افسوس په دې چې ځانته مسلمان وایي!

کلمه: ډیر داسې مسلمانان به مو لیدلی وي چې اقلا د ورځې پینځه ځله کلیمه به وایې خو یو ساعت هم د درواغ ویلونه پرته نشي تیرولای .

لمونځ: به یو وخت هم ترې نه قضاء کیږي خو د یو مسلمان جایز او قانوني کار د رشوت په خاطر د څو ورځو دپاره به وځنډوي او قضاء کوي يې .

روژه: هیڅ کله به یې یوه روژه هم ونه خوري خو غیبت (چې د خپل مسلمان ورور دبدن دغوښې خوړل دی ) هره ورځ به کوي .

زکات: چې دغریب او مسکین خلکو حق دی هیڅ وخت به ترې نه وي پاتې شوی یعنې ورکړی به وي خوداینجوګانو اونورو خیریه موسسو بین المللي سازمانونو خیراتي پیسې چې دبیت المال او د غریب مظلوم ملت امانت او حق دی هیڅ وخت به ورنکړي اوخپل ځان به پرې میلونر کړي .. فرضي حج نه بغیر عمرې ته به هم هره ورځ روان وي خو د ښوونځی، جومات ،پل او نورعامه منافعو دپاره راغلې پیسو نه ځان ته بلډنګونه جوړوي او په ګناه به یې هیڅ نه حسابوي.

د دې نه علاوه : شراب به هیڅ وخت نه څکې خو دخلکو دوینو خم به په سر اړوي.

د خنځیر غوښه به نه خوري خو دانسان دغوښې خوړلو نه به هیڅ وخت پرهیز ونه کړي . دهندوانو او نورو اهل کتاب د لاس ذبح حرام بولي خو رشوت او غدر د مور دشیدې په شان حلال ګڼي .

قمار نه کوي خو دولتي ځمکې داسې غضبوي لکه چې لاټرې ورته وتلی وي دچا حق نه خوري خو دخلکو په کورونه داسې قبضه وکړي لکه چې دپلار او نیکه نه ورته میراث پاتې وي افسوس خو پدې راځي چې دغه خلک بیا ځان ته مسلمان هم وایې.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب