنیزو فارمونوکې دحشراتوهګۍ راټولیږي او له منځه وړیل کیږي.

-5 فزيکي کنترول (Physical control)

  • په فزيکي شکل سره دناروغه برخي ټولول اوسوځول .

  • ديخي اوتودي هواسره دافت مخامخ کول

  • دتودوخې په واسطه دخاورې تعقيم کول

  • دتودې هواپه وسيله دتکثري برخومعامله کول .

  • دشعاع په وسيله دافت مخنيوی . چې البته داطريقه دلومړي ځل لپاره دکابل پوهنتون استادپوهاندبازمحمد( شېرزاد) پوسيله ترسره شوه چې نوموړي دپيازواوالوګانوکريټونه ترمطالعې لاندې ونيول اودګاماشعاع پوسيله يي يوشميرککړاويوشميرنوريي همداسې پريښودل دډيروخت څخه پس يي وکتل هغه چې دګاماشعاع پوسيله ککړشوي وه روغ رمټ اوخوساشوي نه وه اونورخوساشوي وه

-6کيمياوي کنترول (Chemical control)

که چېري افتونه اوناروغۍ په نوروطريقوکنترول نشي وروسته دکيمياوي مرکباتوڅخه کاراخستل کیږي. ترڅودافتونومخنيوي وشي چې داترټولولنډه اواسانه طريقه ده خوپدې کې بايددډيراحتياط څخه کارواخستل شي اودرمل بې ځایه استعمال نشي ځکه دابياډيرزيانونه اومشکلات منځته راوړی.

ماخذونه:

١-اندارابى ، احمدى ،محمد شعيب، مر ز ا ده عبدا لر زاق حفا ظت کيميا وى نبا تا ت نشرا ت پو هنتو ن کا بل

٢- صد يقى پو ها ند پير محمد (افات مهم زراعتى در افغا نستا ن )١٣٦٥ ه ش

٣-زراعتى ادويا ت اور ان کا محفوظ ا ستعما ل د صو به سرحد د محکمه زراعت نشرات ٢٠٠٤ م کا ل

٤-پروفيسور نصير حسين د کرنيز درملو لکچر نوټ ٢٠٠٥ م کا ل

٥-زراعت سرحد مجله پيښور ٢٠٠٥ م کا ل

٦-ايکا لوژى افغا نستا ن حسن يا ر پو ها ند امير شاه

کاپي سرپاڼه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب